مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-09-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان . رو: تاپی (TAPI) – ټکر د ځنډ لامل

کوهاټ بدرخیل

سرچینه : (افغانستان . رو )      
ژباړونکی : کوهاټ بدرخیل


تاپی  ( ترکمنستان – افغانستان – پاکستان – هندوستان) لنډ یا مخفف نوم دی او موخه یی دافغانستان دلاری د ترکمنستان دګازو نل لیکی (پاپلین) غزول د پاکستان اوله هغه نه  د هندوستان خاوری پوری دی .

لیکونکی  : دمیتری نیکولایویچ ویرخاتوروف – د نوی «عصری»افغانستان دڅیړنو د مرکز شنونکی.

ژ :پورتنی څیړنیزمطلب د(afghanistan.ru)په ویب پاڼه کی د روان کال داګست دمیاشتی په۳۱خپورشوی دی.
لکه څرنګه چی می پخوا دځینو ژباړل شوو مطالبو په سرکرښو کی هم ویلی چی افغانستان دسیمی او نړی دټولو هیوادونو له پاره دخبرونو سرټکی جوړوی، بیاهم دتیر په څیر نړیواله ټولنه حیرانه پاته ده چی په څه ډول دافغانستان له بحران او کشالی څخه لومړی په امنیتي او بیا د اقتصادي مرستو څخه ځان خلاص کړی ، خو دتل له پاره د نړیوالي ټولنۍ د هرګام او هری پریکړې په وړاندي د سیمي اوپه خاص ډول د همسایه هیوادونو او کله ناکله همدا سترپرمختللی صنعتی هیوادونه د خپلو ستراتیژیکو او جیوپولیټکو ګټو ترمانه لاندی د همدوﺉ له خوا د ستونزو او حتا دناکامې سره مخامخ کیږي ، چی داځل به  ددی ګازو دنل لیکې دغزولو چي د افغانستان له پاره حیاتی ارزښت لري په څه ډول پلي کړاي شي .
    
د تاپی ګډون کوونکو هیوادونو ترمینځ د ترکمنستان په خاوره د دولت اباد په سیمه کی د طبعیي ګازو لیږد دافغانستان دلاری پاکستان او ورپسي د هندوستان خاوری ته  دنل لیکې غزولو په برخه کی خبري څه موده وړاندی پای ته ورسیدي.  د (تاپی) ټولو اړخونو وکولای شول د پاپلین دغزولو په برخه کی ټول اختلافات  او سیاسي ستونزی حل کړي اود افغانستان پارلمان(ولسی جرګی) د ۲۰۱۱ کال دمی په میاشت کی د ګازو دلیږد دنل لیکي پروژی دغزولو په برخه کی تړون لیک چی باید د ۲۰۱۲ کال په پیل کی د پاپلین دغزولو کار شروع شي تصویب کړ.
په ترکمنستان کی د نل لیکی دغزولو په اړوند همدا اوس ودانیز تیارې پیل شوي،او دساختمانی وسایلو د زیرمو دجوړولو ترڅنګ د (اتامورات- اکینه- اندخوی) (Atamurat-Akina-Andhoy (   ترمینځ د اور ګاډی پټلیو د جوړولو  چارو چمتووالی نیول کیږی.
د ماتی سره د ژمنو مخامخ کیدل :
د امریکا متحده ایلاتو د ۲۰۱۱ کال په شروع کی د(تاپی) افغانستان دلاری پاکستان اود هندوستان هیوادونو ته د ترکمنستان دګاز د پاپلین د پروژی د تهدید او مخنیوی په وړاندی په افغانستان کی خپله نوی ستراتیژی وړاندی کړه .  په امنیتی چارو کی د امریکا ولسمشر دمشاور مرستیال « رابرت بلیک ویل » دافغانستان په سویل(جنوب) کی د ډیرو ځاني او مالی تلفاتو په لرلو ددی سیمی ساتل ستونزمن کار دی باید د(B-plane (  پلي شي . د « ب – پلان » په پلی کولو سره په افغانستان کی د بهرنیو ځواکونو شمیره د (۱۵۰۰۰۰) څخه د (۳۰۰۰۰- ۵۰۰۰۰ ) پوری په ګړندۍ توګه راکمه او هغه هم کابل اود افغانستان شمال ته راټول شي. په دی ډول دافغانستان ټول سویل« جنوب » د کونړ څخه نیولی د نیمروز پوری طالبانو ته پریښودل(وسپارل) شي
«رابرت بلیک ویل» په  ډاډ سره ټینګار کوی او وایی چی: واشنګټن باید ومنی چی «طالبان» ژر وي او که ورو دافغانستان په سویل او ختیځ کی د پښتنو په سیمو خپل کنترول لاس ته راوړي ، ده د په اند ددی عمل د مخنیوی له پاره باید ستره قربانی ورکړل شي ؛ خبره د طالبانو په دغه یا هغه ډول ، شکل او فورم یانی د افغانستان اسلامی امارات د « پښتونستان » .....اویا کوم بل  نامه لاندی داسی دولت جوړول دی ، چی ۱۹۹۹کال څخه د ۲۰۰۱ کال پوری په افغانستان واکمني درلوده ، رایادوی.
د ترکمنستان څخه دګازو دنل لیکی دغزولو«تاپی» په برخه کې ټول توافقات د (پروژي دجوړولو ، د پاپلین د امنیت ساتلو او نورو چارو مسولیت) دافغانستان په غاړه ایښودل شوي و. کله چي دا توافقات لاسلیک کیدل ، داسي فکر کیده چي امریکایان په افغانستان کی د ډیر وخت له پاره پاتي کیږي ، تر څو دافغانستان اردو پیاوړي او غښتلي شي اود امنیتي چارو مسولیت په غاړه واخلي . که چیری امریکایی قواوی دافغانستان سویل(جنوب) څخه ووزي ،نو افغاني قواوي د ګازو دنل لیکی د غزولود جوړښت او امنیتي چارو مسولیت (ګرانټي) چي دافغانستان د جنوبي ولایتونو څخه تیریږی ضمانت نشي کولای . که په ۲۰۱۲ کال کی پیل هم شي ، څه رنګه چی دا پاپلین د (۱۰۰۰) کیلومترو په واټن د جنوبي ولایتونو څخه چی د جګړو امکانات په کي موجود دي، نو دپروژی ساختمانی چارو ځنډول د ټولی پروژی ماتی خوړلو ګواښ رامینځ ته کوي. په دی ډول د امریکایانود«B-plane  » دتاپی په اړوند ټولی هغه لاس ته راوړنی چی د ډیرو ستونزو سره سره د ګډونوالو هیوادونو په توافقاتو کی حاصلی شوی له مینځه وړی .
د چین خبره :
د ټولو خبرو سره ، سره چین دتاپی په برخه کي د خبرو تر شاه ولاړ وه، ددی پروژې ټولي چاری د چین د ګډون پرته ناممکن دي. شنونکي په دی باور وه چی د جنوب د لاری د ترکمنستان دګازو پاپلین غزول دچین په ګټه ندی ، هغه په دی خاطر چی د چین هیواد د ترکمنستان ګاز د « ترکمنستان- چین» د پاپلین له لاری چي د ۲۰۰۹ کال په پای کي یی کار بشپړ اوپه کار واچول شو اوپه دي برخه کي پلان هم موجود دي چی ددی پاپلین د لاری دګازو لیږد ته پراخوالي ورکړي.
مګر دا دنخشي(نقشي) یوه برخه ده . که چیری په غور سره هغه فاکټ ته وکتل شي چی پاکستان د چین مهم ملګری(متحد) دي اود  سیمي په ټولو هیوادونو( قرغزستان، تاجکستان، افغانستان، پاکستان او ترکمنستان) کی د چین فعال ګډون او پانګي اچوونی( سرمایه ګذاری) ته پاملرنه وشي نو د تاپی پروژه د چین د ګټو سره ډیر سمون خوري. 
لومړې: دا دسون توکي دی اودچین دمهم متحد پاکستان د اقتصادی ودې او پرمختیا له پاره امکانات برابروﺉ ؛
دوهم : دا د سیمی په یولړ او په خاص ډول د « پامیر د حوزی» په هیوادونو کی د سرمایه ګذاری له پاره ښه شرایط برابروي . د تاپی پروژی پلی کیدل د سیمی دغه هیوادونه چی تر اوسه یی په اقتصادی لحاظ ډیر کم پرمختګ کړي په پراخه ډول د چین دصنعت له پاره د خامو موادو د زیرمو په برخه کی د سرمایه ګذارې ښه سرچینه ده .
باید هیر نکړو چی د «پامیر او هندوکش» سیمه د ځمکی لاندي د ډیرو طبعیی زیرمو  اوپه خاص ډول د خاصو قیمتی منرالونو ، ډبرو او یورانیمو سیمه ده . له بله پلوه ګاز د چینایی کمپنیو له پاره د طبعیی زیرمو د رایستلو او لاسته راوړلو په خاطرپه کار دي د بیلګی په توګه : د لوګردعینک دمسو معدن له پاره ضرور دی . د ګازو لوی او غښتلي پاپلین د مسو دپاکوالی(تصفیی) دفابریکی جوړولو له پاره شرایط برابروی چی ددی معدن څخه خام مواد نه، بلکی پاخه او تصفیه شوی مس خپل هیواد ته ولیږدوی اود هغو څخه د بریښنا مزو په جوړولو او نورو برخو کی ګټه واخلي .         
د ۲۰۱۰ کال د دسمبر پر ۱۲ د تاپی په برخه کی چوکاټی توافق لاسلیک اود ۲۰۱۱ کال د اپریل په ۲۷ نیټه د چین دولتی بانک د « ترکمن ګاز» له پاره د ( ۴،۱) ملیارد ډالرو پور(کریډت) د لسو کالونو له پاره په دی شرط چی په بدل کی به یی چین ته ګاز ورکوي ، د کریدټ د ورکړی څخه  خبر ورکړ. د داسی لوی کریډت د ورکړې څخه معلومیږی چی دا لوی پور (کریډت) یواځی د ستری پروژی د جوړولو په برخه کی پانګه اچونه( سرمایه ګذاری) ده اوپه دی وخت کی همدومره لویه پروژه  یوازی تاپی وه. 
د امریکایانو د«B-plane» ټولي نخشی او محاسبی ګډی- وډي کوی، خو چین د ستونزو سره نشی مخامخ کولای ، د ۲۰۱۱ کال د اګست په ۲۷ مه نیټه د چین دنفتو – ګازو کمپنې (China National Petroleum Corp) اعلان کړه چی د ۲۰۱۵ کال پوری پلان لری  د (ترکمنستان – چین) دګازو لیږد(انتقال) دوه برابره زیات کړی اود ګازو د واردولو حجم په کال کی تر ۵۵ - ۶۰ ملیارد متر مکعب پوری ورسوی،اوس دغه پاپلین چین ته په کال کی ( ۱۳،۶ ) ملیا رده متره مکعبه ګاز لیږدوی، تر ۲۰۱۲ کال پوری دا اندازه باید (۳۰) ملیارده متره مکعبه ته پورته شي اوپه ۲۰۱۵ کال کی( ۶۰ ) ملیارده متره مکعبه ته لوړه او داهغه اندازه ده چی د « تاپی » دلاری باید انتقال شوی وای. ترکمنستان کولای شي چی « ترکمن – ګاز» ته ورکړل شوی پور(کریډت) څخه په ګټه اخیستنه بل لوری ته دخپل ګاز دانتقال پاپلین وغزوي.
د چین مشرتابه د تل له پاره داسی سیاست غوره کړی وه چی د بیړی څخه په کی ډډه شوي او دا غوره بولي چي د خطر څخه ځان لری وساتی، په همدی خاطر یی دافغانستان د حالاتو  په نظر کی نیولو سره دتاپی په برخه کی د ملاتړ ټولی خبری په افغانستان کی دحالاتو تر ثبات او ټینګښت پوری شاته غورځولی اوله دی سره چین هیڅ له لاسه نه ورکوي ، چین کولای شی چی په ۲۰۱۵ کال، په ۲۰۲۰ کال او حتا دهغه څخه وروسته  ددی پروژی دساختمانی کار له پاره د ۴ څخه تر ۵ ملیارده ډالرو پوري  ګوښی کړي.
دافغانستان له پاره پایلي :
پورتني پریکړي او فیصلي په افغانستان کی حالات نور هم کړکیچن او خرابوي :
لومړی : دافغانستان اقتصادی پرمختګ او په خاص ډول د وسله وال پوځ پیاوړتیا او امنیت ټینګښت چي داقتصادی پرمختګ پوری تړلي دﺉ ،دجدي ستونزو سره مخامخ کوی ؛
دوهم : دافغانستان حکومت د مخالفینو سره د ملې پخلایني او مصالحي په برخه کی دمهمو فاکټونو څخه بی برخی کیږی . تر دی دمخه  حکومت کولای شول مخالفینو اود هغوی لویو قوماندانانو ته دتاپی د( افغانستان دلاری دپاپلین دغزولو)  داقتصادی ګټو په برخه کی وعدي ورکړي. د ګل البدین حکمتیار سره په دی برخه کی توافق ته رسیدل او ددی پروژی دساختمانی چارو په برخه کی دهغه دملاتړ اعلان و . اوس نو معلومه نده چی پیښی څنګه پرمختګ کوي ؟ هغه مخکنیۍ توافق چی دحکمتیار سره شوي و په خپل ځای به پاتي وی اوکه نه ؟  دبحث وړ پوښتنه ده !
دا ټول په دی مانا دی چی دمخالفینو ځینی ډلي دسولۍ پروسي ته راجلب څو خپلي وسلي پرمځکه کښیږدي اود خپل سوله اییز ژوند له لاري خپلي کورنۍ وساتي ،  دافغانستان حکومت دا چانس له لاسه ورکوي اودیته اړ کیږی چی غواړی اوکه نه غواړی پرمخالفینو او طالبانو نظامی زور واچوی اود طالبانو لیکو ته دزیات زیان اړولو هڅه وشي. 
په افغانستان کی د امنیت او ثبات په برخه کی هغه پیش بینی شوی توافق چی له مخی یی د ۲۰۱۴ م او ۲۰۱۵ کالونو پوری په افغانستان کی جنګ او جګړو ته دپاي ټکي ایښودل ممکن کول  د امریکایانو بی مسولیته خبرو او بیانو د ګواښ سره مخ او افغانی امن ته لوی زیان واړوه . اوس نو هرڅه شاته پاته کیږي. د واشنګټن کار پوهانو ته پکار ده چی لومړی په خپلو وړاندیزونو ژور غور او فکر وکړی او  وروسته یی غوږونو ته ورسوي.
په اخر کی د ټولو ستونزو سره سره باید روحیات له لاسه ورنکړل شي  د تاپی پروژه که د ستونزو او ګواښ سره مخامخ وی ، کیدای شی د ترکمنستان د ګازو بدیل ددی هیواد د بریښنا انرژی دلیږد پروژی طرحه ، د اتامورات – اکینه ـ اندخوی د اورګاډی دپټلیو جوړول که د تاپی دګازو پاپلین سره برابره نده، خوپه خپله برخه کی د ارزښت وړ ده. کیدای شي چی د «افغانستان ـ ترکمنستان» د همکاریو د پراختیا اود ترکمنستان سره  سرحدی ولایتونه  چی په امنیتي برخه کی د هرځاي په انډول ارامه سیمه ده صنعتي پرمختګ ته یی پراختیا ورکړل شي. کیدای شي په دﺉ ولایتونو کی د پروژو د طرحو په برخه کی مختلف هیوادونه خپله علاقمندی وښايي .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery