مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-09-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان په فوټبال كي يمن مات كړ.

رفيع الله غورځنګ
د هيواد د فوټبال د تنكيو ځوانانو لوبډلي په اسيايي سياليو كي يمن هم مات كړ.
د يمن په وړاندي لوبه يي تيره شپه پر ۱۱ بجي پيل كړه.
د هيواد د فوټبال يادي لوبډلي په خپلو دوو مخكنيو لوبو كي هم ښه شاليډ درلودي.
افغانستان د اماراتو او كويټ سره لوبي مساوي كړي،او يوه يوه نمره يي ځيني واخيستل.
خو تيره شپه يي په دوو ګولو باندي د يمن ټيم څخه دري نمري خپلي كړي.
دغه سيالي د ۲۰۱۲م كال اسيايي سياليو ته د غوراوي لپاره تر سره كيږي.
اوس د افغان لوبډلي په وړاندي لا پاكستان او مالديف ولاړ دي،خو داسي بريښي چي هغه به هم ماتي كړي.
 په كويټ كي د فوټبال په پيل سوو لوبو كي د افغان ډلي په ګروپ كي امارات،يمن، كويټ،پاكستان او مالديف شامل دي.
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery