مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-11-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د كندهار د بيسبال لوبډلي د اسيا فدراسيون غړي سو

رفيع الله غورځنګ
څه موده وړاندي د بيسبال اسيايي فدراسيون د افغان ملي لوبغاړو لاسته راوړنو ته په كتي دوي خپل غړي ومنل.
 د ملي بيسبال ټوله لوبډله د كندهارې ورزشكارانو څخه تشكيل او جوړه ده.
دا د هيواد د بيسبال فدراسيون مشرانو جنوبي كوريا ته سفر يوه مهمه لاسته راوړنه وه.
 ددي فدراسيون مشر حميد اغا وايي.
(( مونږ د نومبر په څلورمه جنوبي كوريا ته سفر كړي وو،چي په لړ كي يي هغوي مونږ ته د اسيا غړيتوب راكړ.مونږ دوه كاله وړاندي ددي لوبي د نوملړ په ۱۶۴م مقام كي قرار درلود،خو اوس ۳۶م ځاي ته رارسيدلي يو.))
 بلخوا د اسيايي فدراسيون غړيتوب يوازي دانه چي د كندهار لپاره وياړ دي بلكي دا د هيواد په سطحه د ورزش يوه لويه بريا ده.
 دا خبره ددي لوبي ورزشكاران كوي.
د هيواد بيسبال ملي ټيم څه موده وړاندي په د پاكستان په كوربتوب په سارك لوبو كي دريم ځاي ترلاسه كړ.
 نيپال ته د ماتي وركوني وروسته كندهار لوبغاړو ته نړيوال ګوته په غاښ سول.
د كندهاري ورزشكارانو په ډيرو كمو برخو كي داشان لاسته راوړني ليدل كيږي.
خو ورزشكاران وايي كه دوي وروزل سي نو په نړي كي به يي سيال نه وي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery