مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-01-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کابل : دځوانانو د تکواندو شپږم دور سیالۍ ترسره سوې

نجیب شریف
د افغانستان دځوانانو او تنکیو ځوانانو د تکواندو د شپږم دور سیالۍ په کابل کې ترسره شوې !
د افغانستان د تکواندو د شپږمې دورې د ځوانانو او تنکیو ځوانانو سیالۍ د روان کال د جدي د میاشتې په شپږمه نیټه د شنبې په ورځ په کابل کې تر سره شوې.
دغه سیالۍ چې په تایمني سیمه کې  د تکواندو د ټولنې په مرکز کې په لاره اچول شوې وې پای  ته ورسیدې، چې په پایله کې
یې ۲۸ تنو په اوه وزنونو کې د افغانستان د تکواندو ملي ټیم ته لار ومونده، او د افغانستان د تکواندو د ملي فدراسیون د مشر استاد عیدمحمد شیرزي له لوري په مډالونو او ستاینلکونو باندې ونازول شول.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery