مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-10-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دشپیګل انلاین : افغانستان بندیخانو کې شکنجې

ژباړه : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

  شپیګل انلاین ویبپاڼه   
 لیکوال         :    یوهانس کورګه
      ژباړه        :    سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
           

نوییم  بلاک کې  دوز خ
د بندیان سره مرکې داښیي چې بندیان سخت وهول ، ټکول   او کړول شوي ،بریښنایي شوکونه او جټکې ورکړل شوي  او د مرګ ګواښونه ورته شوي دي . دافغانستان په اړه  د ملګروملتو  م م  دغه رپوټ د بشر  د حقوقو فعالین ډیر  خواشیني کړل، خو لږ حیران کړل . ځکه خلکو له کلونو څخه د دغو ناوړه اعمالو  په اړه شکایتونه کړي وو،خوهیڅ څه کم بدلون په کې رانه  غلي  . د هیواد د کورنیو چارو وزارت دغه رپوټونه منلي  او په اړه یي څیړني پیل کړي دي .
کابل  :   دا ډیرې  زړه بوګنوونکې پیښې او صحنې دي، کوم چې  افغان بندیان  دافغاني بندیخانو څخه بیانوي . په بریښنايي  کیبلونو باندې وهل ،بریښنایي شوکونه یا جټکې، په مرګ ګواښل  او داسي نور ناوړه چلندونه   .            د م  م   یوځانګړي  رپوټ  دغه شوکورکونکې  ، ربړونکې حالات او  شکنجې  را بیرسیره کړي .
 

دافغانستان  د کندهار په زندان   کې شکنجه   یوه نورماله خبره ده .

حقوقي دعوا
د بشر د حقوقو سازمانو د دغې زړبوګنوونکې څیړني په اړه سخت غبرګون وښود . دوی په هیواد کې  د بهرنیو پوځې ځواکونو په وړاندې سختي ګوټ نیوکې  راپورته کړي . دعفي او بښنې  نړیوال سازمان وایي ،زموږله خوا  د نړیوالي ټولنې سوله ساتونکې ځواکونه ،، ایساف،،  ته  د هیواد په بندیخانو کې  د ناوړو حالاتو په  اړه خبر داري ورکړل شوي وو . د دې په ځاې چې  دوی غبرګون وښایي ، د ایساف څخه حالات بلکل له کنټروله وتلي وو  . په سیمه کې دعفي او بښنې  نړیوال سازمان  غړي سم ظریفي وايي .
اوس حکومتونه  مسوول دي چې توضیح کړي ،څنګه د دوی  په شتون کې  داسي  ناړوه چلند او پیښي ترسره شوي دي . دعفي او بښني نړیوال سازمان  د سپټمبر په میاشت کې د دغې څیړني دټولو جزیاتو له کنتي څخه ورسته  غبرګون  هم ښودلي  وو .
م م   خپل ۸۴  مخیزه  رپوټ   په ډیرو سختو  او حیرانوونکو ټکو کې لیکلي دي، چې د افغان د بندیخا نو د ډیوالونو تر شا له بندیانو سره څنګه  بد چلند کیږي او څه تیریږي  .
 دغه  ۳۷۱ میړه  بندیان   د م م  د غږولو او مرکو پر مهال  بې نامه وو او  یواځې  یو نمبر  یا شمیره يي  درلوده .             مستنتقینو له بریښنایي کیبلونو څخه استفاده کړي ده . يو بندي وايي ، زه  په کیبلونو باندې  لاسو نو ته  وهلي شوي  یم ، هر ځل به يي راته ویل، موږ به تا ووژنو که ته په جرم اقرار او اعتراف  و نه کړي .  یوبل بندي وايي ، دوی ما ته په ساعتونو ساعتونو  شکنجه را کړي ده . دوی  زه په لاسونوباندې  پر سپنیزه دوروازه ځوړنډ ولم   . زما مخ  په یوه کڅوړه کې پټ وو. ډیر ځنډ ورسته  بیا دوی  پیل کاوه او زه به يي  په پلاستیکې ډنډو پښو ته وهلم  .  ۲۴۳  تم  بندې په دغه رپوټ کې  وايي ،  زه  يي  په تناسلي  اله کې هم  ډیر سخت وهلي یم . دغه مرکې او خبري  ټولو په یو ډول کړي دي .         
                                                              
دغه رپوټ د بندیانو سره  د بد او ناوړه  چلند کچه ورښیي .
د غه رپوټ په  ډیر پاڼو کې لیکل شوي دی .  د م م  د پلټنې پر بنسټ  په ډیرو  بندیان کې  د شکنجې نښې نښاني  له ورایه  لیدل کیږي  . ددوی  ټپونه د دوی د ځورولو شکنجو کیسو سره سمون خوري  . دغه رپوټ  نه یواځې په خپلو جزیاتو کې دقیق دی، بلکې دغه رپوټ یوه  جوته  شمیره  د بندیانود ځورولو، ربړولو او شکنجې ور ښيي .
د م م په چوکاټ کې د دوی  سیمیزه  چارواکې  تر فشار لاندې دي .  د م م د قوانینو پربنسټ شکنچه د بشري حقوقو څخه په ښکاره سر غړونه   او ستر جرم  ګڼل کیږي  . دغه عمل په نړیوالو قوانینو او  د افغانستان په قوانینو کې جرم دی .  له همدې امله د دغو پیښو  مسوولین باید مجازات شي ،د افغانستان لپاره  د  م م  د بشر د حقوقو مسوول او د م  م  د مرستو دانسجام ادارې يا یوناما   مشر وویل .  ده دا هم وویل چې سیمیزه  دولتي چارواکو د پلټنو پر مهال له  یوناما  سره ښه همکاري کړي ده .
اټکل یو کال له بندیاتو سره  مرکې ، پوښتنې   او پلټنې شوي دي .
د م م چارواکو ددې  رپوټ  دبرابرلو لپاره ډير مصارف  تر سره کړي  هم دي ، تر څو دوی  له ۳۰۰ میړه بندیانو  چې  په وسله والو نښتو کې نیول شي وو، خپلواکې خبري اترې او مرکې  وکړي  .                                                                     م م  په ټول هیواد کې ۴۷ بندیخانو کې  له بندیانو څخه لیدنه کړي ده . د پلټنو ،پوښتنو او مرکو  پرمهال  هېڅ   دپولیسو ساتونکې شتون نه درلود. مرکې اوخبرې اترې د بندیانو په مورني ژبه کې  ترسره شوي دي .  دافغان بندیانو سره دغه پلټنې او پښتنې  په نهو میاشتو کې د ۲۰۱۰ اوکتوبر څخه تر ۲۰۱۱ اګست میاشت پوري په پرلپسي توګه  تر سره شوي دي . 

م م  وايي، پلټنې ښايي چې یواځې د افغانستان د ملي پولیسو په بندیخانو کې دبندیانوسره  ددریمې برخي څخه ډیر  شکنجه او ناوړه چلند  شوي دی .

حقوقي دعوا
د م م  رپوټ پر بنسټ  حالات د ملي امنیت یا استخباراتو په بندیخانو کې تر دې هم بد تره وو  . دلته د ټولو پوښتل شویو  بندیانو څخه   ۴۶ سلنې د بند په موده کې لږ تر لږه یو وار  د دوی په وړاندې د  درندو شکنجې له میتودونو څخه کار اخیستل شوي  .  په  دولت باندې  د م م  رپوټ   تورنه ښیي چې دا کوم خل خل پیښې نه دي،  بلکې په  سیستماتیک ډول په بندیخانو کې شکنجې تر سره شوي  دي  .

 نوییم بلاک کې ځورول  او رټل
رپوټ په ځانګړي ډول په  نوییم  ګوښمناکه بلاک کې  ساتل شویو بندیانوله ځورولو  څخه  خبر ورکوي .  دلته دملي امنیت په  ریاست کې  په ترهګریو جرمونو تورنوکسان او نور د دولت دښمنان بندیان دي . شکجه او ځورول په ډلیزه ډول  او په لیکو کې هم  تر سره شوي دي . د ۲۸ بندیانو څخه دوو کسانو وویل چې دوی د خپل بند په موده کې له شکنجوڅخه بچ  پاتي شوي دي . د دولت د دښمنانوپه منځ کې تنکې ځوانانو هم شتون درلود . دوی هر ځل  په مرکو کې  بندیخانه د دوزخ سره پرتله کوله .
د افغانستان دولت غبرګون په دې اړه ډیر  پڅ وو، په کابل کې د کورنیو چارو وزارت  وویل ،موږ به دا  رپوټ  واخلو او په راتلوونکې څو ورځو کې به خپل غبرګون  څرګند کړو . چارواکو و منله چې ځینې تیروتنې تر سره شوي دي او وعده يي وکړه چې د دغې  پرابلم د حل  په برخه کې  به کار وکړي .
پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery