مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-09-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په كندهار كي د كريكټ لوبي رواني دي.

رفيع الله غورځنګ
په كندهار كي د انټركلب په نامه د كريكټ لوبي ادامه لري.
په كندهار د انټر كلب د كريكټ دغه سيالي ۲۵ اوريزي دي،او نهه لوبډلو پكښي ګډون كړي دي.
 دغه سيالي چي د راتلونكي مياشتي تر اوومي نيټي پوري به دوام ومومي،هر ورځ پكي يوه يوه لوبه تر سره كيږي.
 تيره ورځ ددغه سياليو په بهير كي د خپلواك لوبډلي د استقلال سره لوبه وكړه،چي هغه خپلواك ټيم په لس لوبغاړو وګټل.
 دوهمه لوبه د اتحاد او قل اردو كريكټ لوبډلي ترمنځ ترسره سوه چي د هغي بريا د اتحاد ډلي په ۷۵ ځغاستو خپل په ګټه تمامه كړه.
 نن په شنبه د ارغنداب الكوزي كريكټ ټيم د ارين ډلي سره لوبه كوي.
او سبا د اتحاد ډله د اتفاق سره د لوبي ډګر ته راوځي.
دغه لوبي د عينوميني د نوي ښارګوټي په كريكټ لوبغالي كي تر سره كيږي،چي لا يي تراوسه ځمكه په چمن نده پوښل سوي.
 په كندهار كي له بدني ښكلا راوروسته كريكټ يوازني ورزشي رشته ده چي ددي ولايت لپاره يي د هيواد په كچه ښي لاسته راوړني درلودلي.
 كندهاري ورزشكاران وايي كه ددي ولايت د لوبغاړو لپاره ورزشي اسانتياوي برابري سي،نو ښايي دوي تردي لاښه وځليږي.
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery