مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-06-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له افغانستانه د شنو سترګو وتل: بحثونه ګرمیږي

ژباړن: وسیم سجاد،

لیکوال: جیم لاب
منبع: الجزیره انګریزي
ژباړن: وسیم سجاد، کابل
نیټه: جون۲۰۱۱،۱۰
د ډیموکراتانو او ریپبلِکن یوه ډله غړي غواړي چی د ۳،۰۰۰ عسکرو په ځای دی ۱۵،۰۰۰ وویستل شي.
هغه مهال ویش ته چی امریکایان به خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي، دری اونی پاتی دي. داچی په اوله جوپه کی به څومره افغانستان پریږدي، بحثونه ورځ په ورځ زور اخلي.
پنتاګون چی د جنګ پلوه ډلو په لاس کی دی، خوش بینه ښکاري او وایی چی د اوباما لخوا لیږل شوو ۳۰،۰۰۰ عسکرو په طالبانو کړی تنګه کړی.
څومره چی وس کیږي، هومره باید کم امریکایی ځواکونه افغانستان پریږدي، کنه ټولی راغلی لاس ته راوړنی به له یوی مخی په اوبو لاهو شي.

جان مکین، د ریپبلِکن د ۲۰۰۸ کال د ټاکنیز کمپاین نوماند فینانشل ټایمز ته ویلي: امید دی چی د ویستونکو عسکرو تعداد کم وي. که ۳،۰۰۰ وي نو ښه به وي. مونږ له طالبانو سره بله جګړه لرو. خو بله خوا د اوباما سیاسی مشاور-نورم ډیکز- چی نن سبا یی خبری اکثریت دیموکرات او کم خو امیدوارونکی تعداد ریپبلِکن مني او اوري په حکومت زور راوړي چی تر حد الامکانه د امریکایی عسکرو تعداد په افغانستان کی کم کړي.
کله چی په کانګرِس کی د پنتاګون (دامریکی دفاع وزارت) په بودیجه بحث کیده نو نورم ډیکز لړزوونکی خبری وکړی: څومره چی کیږي باید د ویستلو دغه بهیر باید ګړندی شي. امریکایان دزړه له کومي هیله لري چی دغه فصل د ۲۰۱۴ څخه ترمخه بند شي. جنګ ورځ تر بلی ستړی کوونکی کیږي.

اوباما وعده کړی وه چی لومړني ویستل به ډیر اړین وي خو داچی څه وخت، او څومره عسکر به ویستل کیږي، اوباما دا ټولی خبری پټی ساتلی دي. ددی راز داری یو امکان به داوي چی اوباما به غواړي ترڅو ددی ټولو پیښو په اړه خبری، پیشنهادات له فارغیدونکي (تقاعد کیدونکي) دفاع وزیر رابرټ ګیټس واوري.
اوباما دی تیرو ورځو کی افغانستان ته د خدای په امانی په دری ورځني سفر تللی وو ترڅو له جنګی سروالانو سره دپیښو او حالاتو په اړه خبری وکړي، ترڅو د جګړی جاج له نږدی واخلي.

\دویستلو او نه ویستلو خبرو هغه وخت زور واخیست کله چی د می په دویمه اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کی فوځی اډی ته نږدی چیری چی نوموړی د شپږو کلونو راهیسی اوسیده، دامریکی د ځانګړي قواوو لخوا له منځه ویوړل شو. خو اوس به پنتاګون او د امریکی ملکی متحدین هڅه کوي ترڅو اوباما باندی زور راوړي ترڅو د ویستونکو عسکرو تعداد ډیر نه وي.
خو د بن لادن وژنی د جګړی منتقدین لا وپارول. دوی له پخوا ویل چی د امریکی جنګی ستراتیژي او ددوی جګړیز عملیات له اوله په افغانستان کی په غلطه وو.
متیو هو، چا چی افغانستان کی د افغانستان د مطالعاتو ګروپ رهبري هم د یو فوځی او هم د خارجه وزارت وزارت د یو مشاور په حیث مخکی بولی وایی: مونږ په افغانستان کی له ملا نیولی تر سینی پوری غرق شولو.

بله خوا په کانګرس کی د امریکی په کیدونکو مصارفو هم په لوړه کچه بحثونه روان دي. په افغانستان کی د امریکی میاشتنی مصارف ۱۰ بلیونه امریکایی ډالر دي چی ۳۰۰ ملیونه هغه امریکایی ډالر چی په پرمختیایی پروژو کی مصرفیږي پکی نه دي حساب شوي.
بل دلیل چی کانګرس پری خفه دی، په لیبیا کی د امریکی روان عملیات دي. همدا ډول کانګرس له اوباما د هغی مسودی په اړه چی د ۶۹۰ بلیون ډالرو دی او کانګرس ته د ترمیم او اجازی لپاره وړاندی شوی له اوباما کاري پلان غواړي چی باید واضح کړي څومره عسکر به وځی او افغان حکومت ته د واک د انتقال د څرنګوالي او مهال ویش په اړه مالومات ورکړي. .

برنی مسوده په ۲۰۴-۲۱۵ رایو رد شوه. له ټولو خواوو یی رایی اخیستی وی چی ددیموکراتانو ټولی رایی ۸ او د ریپبلِکن ۲۶ حساب شوی وی. دا د خپل وخت بی شانه ردِ عمل وو. دغی مسودی تقریباً۴۲ اضافی رایی له خپل ورته مسودی څخه چی تیر کال وو کانګرس ته وړاندی شوی وه ډیری رایی اخیستي.

په دومره غټ اکثریت سره د برنی ترمیم رد د هغو چی د جګړی خلاف دي، قوت ښیی. د واشنګټن پوست ورځپاڼی او ای.بی.سی تلویزونی چینل سروی ښیی چی د جګړی په مخالفینو کی له ۴۱ فیصدو ( سروی چی په تیر مارچ ۲۰۱۱ کی ترسره شوی وه) د بن لادن تر مرګ وروسته تر ۴۳ فیصدو لوړوالی راغلی دی.
له څلورو څخه دری رای ورکونکي په دغه اوړي کی د ځواکونو د ویستلو په اړه مثبت نظر لري. بله خوا کیمبرلی او فریډریک کګن چی د فوځي چارو ماهرین او په افغانستان کی د امریکی ځواکونو فارغیدونکی فوځي قوماندان جنرال پیټریوس دوستان هم دي په خپله اوسنی لیکنه چی په وال سټریټ جورنال کی خپره شوی له افغانستانه د امریکایی ځواکونو ویستل له یوه سره کفر بولي او لیکي چی په دی اړه هیڅ منطقی دلیل وجود نه لري چی ځواکونه دی له افغانستانه وویستل شي. دوی حتی اوباما ته اخطار هم ورکوي که ۳۰،۰۰۰ عسکر له افغانستانه وویستل شي نو د جګړی بایلل حتمي دي. بله خوا ګیټس هم دډیرو ځواکونو له ویستلو سره موافق نه دی.

د جګړی د ناکامیو سیوری په دواړو ګوندونو هغه که دیمو کرات دي او که ریپبلِکن، غورځیدلی دی. بله خوا جان کیری چی دسنا د باندنیو اړیکو مشري هم په غاړه لري د امریکی د مرستو په اړه چی په ملکي برخه کی شوی شکونه لري. دده ددی خبرو ملاتړ ریپبلِکن سناتور ریچارډ لوګر هم وکړ: باوجودیکی چی لس کاله په افغانستان کی سرمایه ګذاري کوو، او په سیمه کی فعال رول لرو خو بیا هم مونږ ونشو کولای چی سیاسی او یا هم کوم نظامی حل راوباسو. مونږ باید پرمختګ کړی وای ځکه چی کلنی مصرف مو هوری ۱۰۰ بلیونه ډالر دی، اوس نو سوال زمونږ د ستراتیژی په اړه پیداکیږي چی ایا موثره دی او کنه؟ ایا زمونږ ملی ګټی ساتلی شي او کنه؟ په افغانستان کی می ایمان دشوو مرستو د اغیزمنتوب په اړه له لاسه ورکړیدی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery