مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-12-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

I.L (امریکا):۱۹۰۰ امریکایی پوځیانو ځانونه وژلی دي

: نثار احمد صمد

لیکوال : لارنس وانس
منبع : انفارمیشن لیبریشن ویب پاڼه ( امریکا )
نېټه : ۲۰۱۱/۱۱/۲۸
ژباړه او لنډیز : نثار احمد صمد


زه په ۲۰۰۳ کی پر عراق د یرغل راهیسی پر هغه څه سخت انتقادونه کوم چی امریکایی پوځ یې زموږ د آزادیو او نورو نامعقولو ادعاګانو دفاع بولی . نو ځکه یې د څو پرله پسې کلونو راهیسی په دې متهم کړی یم چی د خپلو پوځیانو مننه او ننګه نه کوم او دا چی په وړاندی یې بې تفاوته او زیان غوښتونکی یې یم .

خو تریخ حقیقت دا دی چی دا باالکل یوه طبیعی خبره ده چی هغه بهرنیان ځکه د امریکایی پوځیانو څخه انتقام اخلی چی پر هغوی یې پوځی یرغلونه کړي ، اشغال کړي یې وی ، بم وري کړي او او وژلی یې وی . نو هر څوک باید داسی فکر وکړی چی که د امریکایانو سره کټ مټ رویه سوې وای ، نو دوی به هم همداسی نه کول ؟
ځکه نو د دې تړلي مشکل خلاصون دا دی چی امریکایی پوځیان د جنګېدو لپاره تر سمندرونو آخوا ته و نه لیږل سی  چی دا یو مطلق ناروا عمل دی . دغسی کړنه هماغه بهرنیان مجبوروی چی یرغلګر امریکایی پوځیان ووژنی او امریکایی پوځیان بیا مقاومتی بهرنیان پسی ووژنی .

امریکایی پوځیان خو وژل کیږی ، مګر یوه برخه یې پخپله دا کار کوی . د حیرانۍ خبره لا دا ده چی په عراق او افغانستان کی چی امریکایی پوځیانو ته نږدې څومره ځانمرګي حملې سوي ، تر هغو پخپله د امریکایی پوځیانو لخوا ډیري ځان وژني سوي دي .

د « نوي امریکایی امنیت لپاره مرکز » وایی چی د ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۰ پوری په هرو ۳۶ ساعتونو کی یو امریکایی عسکر ځان وژلی دی . پوځ د ۲۰۱۰ په جولای کی د ځان وژنو تر ټولو غټ ریکارډ لری ، یعنی په نوموړې میاشت کی ۳۳ پوځیانو ځانونه وژلی دي . دا په هماغه میاشت کی په عراق کی د هغو پوځیانو د تلفاتو اته چنده دی چی په فدایی حملو کی وژل سوي دي . دا د څه باندی نیمایی ټولو هغو وژل سوو پوځیانو د تعداد سره برابر دی چی هماغه میاشت په اشغالی افغانستان کی وژل سوي وو . راپور زیاتوی چی د مجربو او جنګېدلو پوځیانو وزارت وایی چی په هرو ۸۰ دقیقو کی یو جنګېدلی عسکر ځان وژنی . جالبه لا دا چی د ټولو امریکایانو فقط یوه سلنه په پوځ کی خدمت کوی ، خو جنګېدلي پوځیان د ټولو ځان وژنو ۲۰ سلنه جوړوی . راپور زیاتوی چی امریکایی پوځ د پوځیانو د ځان وژنو پر ضد جګړه بایللې ده او حتی دا چی هره ورځ د هغه پر ضد جګړه بایلی ، یعنی مخنیوﺉ یې نسي کولای .

د دفاع د وزارت د ځان وژنو د مخنیوي د څانګې له مخی په ۲۰۱۰ کال کی ۸۶۳ پوځیانو د ځان وژلو تکل کړی و ، خو د هغوی څخه ۲۹۵ کسان په دې بریالي سول چی ځانونه ووژنی . د هغو پوځیانو د ځان وژنی سلنه ۵۵ ده چی طلاق سوي دي نسبت هغو ته چی واده یې برحاله وی . هغه پوځیان چی ځانونه یې وژلی ، اکثریت یې سپین پوستان ، نارینه او تر ۲۵ کلنی لږ عمر لری . په ۲۰۰۹ کی ۳۰۹ پوځیانو او په ۲۰۰۸ کی هم ۲۶۸ پوځیانو ځانونه وژلی وو .

د دفاع د وزارت « د وسلوالو پوځیانو د ځان وژنی د مخنیوي د څانګی » د وروستي راپور له مخی د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۹ پوری په نهه کلنه موده کی څه باندی ۱۹۰۰ پوځیانو خپل ځانونه وژلی دي . دا د هغو پوځیانو تر تلفاتو هم ډیر دی چی په افغانستان کی د ترور پر ضد په جګړه کی وژل سوي دي .

زه ، که څه هم ډاکټر نه یم ، روحیات شناس نه یم ، روانی طبیب نه یم ، او نه هم د دماغی روغتیا پالنی یا ځان وژنی د مخنیوي کوم کارپوه یم ، خو څلور داسی لاری چاری می فکر ته راځی چی کولای سي د پوځیانو ځان وژنی لږ کړی . دغه لاری چاری به د دې تر څنګ د مالیه ورکونکو پیسې هم وسپموی ، په نړۍ کی به د امریکا حیثیت لوړ کړی ، موږ به وژغوری ، او هر څوک به په پوځ کی شمولیت ته په درنه سترګه وګوری ، یعنی :

لومړی ـ په بهر کی جنګېدل ختم کړﺉ :
کله چی پوځیان د جنګ لپاره بهرنیو غیر ضروری او ناروا جنګونو ته لیږل کیږی ، نو هلته همیشه د دوی په دماغونو کی دا پوښتنی راپیدا کیږی چی موږ ولی په داسی ځایونو کی جنګیږو چی بېله نقشې څخه نسي پیدا کېدای او ولی هلته د داسی خلکو پر ضد جنګیږو چی هیڅکله یې تر هغو پوری امریکایان نه دي وژلي تر څو د هغوی د پزی مچان نه وی سوي . نو ولی زموږ پوځیان روحأ نا آرامه دي او ځان وژنو ته مخه کوی ؟ که دماغی فشارونه ، روحی تشویشونه ، زخمونه ، بمونه ، د لاسونو یا پښو پرې کېدل ، کورنۍ جدایی ، تر راتګ وروسته بیکاري... هم پر ور زیات کړو نو هغوی ځان وژنی ته پناه وړی .

دوهم ـ امپراتوري ختم کړﺉ :
ولی امریکا په جرمنی ، جاپان او جنوبی کوریا کی لا تر اوسه په لسګونو زره پوځیان لری ؟ ولی امریکا په بهرنیو هېوادو کی ۲۵۰۰۰۰ پوځیان لری ؟ ولی امریکا په ۱۶۰ هېوادو او سیمو کی پوځیان لری ؟
پوځی ژوند ماشومانو ، کورنیو او پخپله عسکرو ته بربادونکی دی . د بیلتون او اړیکو د شلولو فشار او په اړونده مسایلو کی تقصیر او ملامتیا خبره باالاخره ځان وژنی ته رسوی . هغوی ته په ظاهره دا فهمول کیږی چی د خپلو کورنیو تر دیدن هلته لیری د امریکا ساتنه ښه ده .

درېیم ـ په پوځ کی زیات ښځینه رول ختم کړﺉ :
همدا نن په امریکایی پوځ کی ۲۰۷۳۰۸ ښځینه پوځیانی خدمت کوی . دا د ټول امریکایی پوځ چی شمیر یې ۱۴۲۵۱۱۵ ته رسیږی ، ۵ سلنه جوړوی .
څه باندی ۲۰۰۰۰۰ ښځینه پوځیانو په عراق او افغانستان کی وظیفې اجرا کړي دي . په عراق کی ۱۱۱ ښځینه پوځیانی او په افغانستان کی هم ۳۰ ښځینه پوځیانی وژل سوي دي . دا یوه ناوړه غمیزه ده چی موږ خپل ځوانان ورلیږو چی په بې معنی او چټی بهرنیو جګړو کی ووژل سی ؛ او دا بیا یو وحشتناک شرارت دی چی ځوانی ښځی ورلیږو .
د « آلن کارل سن » له مخی د امریکا د دفاع وزارت په هېواد کی د ماشومانو د پالنی او ساتنی تر ټولو غټ مرکز ګرځېدلی دی . په پوځ کی تقریبأ ۴۰ سلنه امیدواري ( یعنی حامله توب ) په هغو ښځو کی وی چی واده یې نه وی کړی . په پوځ کی چی کومی جوړې ( میرمن او میړه ) سته ، د غیر پوځی ( یعنی ملکی ) جوړو په نسبت ۶۴٪ زیات سره جدا او طلاق کیږی . دا ناوړه طرزالعمل ، کړنی او طریقه باالاخره خبره ځان وژنو ته رسوی .

څلورم ـ د پوځ غولونکی هدف ختم کړﺉ :
امریکایی پوځ باید صرف د امریکا په دفاع پوری محدود وی ، امریکایی پولی وساتی ، پر امریکایی سواحلو پیره وکړی ، باید صرف د امریکا په دفاع کی لګیا وی نه د نورو ، هغه باید پر نورو هېوادو یرغلونه او حملې ونکړی ، هغوی اشغال نکړی او دا هغه څه دي چی د پوځ اهداف منحرف کوی .
پوځیان باید بېله شکه په دې وپوهیږی چی هغه څه چی دوی یې کوی ، اخلاقی ، قانونی او مقتضی دي . نو صرف د امریکا په دفاع پوری د پوځ محدودول د داسی کار تر ټولو ډاډمنه ذریعه ده .
د دې ټولو معنی دا چی نور نو یرغلیز جنګونه باید نه وی ، دولتونه جوړول نه وی ، د توپک په زور د دیموکراسۍ خپرول نه وی ، د نړۍ پولیس توب نه وی ، وار مخکی له واره حملې نه وی ، بم ورۍ نه وی ، پر ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو فشار نه وی ، د رژیمونو بدلول نه وی ، د انسانانو وژل نه وی ، تر سمندرونو آخوا ته د پوځیانو استقرار نه وی ، په بهر کی پوځی اډې نه وی ، د بهرنیو پولیسو او پوځیانو روزنه نه وی ، یرغلونه نه وی ، نیوني نه وی ، بهرني جنګونه نه وی...
زه د دې ملاتړ کوم چی زموږ پوځیان د خپلو کورنیو څخه لیری نه وی ، بهرني جنګونه ونکړی ، وژل ونکړی او هم و نه وژل سی او باالاخره دا چی ځان وژني ونکړی . پای    

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery