مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-10-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پوهنتون د شپږو لوبډلو ترمنځ د كريكټ لوبي پيل سوي

رفيع الله غورځنګ
يوازني څه ورزش دي چي د انسان د روغتيا ضامن كوي،او ورسره د ورځني بوختيا په ښه اجرا كولو كي مرسته كوي.
 په هيواد كي د ورزش اصلي سرچيني پوهنتون او ښوونځي ګڼل كيږي.
نن په يكشنبه د كندهار پوهنتون په انګړ كي د شپږو پوهنځيو ترمنځ د كريكټ لس ورځني لوبي پيل سوي.
 له يوه پلوه محصلين ورزش د مريضيو او شخصي دفع لپاره مهم ګڼي،خو له بلي خوا د اړوندو چارواكو غواړي چي ددوي لپاره دي دوامداره لوبي جوړي كړي.
 بلخوا د كندهار د سپورت او بدنې روزني امر محمدالله ګلالي بيا وايي چي ددوي سره د كندهار پوهنتون دوې واليبال لوبډلي ثبت دي.
 خو دي زياتوي چي د پوهنتون د نورو رشتو لوبغاړي د وړتيا او استعداد په بنسټ غوره كوي.
 هيره دي نه وي چي په كندهار پوهنتون كي د كريكټ ترڅنګ د واليبال،كيك بوكس، او فوټبال رشتي هم په خپل وخت لوبي او سيالي ترسره كوي.
 د پوهنتون د واليبال لوبغاړي د ولايت په كچه ښه لاسته راوړني لري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery