مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-10-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ناروې ملي ټي وي : د سولې پروسه یې کنګل کړه

ژباړه: مجیب


ګرو هولم د ناروې د ملي تلویزیون لپاره
 -http://www.nrk.no/nyheter/verden/1.7810912

له طالبانو سره د سولې خبري اتري کنګل شوي او د افغانستان او پاکستان تر منځ ډیالوګ هم منسوخ شوی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر مرستېال جاوېد لودین پرون په اسلو کې د منطقوي غونډې په ترڅ کې د دې خبرې پخلی وکړ.
لودین دا کړنه پر نور څه سربېره د هغه کس په ترور توجېه کوي چا چې له طالبانو سره د ډیالوګ مشري کوله، یعنې برهان الدین رباني. دا یوه درنه کړنه ده، ځکه د دي منطقوي همکارۍ کیلي له پاکستان سره ده.
د افغانستان مشرۍ د نوي فکر کولو په درشل کې
  په دومره وضاحت سره به دا خبره مخکي نه وي شوي. بلکه برخلاف. ځکه په ۲۰ د سپتمبر د رباني له وژنې نه وروسته ولسمشر حامد کرزي وویل چې دا به د سولې د پروسې لپاره څه پایلي و نه لري.
خو بیا، تېره پنجشنبه د ولسمشر له ماڼۍ نه یوه اعلامیه خپره شوه چې د دې ویندویي یې کوله چې د افغانستان مشرۍ د نوي فکر کولو په درشل کې ده.
دلته له پاکستان سره ډیالوګ او په کراتو کراتو له طالبانو د جوړجاړۍ د خبرو د پرانستې غوښتنو ته اشاره کېږي، چې کم څه ځني ترلاسه شوي دي. ځکه نو د دې مملکت مشرۍ غواړي چې د امریکې له متحده ایالاتو، اروپا او هندوستان سره نژدې همکاري ته ملا وتړي. هندوستان ته اشاره دلته د پاکستان لپاره د سرې پټې د ورښودنې معني لري. موخه یې روښانه ده، او هغه پاکستان ډیالوګ او  د هغه افغاني بلواګرو پر حمايي غورکولو ته اړ ایستل دي چې د پاکستان له خاورې نه عملیات کوي.
رباني په افغانستان کې د سولې د شورا مشر وو او د یو ډېر منلي تاجک په توګه به یې د دې غمه خوړه چې د مخکني شمالي اتحاد جګړه مار له پښتون مسلطه طالبانو سره د سولي د خبرو اترو ملاتړ وکړي.     
 د سولي مخامخ خبرواترو ته د پای د ټکي ایښودنه
له افغانستان نه بهر او دننه ډېري غونډي نیول شوي وې. هغه یوه چې باید وروستۍ وای د رباني کره یې انتظام شوی وو.
که د افغانستان د بهرنیو چارو د وزير د مرستېال جاوېد لودین ومنو د طالبانو یو قاصدپه پټکي کې د یو بمب په درلودو سره د سولې مخامخ خبرو اترو ته د اوس لپاره د پای ټکی کېښود. د دې مملکت د دفاعې چارو وزیر د دې ترور د څېړنې د کمیسیون مشري کوي او دا څه لوی راز هم نه دی چې د پاکستان په څارګرۍ شک کېږي چې پدې لوبه کې ښکېل وي. خو د پاکستان لپاره د سولې تر چټک راتګه دا مهمتره ده چې په دې کنترول ولري  چې په کابل کې څوک د قدرت پر غدی ناست دی او څوک هلته نفوذ لري. ځکه خو د دې مملکت د څارګرۍ اداره پر نورو سربېره د افغانستان د پولې پر لور پرتو منطقو کې د حقانې د ډېرې متشددې شبکې حمایي ته ادامه ورکوي. د څارګرۍ مشر جنرال پاشاه د پنجشنبې په ورځ دا روښانه کړه چې د یادې شبکې په مقابل کې د هیڅ ډول پوځي عملیاتو پلان نشته، لکه څنګه چې د امریکې متحده ایالاتو یې په کراتو غوښتنه کړي وه. په ورته ډول لومړي وزیر ګیلاني هم د امریکې متحده ایالاتو ته پر پاکستان د فشار راوړلو په مقابل کې ګواښ کړی وو. له ۲۰۰۱ کال نه راپدېخوا له پاکستان سره رابطه له یوې خوا او د امریکې د متحده ایالاتو او افغانستان تر منځ له بلې خوا، اوس تر بل هر وخت بدتره شوي.
اساسي کیلي د پاکستان په لاس کې ده
شپږ دولتونه، په هغوی کې ایران، چین، او ازبکستان له افغانستان سره شریکه پوله لري. خو پاکستان د پاتي دولتونو د چلند د څرنګوالي اساسي کیلي په لاس کې لري. په ټول افغانستان کې د پاییداره سولې راتګ شونی دی خو که یوازي پاکستان دې ته ملا وتړي چې د هغه ګروپونو شبکې وځپي چې د طالبانو او القاعده حمایه کوي.
دا به بیا هغه وسله واله ازبکي اسلامیستان کمزوري کړي چې موخه یې د رژیم سقوط او د یو اسلامي دولت بسېا کول دي. دا به د چینایي اویغورو هغه وسله وال غورځنګ هم کمزوری کړي چې د بېجینګ د رژیم په مقابل کې یوه ډېره بېنتیجې جګړه مخته وړي.
ایران به په شمال او لویدیځ کې خپلو ملګرو ته د وسلې او بل هر ډول حمایي د ورکړې پر مټ د مداخلې لپاره کم دلایل ولري. په ورته وخت کې به دا هم ګرانتره شي چې حتئ د ۲۰۱۴ کال نه په وروروسته موده کې دي د امریکایي هډو د شتون په هکله، چې اوس یې د یو اوږدمهاله ستراتېژیکه همکارۍ د یوې برخې په توګه په هکله خبري اتري کېږي، استدلال وشي.
پاکستان د امریکې پر متحده ایالاتو اعتبار نه لري
خو دا به کله هم پېښ نه شي چې پاکستان دي هغه شبکې وځپي چې ، په افغانستان کې د هندي پښې ټینګېدنې په مقابله کې د پاکستان ساتنه کوي.
پاکستان پر امریکې اعتماد نه لري، دوی پر امریکایانو بې باوره دي چې هغوی به د ټولو یا ډېریو سرتېرو د وتلو د ورځې له رارسېدو وروسته د دوی د ګټو ساتنه وکړي. امریکایي ډرونونه او د پیسو د ځنډونې ګواښونه بېنتیجي دي.
د اوباما دا  ژمنه چې د پاکستان په مقابل کي به یې په موقف کې بدلون نه راځي، نه ده تعقیب شوي. د امریکې متحده ایالات د هغه لږ څه ښه نېت چې لا د پاکستان په سیاسي او پوځي نخبه ګانو کې پاتي دی، محتاجه ده.
د کشمیر په هکله باید یوې موافقې ته سره ورسېږي
هندوستان او پاکستان باید مخکي له دې نه چې پاکستان د افغاني بلواګرو له حمایي نه لاس واخلي د کشمیر په هکله یوې موافقې ته سره ورسېږي. د داسي یوې موافقې څرک نه لیدل کېږي او دا بیا په خپل ذات کې کومه ګرانتي هم نه ده. 
د افغانستان بدبخته قسمت  دا دی چې هغه ناوي واوسي چې هیڅڅوک یې اصلا غواړي نه خو ټول په دې دې کې همنظره دي چې د بل چا به هم نه کېږي. او بیخي خپلواکه خو بیا دا په هېڅ حال د دې وس نه لري چې ځان د خپل کور مېرمنه کړي. 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery