مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-11-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په كندهار كي د غيږي لوبي رواني دي

رفيع الله غورځنګ

 


د كندهار د دامان ولسوالي په سيمه كي د غيږنيوني دوديزي لوبي له تيرو دريو ورځو راهيسي ادامه لري.
 د غيږنيوني لوبو د هيواد له ملي او عنعنوي لوبو څخه شميرل كيږي،چي ډيري وخت يي څرك د خوښي په مراسمو كي ليدل كيږي.
 دغه لوبي هم د دري سوه تنه لوبغاړو ترمنځ د لوي اختر په مناسبت دري ورځي وړاندي پيل سوي وي،او تر سبا يكشنبي ورځي به نور هم وغځيږي.
 له يوه پلوه لوبغاړي ددي لوبو خوښ وو،خو له بلي خوايي امنيتي ستونزي ددوي په وړاندي لويه ننګونه بلل.
 د لوبغاړو باور دادي كه له يوي خوا ددوي امنيت خوندي سي،او له بلي خوا د غيږي ځاي ځاګي معلوم سي،نو غيږ به د پرختګ پړاوو ته داخل سي.
 خو د كندهار د المپيك امر محمدالله ګلالي بيا وايي چي د المپيك ملي كميټي ورسره ژمنه كړي،ترڅو په راتلونكي ۱۳۹۱م كال كي به ورته د عينوميني په سيمه كي كمپليكس جوړوي.
 نوموړي زياتوي چي پدغه ستر لوبغالي كي به غيږي ته هم ځاي وركړي.
هرات او كندهار د هيواد هغه ولايتونه دي چي غيږه يي بي ساري ده،خو په دي كي اړوندو چارواكو د نه پاملرني غيږه كمرنګه كړي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery