مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-05-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اروپا د پريمرشيپ سياليو اتلولې د هسپانيه بارسلونا لوبډلې وګټل.

رفيع الله غورځنګ
د اروپا د پريمرشيپ سياليو اتلولې د هسپانيه بارسلونا لوبډلې وګټل.
تيره شپه د هسپانيه بارسلونا لوبډلې له انګليسې كلب منچسټر يونايټيډ سره د لندن په ومبلې لوبغالې كي پدي موخه لوبه تر سره كړه چي د اروپا د چيمپينزليګ اتلولې وګټې.
بارسلونا په لوبه كي خپلو هيلو ته ورسيده،خو د منچسټريونايټيډ هيلې په ناهيلى واوښتې.
منچسټر كه څه هم د لوبې كوربه وه،او د نندارچيانو پوره تشويق او هڅونه ورسره ملګري وه،خو بيا هم د بريا چانس ډير كم وو.
د يونايټيډ لوبډلې څخه يوازي وينې رونې يو ګول وكړ،خو په جواب كي يي بارسلونا دري ګوله وركړه،او لوبه خپل په بريا پاي ته ورسول.
ميسي د تيري شپې په لوبه كي ريكارډ ټينګ كړ.
غه په ياده لوبه كي د بارسلونا لپاره يو ګول تر سره كړ او پدي سره د هغه ګولونه د اروپا د اتلوليو په لوبو كي ۱۲ ته ورسيدل.
د اروپا د اتلولى سيالى د نړيوال جام راوروسته ستري د فوټبال لوبې ګڼل كيږي.
د يوي سروي پر اساس چي تيره شپه د ټلويزيون له لاري څلور سوه ميلونه كسانو د هسپانوي او انګليسي لوبډلې لوبه ننداره كوله.
بارسلونا ددي بري په موندو سره سږ كال د دوو سياليو اتلولې نمانځې،چي يوه يي د تيري شپې او بله يي د لاليګا د سياليو ده.
بارسلونا ددي سياليو د 1992 ، 2006 او 2009) كلنواتله لوبډله پاته سوي،خو منچسټر يونايټيډ بيا په 1968 ، 1999 او 2008 كلنو كي د اروپا د اتلوليو قهرمانى ګټلې دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery