مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-10-26   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د سوداګرۍ وزير د خوست د سوداګرو سره وليدل

 اودين

سوداګرۍ او صنایعو وزیر انورالحق احدي نن په خوست ولایت کې له ګڼو سوداګرو سره وکتل.
په هغه غونډه کې چې نن د خوست ولایت په مېلمستون کې جوړه شوې وه د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو وزیر، د خوست والي عبدالجبار نعیمي، په ولسي جرګه کې د خوست ولایت ځینو استازو او ملي سوداګرو ګډون کړی و.
په دغه غونډه کې د خوست سوداګرو وویل، چې په تېرو کلونو کې دغه ولایت ته پاملرنه نه ده شوې او دوی په سختو ستونزو کې سوداګري کوي.
دغو سوداګرو د سوداګرۍ او صنایعو له وزیر څخه د دوی ستونزو او خوست ولایت ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د خوست سوداګرو وويل له تېرو څو کلونو راهیسې له دغه ولایت سره د صنعتي پارک ژمنه شوې او د ولایت مقام له لوري ورته څلور سوه جرېبه دولتي ځمکه هم ورکړل شوې، خو تر اوسه پرې کار نه دی شوی.
نوموړي د سوداګرۍ له وزیر څخه غوښتنه وکړه، چې پر دغه صنعتي پارک کار وکړي او که د برېښنا ستونزه په مخکې وي یا یې دې له پاکستان څخه وارده کړي او یا یې دې هم له شمالي ولایتونو څخه سوېل ختیځ ته وغځوي.
له هغه وروسته د سوداګرۍ وزیر او د خوست سوداګر په اسماعیل خېلو ولسوالۍ کې له هغې ځمکې لیدنه وکړه، چې د صنعتي پارک جوړلو ته ځانګړې شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې د سوداګرۍ او صنایعو وزیر تېره ورځ خوست ته سفر کړی او ډېر تمرکز یې پر اقتصادي برخو دی، چې په همدې لړ کې یې تېره ورځ د غلام خان د بندر د رسمي کولو ژمنه وکړه.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery