مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-11-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

امریکا باید دافغانستان په اړه خپل تګلوری بدل کړي

ژباړن : حضرت خان منګل

دیوید کیلنګ(David J. Keeling)لیکوال:
 ژباړن : حضرت خان منګل

په افغانستان کې دامریکا پالیسي ناکامه وه . که څه هم لومړني جیوپولېټیکل منطق دا وو، چې طالبان له واکه لرې او القاعده له منځه یوسی ، خووروسته داسې تصمیمونه ونیول شول چې دسېمې جغرافیه او کلتور په اساسي توګه په پام کې ونه نیول شول . طالبانوقدرت بیا زیات شوی ، په ولایتونوکې امنیتی ستونزوزورموندلی یوازې کابل نسبي آرام ولایت دی. دکوکنارواوسنی تولید ، دنړۍ په مارکېټونو کې ۶۰۰ټنه هیرویین وړاندې کوي. بن لادن تر اوسه ژوندی دی او دپاکستان دقبایلوله خواه ساتل کیږي(لېکنه داسامه له وژنې مخکې شوې). دامریکاپالیسي جوړونکي باید افغانستان کې ډېر ژر خپله لار بدله کړي ،اودخپلې پالیسي دپرمختګ لپاره  باید په سیمې پورې اړونده پالیسي رامنځ ته کړي.

دتېرکال په اوږدو کې خپاره شوي شواهد په ډاګه کوي چې ۲۰۰۳کال په عراق باندې دامریکا یرغل اوورپسې دهغه اشغال ، امریکا دافغانستان له ماموریت د لاسته راوړنې څخه منحرفه کړې . په افغانستان کې ډیموکراسي نن داسې ناشونې برېښي لکه داتیایمې لیسزې پرمهال دروسي یرغل ناکامه لار.

که څه هم یوڅه بیا رغاونه شوې، دهېواد ملی عاید یوڅه پرمختګ وکړ، زیات شمېر ښځوزدکړې ته مخه کړه، خو حالت په افغانستان کې دزیاتو خلکولپاره ویرونکی دی . سړکونه وران دي، کرهنه په سم حالت کې نه ده ، کابل نه دباندې ټیکاو یوه سخته ستونزه ده، سیمه ایز جنګ سالاران پرله پسې هڅه کوي چې پالېسیوته سیمه ایز شکل ورکړي.
 دهېواد په جغرافیی اوکلتور نه پوهېدل  چې دا هېواد په کوم ډول جوړشوی ، دامریکا دناکامې پالیسۍ لامل دی .
دسېمې جیوپولېټیکل وضعیت ته لږه پاملرنه وشوله ، په ځانګړي توګه د سیمې اړیکې دپاکستان، ایران، او مرکزي آسیا هېوادونو سره . 
پالیسي جوړونکو افغانستان ته دیو متجانس سیاسي اوکلتوري  هېواد په سترګه کتل، اوفکر کېده چې (افغانیت)دراتلونکي ولسواک هېواد بنسټ کېدای شي. 

په حقیقت کې هېواد دزیاتو ډلو اوقبیلو لکه پښتانه ، تاجک ، هزاره ، ازبکو او نورستانیانو اوداسې نورو څخه جوړ شوی .دبېلګې په توګه پښتو او دري دایرانۍ ژبې برخه دي(دلته لېکوال تېروتنه کړې پښتو اودري دواړه په اریایی ژبوکې خپله مخینه لري) ، په داسې حال کې چې ازبک او ترکمن قبېلې بیا په ترکۍ لهجه خبرې کوي.
 په عمل کې افغانۍ هویت ډېرپرسیمې اړوند هویت دی نه ملی هویت،چې دقبیلې، طایفې، توکمیز ، ژبني اویا دمیشتې سیمې پورې اړوندېږي.

دافغانستان په جیوپولیټیک کې درهر ملی هویت څخه ، سیمه ایزه جغرافیه اوکلتور زیات مهم دي، دامریکا پالېسي ددې په پېژندګلوي کې اودیوې داسې پالیسۍ په جوړولو کې چې د سیمه ایز جوړښت پر اساس وي ، پاتې راغله .
بله موضوع چې سیمه ایز جیوپولېټیک یی پېچلي ،په تاریخي لحاظ دپاکستان په نیمه یی لویدځه برخه باندې دپښتانو کنټرول دی. اوسمهال پښتانه لودیځ پاکستان دلوی پښتونستان یوه برخه بولي،چې دا پخپله بهرنیو قدرتونولپاره یو بل ګواښ دی ،ځکه دوی هڅه کوي چې سیمه ایزې سیاسي او اقتصادي پالېسۍ پرمخ بوزي.
 داچې ویل کېږي اسامه بن لادن په قبایلي سیمو کې پټ دی ، پالیسۍ جوړونکولپاره یوښکاره پیغام دی چې په دې سیمه کې ټول سیاست سیمه ایز او قبیله یی دی.

په  سیمې پورې اړوند پالیسي به  نړیوال ایتلاف خپلوموخوته ډېر زر اوپه ډېر ډاډمن ډول ورسوي.
 افغانستان له پاسه – ښکته لور ته نشي جوړیدای ،او نه بې له دې قبایلی جوړښت څخه یو ولسواک هېواد منځ ته راتلای شي.افغانستان په ۲۱پېړۍ کې دیو مشروع سیاسی هېواد په توګه هله پاتې کیدای شي ، که دسویس سیاسي جوړښت ورته دیوماډل په توګه په پام کې ونیول  شي.سیمه ایزمسایلوته پاملرنه  دهېواد دملی پالیسي دملا تیر جوړوي،چې یو کمزوری ملی قدرت په مرکز کې وي او دسیمه ایز وحکومتونود کړۍ ملاتړ وکړي .

له ښکته څخه سیمه ایز پرمختګ، سړکونه ، دریل پټلۍ، ښونځي، روغتونونه ، سوداګري، باید دامریکا او نورو نړیوالو  لپاره لومړنۍ دنده وي.بل هرڅه به، افغانستان یوځل بیا دشخړو اوبدبختیو په  لسیزه ورګډ کړي او په لرو پرتو سیمو به بیا طالبان او القاعده واکمن شي. او دامریکا او ملګرو لپاره به یوازې کابل دوروستي مورچل په توګه پاتې شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery