مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-10-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کندهار فتبال : مونږ پدي شاته يو چي مسلكي روزونكي نه لرو.

رفيع الله غورځنګ

د كندهار تر ټولو لوي احمدشاهي لوبغالي د تيرو څلور ورځو راهيسي د ولايتي شورا د پخواني رئيس احمدولي كرزي په نامه د فوټبال لوبو كوربه دي.
 د كندهار الف متخب ټيم تردي مهال د فراه او چمن لوبډلو سره لوبي كړي او ورځيني ګټلي يي دي.
 د متخبي ډلي لوبغاړي له يوه پلوه د المپيك امريت له لوري ورته د سياليو جوړول غنيمت ګڼي خو له بلي خوا ددوي د وړتياوو د لا لړولو لپاره د مسلكي روزونكو غوښتنه كوي.
 عبدالسيمع غيرتمل (( هغه ټرينران چي مونږ ته روزنه راكوي هغوي د پخواني فوټبال پر لاره راون دي.كه مونږ ته بايد داسي روزونكي ښوونه راكړي،چي هغه د فوټبال د نوي تاكتيكونو او تخنيكونو سره بدل وي.))
 زيدان (( مونږ د المپيك امريت او فوټبال فدراسيون څخه مننه كوو،چي دغه سيالي يي زمونږ لپاره په لاره واچولي))
 بلخوا د المپيك امر محمدالله ګلالي وايي چي د مسلكي روزونكو د موندلو لپاره يي هڅي رواني دي.
 دي زياتوي چي د ايران كونسلګري ورسره ژمنه كړي،چي په نژدي راتلونكي كي به ورته له خپل هيواده تكړه ټرينران راليږي.
 خو د فوټبال فدراسيون فني مرستيال ورزشي اخلاقو ته ژميتا د فوټبال د كچي لوړيدا مهم شرط بولي.
 د چهارشنبه په شپه كندهار د چمن په وړاندي څلور ګوله وكړه،چي د نندارچيانو له تود هركلي سره مل سوه.
 نندارچيان له فوټبالرانو د ښي او د فوټبال په قوانينو برابري لوبي غوښتنه كوي.
اوس په كندهار كي د پخوا په پرتله لوبغالو كي د نندارچيانو شميره ډيره كمه وي.
په ورزشي چارو پوه كسان وايي كه د كندهاري فوټبالرانو لپاره نړيوال روزونكي په دندي وګمارل سي ښايي د ورزشكارانو د وړتيا لوړاوي ترڅنګ نور ځوانان هم ورزش ته وهڅيږي.
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery