مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-05-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پکتیا کې د واليبال ټورنمنټ پيل شو

فريداحمدتسکين
دواليبال دغه ټورنمنټ چې دپکتیا ولایت دځوانانوچاروآمريت اړوند دځوانانو داړيکو اومعلوماتومرکز له خوا ديونسف په مالي مرسته دتجربوي ليسې په لوبغالي کې پيل شودپيل په مراسمو کې د ځوانانوداړيکو اومالوماتو مرکزمشرسيدجمال الدين آصف خېل وينا واوروله ده وويل: د واليبال دغه ټورنمنټ دماشومانو دحقونودپوهاوي په موخه جوړشوی  دی چې دپکتيادمرکزاو ولسواليو لس لوبډلې پکې ګډون لري يوه اونۍ به دوام ومومي ده زياته کړه زموږهڅه داده ځوانانواوماشومانوته داسې ګټور پروګرامونه پر لاره واچووچې له يوې خوا خلک دځوانانواوماشومانودحقونوڅخه خبرشي اوله بلې خواځوانانوته سالم مصروفيتونه پيداشي له هغه وروسته دځوانانوچاروآمر امان الله اماني رسنيوته وويل : دځوانانوچاروامريت په پام کې لري په روان کال کې دفوټبال ، واليبال اوکرکټ لپاره دپکتيا په کچه دوه سوه نوې لوبډلې جوړې کړي همدارنګه په راتلونکي مياشت کې هم غواړي دپکتيا په مرکزکې دکرکټ ټورنمنټ جوړکړي چې دپکتيا دمختلفوولسواليولوبډلې به پکې ګډون وکړي . ده له نړيوالې ټولنې او افغان دولت غوښتنه وکړه چې پکتياکې دځوانانولپاره خپلې مرستې ونه سپموي ځکه دپکتيا خلک دتېروڅو لسيزوجګړو له امله دبې سوادۍ اوبې وزلۍ په رنځ اخته دي. مېوه الدي منګل چې ديادولايت دواليبال فدراسيون مشر دی رسنيوته وويل : په پکتياکې دورزشکارانو په مخکې ډېرې غټې ستونزې موجودې دي چې يوله همدغو ستونزوڅخه د ډګرونونشتوالی دی ده له دولت اوخيريه موسسو وغوښتل چې دورزشکارانو دستونزودحل په موخه پراخ لوبغالي اوډګرونه جوړکړي  . 
ديادولو وړ دی د واليبال دغه ټورنمنټ دپکتيا دځوانانوچاروآمريت له خوا ديونسف په مالي مرسته جوړشوی دی يوه اونۍ به دوام ومومي چې په پای کې به درو غوره لوبډلوته دلومړي ، دوهم اودرې يم مقام کپونه اوډالۍ هم ورکړل شي .  
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery