مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-05-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کندهار :د اتحادکرکیټ لوبډلي رواني اتلولي وګټلې

رفيع الله غورځنګ
په كندهار كي د كريكټ د اتو لوبډلو ترمنځ لوبې د اتحاد د لوبډلې په اتلولى پاي ته ورسيدي.
لوبې په غازي ورزشي ميدان كي په لاره اچول سوي وي چي پنځلس ورځي يي دوام وكړ.
پدي ولايت كي د كريكټ دغه سيالى له دوو كلونو وروسته د فوټبال په ميدان كي په لاره اچول سوي وي.
ورزشكارانو د كريكټ د ميدان د نه شتون له امله دغه سيالى د فوټبال په سټوډيوم كي تر سره كولې.
ددي سره سره بياهم د كريكټ لوبغاړو پردي ميدان قناعت وكړ او د پنځلسو ورځو لپاره يي پكې لوبې تر سره كړي.
لوبې د اتو وتليو كريكټ لوبډلو ترمنځ پيل سوي وي چي پايلوبه ته اتحاد او اتل لوبډله راوتلې وه.
فاينل د جمعې په ورځ تر سره سو چي په لس ګونه نندارچيان هم ورته راغلې وه.
اتحاد لومړي ځغاستې جوړول انتخاب كړل،چي په شل اووره كي يي ۱۵۲ منډي مقابل ټيم ته هدف وټاكه.
خو اتل لوبډلې په ټولو لوبغاړو ۷۷ نمري جوړي كړي او ددي سياليو لومړي مقام يي اتحاد ته پريښود او دوي دوهم سول.
ددي سياليو غوره لوبغاړى عبدالباقې د اتل لوبډلې توپ ويشتونكى وټاكل سو،هغه په دي سياليو كي د مقابلو لوبډلو ۱۳ لوبغاړې اووټ كړي وه.
پدي ولايت كي له ډيري مودي وروسته د كريكټ دغه تورنمنټ په لاره اچول سوي وو،خو لوبغاړي ددي ولايت د كريكټ ادارې څخه غوښتنه كوي چي ددوي لپاره دي دوامداره لوبې دايري كړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery