مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-01-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پاکستاني فوځ لخوا وژل شوى روسۍ ميرمن اولګا

ژباړه : مجاهد پښتون

ليکنه : روسۍ ژورنالسته

يادونه :
د دوه زره او يوولسم ميلادي کال د مئ د مياشتې په شلمه نيټه پاکستاني امنيتي ځواکونو د پاکستان د بلوچستان ايالت د مرکز کويټې ښار ته نژدې د (خروټ اباد) په سيمه کې پنځه تنه ووژل چې په هغوى کې درې ميرمنې او دوه نارينه وه ، يو نارينه نعمان نومى د منځنۍ اسيا د تاجکستان اوسيدونکى او نور روسان يا د قفقاز د سيمې د داغستان د هيواد اوسيدونکي وه چې دغه ليکنه هم د همدې پيښې په تاثر کې ليکل شوى .
ليکنه په همدې پيښه کې د يوې وژل شوې ميرمنې اولګا شيرډر (سميه) په شا او خوا راڅرخي.
که څه هم موضوع زړه ده خو له يوې خوا زړه دردوونکى وه او له بلې خوا دغه ليکنه په زړه پورې ده ځکه وژباړل شوه.
هغه مهال د دې شهيدانو په اړه يو لړ ناسم راپورونه خپاره شوي وه چې هغوى ولې ووژل شول ؟ ولې پاکستان ته راغلي وه او ولې يې مړي خپلو هيوادونو ته انتقال نه شول؟ چې پدې ليکنه کې يې ځواب موندلاى شو.
دغه ليکنه لدې کبله هم اهميت لري چې د يادو شهيدانو په اړه يوې مسلمانې روسۍ ژورنالستې ليکل کړي دي .
ژباړن

 

پر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم ، د هغه په ال او د هغه په صحابه کرامو رضي الله عنهم دى  درود او سلام وي .

پس له دروده !

د نړۍ د هر هغه ځاى اوسيدونکو ، وروڼو او خويندو ته السلام عليکم ورحمة الله چي زما پيغام ورته رسيږي.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانان ژوند کوي څوک  چې د يو الله تعالى د عبادت درس ورکوونکي دين پير دي  چې مونږ (د روس مسلمانان) هم همداسې يو .

يو ورور زما څخه زمونږ د ديني خور (Olga Shreder ) اسلامي نوم (سميه ) د شهادت په اړه پوښتنه وکړه څوک چې يوه روسۍ مسلمانه  او د پاکستان د کويټې په ښار کې په شهادت ورسيده ، زه به د دې ورور د غوښتنې د پوره کولو کوښښ وکړم.انشاء الله.

بايد روښانه کړم چې زه او ( اولګا) په شخصي توګه سره نه پيژنو خو ما د نورو مسلمانانو په څير د هغې کيسه په سرسري توګه اوريدلې وه ،  دا چې زه يوه ژورنالسته يم د خپلې وسې په اندازه مې د هغې د ژوند بشپړ تحقيقات وکړل ، د هغه خلکو سره مې خبرې وکړې چا چې دغه خور پيژندله ، د هغې ټولګيوال ، د هغې خويندې ، او نور مسلمانان.

زما لپاره تر ټولو زياته د اهميت وړ خبره دا وه چې ثابته کړم اولګا ، د هغې ميړه او نور درې تنه مسلمانان جنګيالي نه وه لکه چې روسي رسنيو ليکلي وه .

ماته چې څومره حقائق په لاس راغلل ټول مې د اولګا مور او پلار ته ورکړل ، د هغي د ميړه د مور او پلار (خواښي او خسر) سره مې هم د اړيکو نيولو کوښښ وکړ چې په تاجکستان کې اوسيږي خو ونه توانيدم ځکه چې هيچاته د هغوى د هستوګنې ځاى ندې معلوم.

دا يو حقيقت دي چې اولګا يوه جګړه ماره نه وه ، همدا دعوه د يو څو حقايقو نه ثابتيږي ، کله چې  وژل کيدله  د هغي سره  نه بم او نه کومه بله وسله وه، د اولګا يوه ملګري چې ليلا نوميږي او په مسکو کي ميشته ده  وايي چې د مئي په پنځمه نيټه اولګا هغې ته په يو ليک کې ويلي وو چې هغه به ډير ژر د خپل حمل (ماشوم) د سپکولو (زيږولو) لپاره ماسکو ته ولاړه شي او بيا به دوشنبي (تاجکستان ) ته سفر وکړي.

د جګړه مارو خو داسې  اصول او د راتلونکي لپاره داسې پروګرامونه او ارادې نه وي ؟

اولګا يوه ډيره ښه او مننونکي لور وه ، د دي ټولي ملګري د هغې په اړه له خير پرته نور څه نه وايي ،  ويل کيږي چې هغه ډيره رحمدله او ډيره زياته ذهينه انجلۍ وه ، مرګ يې د مور او پلار لپاره يوه ډيره لويه ضربه وه ، د دي يوه ډيره نژدي ملګري  (اينستاسيه) وايې ( د اولګا مور يوه ډيره مضبوطه ښځه ده خو زه ګورم چې هغه خپله لور په ډير غم او خواشينۍ سره يادوي )

هغه يوه ډيره پوهه زده کوونکى هم وه ،  په عالي ليسه کي يې د سرور زرو مډال او ډپلومه تر لاسه کړي وه او له همدې امله يې د ماسکو په يو پوهنتون کې داخله هم واخيستلاى شوه ، مګر هلته د هغي په ژوند کي يوه ډير ستر بدلون رامنځته شو ، هلته د مسلمانانو سره مخ شوه او اسلام سره اشنا شوه (مسلمانه شوه) ، خپل نوم يې ( سميه ) کيښود.

(سميه) د يو تاجک مسلمان  (نعمان) سره واده وکړ،  پوهنتون يې پريښود ځکه چې هغي ته په پوهنتون کي کومه ګټه نه ښکاريده او د خپل خاوند سره يې په ماسکو کي ژوند  پيل کړ ، په ماسکو کې هم د سميه ملګرى هغه په ښه نوم يادوي.

د يوې خبرې يادونه اړينه بولم چې د روسانو لپاره د اسلام منل اسانه  ندي ځکه هغوى د زرګونو کلونو څخه عيسويان دي ، اسلام او د روسيې تمدن خورا زيات توپير لري ، مګر د الله تعالى لپاره هيڅ کار هم  ناشونې ندي  خو تر کومه چې ماته معلومه ده د (سميه) مور او پلار د هغي د دي پريکړې څخه ( چې مسلمانه شوه ) خوښ نه وه  مګر د هغې مخنيوې يې هم ونه کړ ، د نيکمرغۍ له مخې  روسي مور او پلار پدي کارونو (د دين بدلولو ) کي  د حوصلې څخه برخه من دي او بله دا چې په روس کې د مذهبي ازادۍ په اړه يو قانون هم وجود لري.

دا چې هغوى ولې په پاکستان کې وه نه ما او نه بل چا معلومات تر لاسه کړي دي خو د (سميه) د تګ نه مخکي يوه ډيره عجيبه پيښه  رامنځته شوه او هغه دا چې د هغى د ميړه نعمان يو ملګرى او د هغه نور پنځه مسلمانان ملګري ورک شول چې تر اوسه پورې يې هيڅ درک ندې لګيدلې.

دا سمه ده چې په روسيه کې حالت سم ندي ، سره لدې چې د پاکستان او افغانستان په پرتله غوره دي خو بيا هم پدې هيواد کې مسلمانان مغلوب او کمزوري دي ، د روسيې استخباراتي اداره ( ايف ايس بي FSB) د مسلمانانو پوره څارنه کوي ،چې وغواړي هر مسلمان نيولاى شي ، د خپلې خوښې سره سم يې د ځان سره د ناڅرګندې مودې لپاره د بندي په توګه ساتلاى شي او په غير قانوني توګه يې وژلاى هم شي.

د روس حکومت په شمالي قفقاز کي پر مسلمانانو  يو جنګ مسلط کړي چې له کبله يې د اسلام تصور بدنام شوى دى ، مجاهدين په خپلو سيمو کي ځوابي بريدونه کوي چې له امله يې خلک اسلام ته متوجه کيږي او ورځ په ورځ ډلې ډلې روسي ځوانان اسلام مني چې د يو روسي مسلمان په توګه زما لپاره دا يو ډيره د خوښۍ خبره ده . الحمد لله

له امکان ليرې نده چې نوموړى ميرمنه اود هغې ميړه به د دې ډول ناوړه  حالاتو له کبله خپل هيواد پرې ښودلو ته اړ شوي وي ځکه روسي حکومت داسې خلک چې د شريعت د نفاذ غوښتنه کوي نه شي زغملاى ، دا حکومت خو داسې خلک غواړي چې د هغوى د قوانينو ساتنه او تابعداري وکړي چې په لنډو الفاظو کې ورته د (ګډو رمه) ويلاى شو .

که چيرته هغوى ژوندي واى نو مونږ پاکستان ته د هغوى د تګ محرکات پيژندلاى شول خو پاکستاني پوليسو دا امکان هم له منځه يوړ ځکه هغه څه چې په کويټه کې وشول تاسې ورڅخه خبر ياستئ بلکه هغه کيسه په خلکو کې خورا عامه ده .

دغه روسي مسلمانان لدې کبله ونيول شول او بيا په شهادت ورسول شول چې هغوى د رشوت ورکولو او جنسي خدمت د وړاندې کولو څخه انکار وکړ ، اميدواره الوګا (سميه) هم پرې نه ښودل شوه ، سربيره پر دې پاکستاني فوځ د دې ټولو مړيو څخه ګاڼې غلا او د خپل ځان سره يوړلې.

يقيناً ډيرو به هغه ويډيو ليدلې وي چې پاکستاني پوليس او فوځ پر هغه ټپي ميرمنو د مرميو باران ورولو  ، که له يوې خوا د هغه انځورونو په ليدلو زما زړه خورا غمجن شو خو له بلې خوا زما د دې ميرمنې (سميه) سره مينه پيدا شوه ، هغې د يوې ريښتونې مسلمانې په څير د خپل جسم په واسطه د يو مسلمان ساتنه کوله او د پوره غيرت او عزت سره په شهادت ورسيده ، هغه پداسې حال کې شهيده شوه چې لاس يې اوچت او د شهادت ګوته يې پورته وه.

اى الله مونږ ټولو ته د عزت مرګ راکړې د ايمان مرګ امين .

د (سميه) د مور ، پلار ، ملګرو او دوستانو زړونه مات شوي دي ، هغوى د اسلام په لور ګوته نيسې او داسې فکر کوي که چيرته (سميه) اسلام نه ؤ منلې نو داپيښه نه رامنځته کيده ، دا خورا دردوونکى ده چې هغه روسۍ مسلمانه د مسلمانانو په يو هيواد کې ووژل شوه ، مونږ مسلمانان څومره ظالمان يو مګر دا هم د الله په اجازه تر سره کيږي ، زه د زړه له کومي  هيله لرم چې هغه ټول (وژل شوي) به جنت ته ځي . انشاء الله .

ما د (سميه) د يو خپلوان او د هغې د خور (ليديا) سره خبرې کړي دي ، هغوى په ژړا ژړا کې وويل که چيرته الله تعالى اولګا ته يو بل ژوند ورکولو نو خامخا  به يې د هغوى په څير ژوند غوره کولو او اوس به هيچاته هم افسوس نه دريده.

د نيکمرغۍ له کبله د اولګا مور او پلار پوه او زيرک خلک دي ، هغوى خپله لور او د هغې ميړه  د اسلامي طريقې سره سم خښيدلو ته اجازه ورکړه ، په لمړي سر کې يې غوښتل چې په دوشنبه (تاجکستان پلازمينه) کې يې خښ کړي خو د اولګا د ميړه مور او پلار د دې مړيو خپل کور ته په وړلو رضا نه وه چې له همدې کبله هغوى په کويټه کې خښ کړاى شول .

فکر کوم  روسان خو  به ونه شي کولاى چې د هغوى د قبرونو زيات وکړي  خو  هيله لرم چې زمونږ مسلمان ورونه خويندې به د دې قبرونو ساتنه خامخا کوي.

زه دا غوښتنه هم لرم هر ورور يا خور چې دا پيغام ولولي هغه دى (سميه) ، د هغې مسلمانو ملګرو او خپلوانو ته دعا وکړي ، ځکه چې اولګا د يوې روسۍ کورنۍ سره اړيکې لرلې حال دا چې روسان عيسويان  او ملحدين دي ، ځکه خو به زمونږ (مسلمانانو) څخه پرته د هغوى لپاره هيڅوک هم دعا ونه کړي.

د ټولو نيکو هيلو او سلام سره

د روس څخه ستاسې مسلمانه ژورنالسته خور

سوتلانه  مراويووه

پاى

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery