مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-06-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دبدني ښکلا په سیالیوکي افغانستان لومړئ سو

رفيع الله غورځنګ
د هيواد د بدني ښكلا لوبغاړې اول سوه.
د هيواد د غړيو د ښكلا لوبغاړو د جنوبي اسيا په لوبو كي اووه مډالونه ترلاسه كړه،چي پدي سره يي د سويلې اسيا د هيواد ترمنځ لومړي مقام وګاټه.
پدي لوبو كي د هيواد ملې ټيم دري د سروزرو،درې د سپينو زرو،او يو د برونزو مډال ترلاسه كړ.
د بدنې ښكلا يادي سيالي د جوزا پر ۱۲مه نيټه په بوټان هيواد كي پيل سوي وي چي د تيري شنبه په ورځي پاي ته ورسيدي.
د عضلاتو د ښكلا په دغه سياليو كي د هلمند ولايت لوبغاړې شكرالله ،حميد الله شيرزاد،او زمرې لومړي مقامونه ترلاسه كړ.
د باډي بلډينګ په دي سياليو كي لسو ورزشكارانو د دوو لوبڅارانو او دوو روزونكو سره ګډون كړي وو.
په يادو لوبو كي افغانستان، پاکستان، هند، بوتان، بنگلديش، نيپال، سريلانکا او مالديف هيوادو برخه لرله.
تيركال د هيواد لوبغاړو په ورته سياليو كي هم لومړي سوي وه.
د تيركال د بدنې ښكلا لوبې په نيپال كي وسوي چي افغانې ورزشكارانو پكې پنځه د سپينو زرو او څلور د ژيړو مډالو ترلاسه كړه.
دمګړي په هيواد كي د ۱۱۵۰ په شااوخوا كي د پرورش اندام د لوبې كلبونه فعاله دي.
او په يو بل خبر كي نوشته دي چي د هيواد د كورش لوبغاړو د ازبكستان د كورش په نړيوالو سياليو كي ۱۵ مډاله ترلاسه كړي.
لوبې لاتراوسه روانې دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery