مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-01-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اربان : اوباما د ایران په وړاندی جنګ ته اماده شویدی

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

 


        په ۱۱ / ۱ / ۲۰۱۲ نیټه د (Urban  ) پنامه ډنمارکی ورځپاڼی تر لوړ سرلیک لاندی یو مطلب خپور کړی چی په غورکولو ارزی . له همدی کبله غواړم لومړی د نوموړی مطلب ژباړه وړاندی او بیا به خپلی یادوونی هم په څو ټکیو کی ورسره وتړم . دمطلب لیکونکی د اخیرنیو څو هفتو د یو لړ اړوندو پیښو کرونولوژی په لاندی ډول یادوی :
« ـ  د ۲۰۱۱ نوومبر ۱۱ نیټه : امریکا ، کاناډا او برټانیا د ایران دتیلو پروارداتو بندیز لګوی چی ددی کار نه یی موخه د هستوی پروګرام د نه درولو پخاطر د ایران غوږونه تاوؤل دی  .
ـ  د ۲۰۱۱ کال د ډیسمبر ۲۷ دیټه : د ایران مرستیال اولسمشر ګوتڅنډنه کوی چی که لودیز دا بندیز عملی کړی ، نو دوی به د هرمز تنګی ډیره مهمه لاره د ټولو تیل لییږدونکو ترانسپورټونو پر مخ د ایران دسواحلو په امتداد و تړی .
ـ  د روان ۲۰۱۲ کال د جنوری ۲ نیټه : ایران د فارس خلیج پنامه یو لیری واټن ویشتونکۍ میزایل و ازمایه .
ـ  د همدی کال د جنوری  ۵ نیټه : اروپایی اتحادیه د ایران د اومو تیلو پرمحصولاتو بیدیز لګوی چی لدی سره سم به په راتلونکی هیڅ یو ددغی اتحادیی غړی هیواد د ایران څخه د اومو تیلو د را واردولو حق ونلری.امریکا ددی کار هرکلۍ وکړ .
ـ  د جنوری ۸ نیټه : د امریکا د دفاع وزیر Leon Panetta ایران ته ګوته وڅنډل او د سی بی اس خبری اژانس CBS News ته یی وویل – ایرانیان باید پدی پوه شی چی موږ به دوی د هرمز تنګی و بندولو ته پری نږدو .
ـ  دجنوری ۹ نیټه : ملګری ملتونه تائیدوی چی ایران د یورانیمو په غنی کولو بیا لاس پوری کړیدی .
ـ  او په پای کی د د بارک اوباما پخوانی سلاکار Dennis Ross  په یوه مصاحبه کی و  Bloomberg  ته وویل چی که ایران د خپل اټمی پروګرام څخه لاس وانخلی نو امریکا به پر ایران وسله وال برید وکړی .
        نوموړی سلاکار وایی چی بارک اوباما اوس دی ته تیار دی چی که ایران د اټمی وسلو انکشاف ته نور هم دوام ورکړی نو امریکا به یی په وړاندی و جنګ ته ور ودانګی ، د بده مرغه پدی هکله دیپلوماسی کار ونکړ او اوس هغه وخت رارسیدلی دی چی باید د جدی راډیکال متودونو څخه کا واخیستل شی . دغه سلاکار زیاتوی : « اوباما په ډیرو څرګندو ټکیو کی ویلی دی چی دی به د اټمی پروګرام نه د لاس اخیستلو په موخه د ایران د مجبورولو د پاره د وسلوالو قوتونو د کارولو څخه هیڅکله هم ډډه و نکړی » . دا یوه ښکاره خبره ده چی وسلواله مداخله کول یو لړ ستونزمنی پایلی درلودلای شی ، خو که ایران خپل سرته پریښودل شی چی دا پروګرام د اټمی وسلوترجوړولو پوری پرمخ وشړی ، نو ددی کار پایلی به هم ډیری ناوړی وی » . د پخوانی سلاکار په اند که امریکا وسلواله مداخله ونکړی ، ناوړه پایله به یی د دی ډول مداخلی کولو تر پایلی ډیره خطرناکه وی .
د یادوولو وړ ده چی ایران په وارو وارو ویلی دی چی ددوی اټمی پروګرام سوله ایزی موخی لری اوهيڅکله به هم ورڅخه لاس په سر نشی » .          د ژباړی پای
د ژباړونکی یادوونه :
        د لوړ خبری مطلب نه له ورایه جوته ده چی امریکا اونړۍ ته نور بیله وسلوالی مداخلی څخه بله لاره نده پاته . خو سوال دادی چی ددی اټمی پروګرام د درولو موضوع تر کومی کچی پوری جدی په پام کی نیول شویده . لوړی څرګندونی ښئی چی ددی خبری جدیت د راډیکالو متودونو تر کارولو پوری ارزول شویدی . اوس یوه خبره د بحث وړ ده چی ایا امریکا او انډیوالانو ته یی د وسلوالی مداخلی تاوان ډیر دی که په چوپه خوله لاس تر زنه کښیناستلو . که د ښاغلی پخوانی سلاکار ډانیس روز نظر مهم وی خو دی په ډاګه وایی چی د مداخلی نه کولو پایلی به ډیری ناوړی وی . د مداخلی نه کولو پایلی خو معلومی دی او هغه ایران ته په لوی لاس اټمی بم پلاس ورکول او دایران څخه یو داسی یاغی دولت جوړیدل دی چی وهیڅ ډول نړیوالو نورمونو ته به پابندی ونلری ، نه یوازی ګاونډیانو بلکی ټولی نړی ته به یو نه حلیدونکۍ پرابلم وګرځی .
        که د لوړو ناوړو پایلو په پام کی نیولو سره امریکا د وسلوالی مداخلی تصمیم ونیسی نو بیا دوه سواله د پام وړدی . لومړی داچی که امریکا دا کار د م. م. د امنیت شورا په تائید تر سره کوی خو داګمان نه کیږی چی روسیه او چین به یی ورسره و منی . او که د امنیت د شورا پرته امریکا و دی کار ته ملا وتړی نو ایا د عراق منفی تجربه به یی سترګو ته و نه دریږی ؟ فکر نه کیږی چی روسیه او چین به لکه د لیبیا په هکله د پریکړی پشان د خیر پر غونډۍ کښینی او نماینده ګان به یی د رایه ورکولو په ورځ د امنیت شورا و جلسی ته حاضر نشی . ددی خبری سره سره دا یو امکان هم باید له پامه و نه غورځول شی چی امریکا اوس د عراقه پښی سپکی کړی او دافغانستان له شره هم ځان خلاصول غواړی ، نوایا روسیی ته به دا په زړه پوری نه وی چی امریکا ته ایران یو بل ویټنام وګرځوی او هلته یی په دام کی راګیر کړی ؟ د چین سیاست بیا داګړۍ دادی چی امریکا د اقتصادی فشار په مټ د پښو واچوی او پر ایران باندی وسلوال برید به پدی موخه ډیر ګټور ورته تمام شی . دا ټولی هغه پوښتنی دی چی پدی هکله له پامه غورځیدلای نشی .
        رابه شو خپل هیواد افغانستان ته . که داسی فرض کړو چی سبا امریکا پر ایران حمله کوی نو داکار به د افغانانو د پاره کومی پایلی ولری ؟ ښکاره خبره چی په لنډمهالی کی به یی پایلی منفی وی څکه چی په هیواد کی د خوراکی او نورو استهلاکی موادو ډیره برخه د ایرانه واردیږی . که هلته جنګ پیل شی چی بیله شکه به اوږد و غځیږی نو افغانی سوداګر او اخیستونکی به دواړه د ستونزو سره لاس او ګریوان کړی . اما په اوږدمهالی کی افغانستان ته ددی کار پایلی پدی پوری اړه لری چی هلته به دجنګ په پای کی څه ډول دولت منځته راشی . که هغه دولت نړیوالو نورمونو ته ژمن وی او د ګاونډیانو حقوقو او متقابلو دوستانه اړیکو ته درناوۍ ولری ، دهغوی په داخلی چارو کی لاسوهنی ونکړی ، څرګنده ده چی دا به د افغانستان په ګټه وی. او که نوموړی دولت تل پدی لټه کی وی چی دلته دافغانانو څخه افغانستانیان جوړ کړی نو دا به بیا هغه آش هغه کاسه  او ژړ سپۍ به د چغال ورور وی .  تر هغه ځایه چی د امریکا اوسنۍ حسن نظر ( ! ) د افغانانو په وړاندی وینو چی د قومونو او ډلو ټپلو په هکله د مور میری چلند کوی ، دبرلین دغونډی پشان د قومونو د ویشلو او سره جنګولو په موخه نامقدس ائتلافونه رامنځته کوی ، دعسکرو په جامه کی داسی مسلکی سادیستان په دندو ګماری چی یوازی د افغانانو په وژلو یی زړه نه سړیږی او د ټولو بشری نورمونو په خلاف مو پر وژلو شوو مړو باندی په ډله ایز ډول بولی کوی ، داټول ددی ښکارندوی دی چی افغانان د امریکا پر ښه نیت باندی حساب نشی کولای .
       ددی ټولو ټکیو په پام کی نیولو سره د افغانستان د پاره پر ایران باندی د امریکا د وسلوال برید کولو یا نه کولو د ګټی او تاوان خبره لا ډیر غور ته اړتیا لری . ددی سره سره زما په اند د ایران اوسنۍ مغرور او یاغی دولت باید پر خپل سر پری نښودل شی او په هر ډول چی وی غوږونه یی په تاوولو نه داچی ارزی بلکه یوه بیړنۍ اړتیا ده . داځکه چی لږ ترلږه دیوی مودی دپاره خو به په خپل غم اخته وی او موږ به یی دپامه وتلی پاته شو . داسی وخت دی هم خدای راولی چی د پاکستان د ژوند شپی هم شمیرلی پاته شی .  امین یا رب العالمین .
 پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery