مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-06-05   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

نتنیاهو سوله نه غواړي

ژباړن: وسیم سجاد، کابل

لیکوال:م ج روسن برګ
منبع: الجزیره انګلیسی
که چیری چا شک هم درلود چی ایا فلسطینیان به په سپټمبر کی د کوم نوي دولت د جوړښت اعلان وکړي، هغه هم له منځه لاړ.
د سه شنبی په ورځ چی اسراییلی لومړي وزیر خبری کولی بی له توهینه یی بل کوم شی نه شو بللی. همدغه توهین بیا په چکچکو بدرګه او ودریدو بدرګه شو.
که رښتیا راباندی وایی د نتنیاهو حضور هوری پخپله یو توهین وو. د امریکی په ټول تاریخ کی یواځی او یواځي څلورو مشرانو له یو ځلی زیات د امریکی ملی شورا ګډی غونډی ته خبری کړیدی:
د دوهم نړیوال جنګ پرمهال، لومړي وزیر وینسټن چرچل، دامریکی ستر ملاتړي د امریکی ملی شورای ته دری ځلی خبری کړیدي.
ولسمشر نیلسن منډیلا د جنوبی افریقا د ازادولو په پلمه او لومړي وزیر یتزک رابین له فلسطینیانو سره د مذاکراتو د پیل په تړاو؛ د امریکی ملی شورای ګډی غونډی ته د خطاب څوځلی افتخار ګټلی دی. او دا ځل نتنیاهو، خو د څه لپاره؟
د خپل صدارت په ټوله دوره کی ده بی له دی چی د امریکی پیشنهادات د سولی په اړه رد کړي نور هیڅ هم نه دي کړي.
که د اسراییلو تاریخ مطالعه کړی، نو داسی لومړی وزیر به پیدا نه کړی چی د فلسطینیانو د حقوقو په اړه دومره سخت، بخیل او د امریکی په اړه دومره بی تفاوته وي لکه څومره چی نتنیاهو دی.
نو بیا ولی نومړی د شورای ګډی غونډی ته دعوت شو چی خبری وکړي؟
یو دلیل کیدای شي دا وي چی ریپبلِکن غواړي چی په زغرده اوباما ته د غه پیغام ورسوي چی مونږ درسره په دی خبره چی فلسطین او اسراییل دی یوی پریکړی ته ورسیږی مخالف یو.
او داخبره د نتنیاهو له څیری په ښکاره ډول جوته وه.
ده په مبهمه توګه یو پیغام ورکړ چی نه غواړي له فلسطینیانو سره یوی روغی جوړی ته ورسیږي.
ده خپلی خبری په یو ډول پیل کړی چی خپل شتون یی په لویدیځه غاړه کی تجاوز او استعمار ونه ګاڼه. ده حتی ختیځی غاړی ته د جودایه او سماریه نوم -څنګه یی چی ټول نور اسراییلیان استعمالوي- واخیست. ده اسراییلو ته د حضراتِ عیسی، موسی او ابراهیم علیهم الصلوات د ځمکی خطاب وکړ.
او داخبره یی هم له بایبله را نقل کړیوه. ده وویل چی د اسراییلو د ځمکی یو څه برخه به فلسطینیانو ته وسپاري خو د بیت المقدس په اړه یی جدي نټه وکړه او یی ویل چی یو انچ ځمکه به یی هم و اسراییلو ته ورنه کړي. برعلاوه ددی ده په دی هم اسرار کاوه چی په اردن دره کی به یی عسکر پراته وي، مطلب داچی په راتلونکی کی جوړیدونکی فلسطینی دولت به داسراییلو له خوا یو تړل شوی او محاصره شوی دولت وي.
ده بله د کمال خبره دا هم وکړه چی له هغه فلسطینی اداری سره چی حماس یی غړیتوب ولري هیڅ ډول خبرو ته تیار نه دی حتی که حماس په دیموکراتیکه توګه رایی ترلاسه کړی وي. ده دا هم وویل چی هیڅ فلسطینی به اجازه ونلری چی و اسراییلو ته ننوځي.
او ددی لپاره بیا هیڅ دلیل نشته. د نتنیاهو خبری سړي ته د هغه پخوا مهال خبری او فکرونه چی له یتزاک رابین څخه دمخه وی وریاده وي. که سړی متوجه شي، نو نتنیاهو داسی کوم عجیبه شی نه وو ویلی خو د کانګریس عکس العمل وو دده خبرو ته څنګه وو سړي ته بلا نور سوالونه پیداکوي. کله چی ده داخبره وکړه چی اسراییلو فلسطین نه دی استعمار کړی، کانګرس بلا چک، چکی وکړی. د نتنیاهو هره خبره،مهمه نه وه چی څه وه او څومره ارزښت یی درلود په بی ساری خوشحالی سره بدرګه شوه.
ده ته بیا هم چک، چکی وشوی کله چی ده دا خبره وکړه″ دوی خپلو ماشومانو ته نفرت ښیی، په خپلو څلور لارو د ترهګرو نومونه ږدي، او دغی هیلی ته وده ورکوي چی اسراییل به د فلسطینی مهاجرینو پاتی شونی ورکوي.″
دده د خبرو یواځینی منځپانګه داوه چی فلسطینیان ترهګر دي. کانګریس خپله بی ساري خوشحالتیا وښودله او پای کی چی کله یی خبری خلاصی شوی نو هریو کانګرس مین هڅه کوله چی د کالیو پیڅکه یی لمس کړي او تبرک حاصل کړي.

سړی حیران پدی شي چی د کانګرس غړو داسی پیښی کولی چی دوی ددغه هاله بیرون دعربو(مسلمانانو) او یا هم فلسطینیانو لخوا نه لیدل کیږي.
خو کانګرس په غلطه دی. کوم پیغام چی دوی منځنی ختیځ، او یا هم ټولی نړی ته ولیږه، نو دا جوتوي چی نور فلسطینیانو ته په امریکی کوم باور او اعتماد نه دی پاتی. حتی که اوباما هم مایل شوی وای، کانګرس به نه وای پریښودلی. او د ایپک نتایج او کمپاین به اوباما د اور خواته کش کړي.
څومره چی د کانګرس خبره او نګرانی دی، نو فلسطین وجود او شتون نلري. او دوی د یو دولت هیڅ حقه حقوق نلري.
همدا علت دی چی فلسطینیان له خپله حقه محروم دي، دوی په امریکی نور خپل باور له لاسه ورکړیدی. څنګه چی ډیویډ ګورین پوهیده، کله چی نوموړی د ملګرو ملتونو عمومی اسامبلی ته لاړ ترڅو د اسراییلو لپاره رسمیت ترلاسه کړي، نو فلسطینیان مجبور دي چی خپل تقدیر پخپله ولیکي.
د پیسو د لاس ته راوړلو په موخه چی نتنیاهو ته کانګرس کوم اهمیت لري هغومره ورته د اوباما اداره نلري. نتنیاهو اوباما یوځل په سپینه ماڼی کی ودګه او بل ځل یی بیا مجلسینو ته په وینا کی. همدا علت دی چی د اوباما اداره ورته سخته قهریدلی دی.
نو اوس یو چانس شته. که فلسطینیان له کانګرسه صرف نظر وکړي، نو بیا هم دوی کولای شي چی خپل امیدونه له اداری او له خارجه وزارت سره وتړي. کیدای شي چی دغه دواړه واحدونه به هم له نتنیاهو سره خپله خبره یوه کړي خو ددوی دلچسپی ډیره کمه دی.
امریکا خپلو متحدینو ته یو بل پیغام هم ورساوه او هغه داچی د بی بی (نتنیاهو) له خبرو سره مخالفت د کانګرس له ویری نه شو ښودلی.
او بله خبره داچی فلسطینیان یی له اوباما او خارجه وزارت سره پری نه کړي ځکه چی دوی نشو کولای، کانګرس ته د نتنیاهو د وینا مخه ونیسي، او بله بانه داچی هیلري هم په باندنی سفر باندی وه.
راځی وګورو چی د یو دولت د شتون په اړه څه پریکړه په سپټمبر کی راوځي. اسراییل چی له فلسطینیانو سره د خبرو میز ته کیناستل ردوي، بالاخره به هم مجبور شي چی خبری وکړي او مذاکری ته سره کیني.
فلسطینیان باید له لومړي وزیر نتنیاهو او امریکایی کانګرس څخه مننه وکړي او هغه هم ځکه چی ددوی کار یی اسانه کړ. دواړو یو ځای وکولای شول تر څو د یو فلسطینی دولت شتون کره کړي!!!
څومره چی د امریکایانو خبره دی، نو د کانګرس له وجی، مونږ ډیر زیات شرمیدلي او سرکوزي یو. کانګرس په لوړه بولی کوونکی پلورل شویدی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery