مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-01-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دبرتانوي سرتېرو بشري جنايتونه

ژباړن: منير احمد (سېلاب)

By:IAN DRURY
سرچينه:google news

څو ورځي مخکي دوه برتانوي سر تېري په دې تور ونيول شوه چې په افغانستان کي يې ددندي پر مهال له لس –يوولس کلنوماشومانو( يوهلک اونجلۍ )سرهناوړه کړه تر سره کړي وه .
 
دې برتانوي سر تېرو دماشومانو څخه پداسي حال کښې فلم ډک کړی چې دوی دماشومانو پر وجود لاس وهي او هغوی هڅوي تر څو جنسي او ناوړه کار ته وهڅېږي، دا سر تېري يو دلګۍ مشر او بل هم عام سر تېری دی، ويل کېږي چې دوی دواړه به ډېر ژر تر تحقيقاتو لاندي ونيول شي، دوى دوو چې په جلا جلا توګه يې فلم ډک کړی دواړه بربڼډ دي، لدې وروسته چې دا ناوړه بشري جنايت
يې کړى تر سره کړی وروسته يې دا ويډيو فلم خپلو نورو ملګرو ته ښکاره کړی . پوليس وايي دا دوه تورن کسان يې هغه وخت ونيول چې ددوی د خپلو ملګرو لخوا شکايتونه سوي وه، ويل کېږي دا دوه پوليس د( مارشن دوهمي جګړيزي لوا)سرتېري وه چې دهلمند په نهر سراج سيمه کې د طالبانو سره په جګړه بوخت دي او دا وخت دهلمند دچاه انجير سيمي ته دپوځي ددندي لپاره تللي وه،
ددفاع وزارت هم پدې ټنګار وکړ چې دوی به ډېر ژر تر تحقيق لاندي ونيول شي.
ديوې تحقيقاتي سر چينې په وينا چې تر دا مهاله ددوى نوري بې قانونۍ نه دي تر لاسه بېله دې چې دا يو ځورونکی او غيري انساني عمل ديوه فلم په ثبوت په لاس کې لري، داډول په بشپړه توګه ناوړه عمل به په افغانستان کې د برتانيايي سر تېرو په نوم تور داغ ولګوي.
ددفاع وزارت يوې لوړي سرچيني وويل دوی نه غواړي دا موضوع نا مهمه وګڼي ځکه دا به د برتانيايي پوځ لپاره يو بد نوم پرېږدي او هغه کارونه چې په افغانستان کې تر سره کړي بې تاثيره کړي، دشاهي نظامي پوليسو په وينا د اړوند سرتېرو لپټاپ کمپيوټرونه يې نيولي او د واړو کسانو لخوا به يې وپلټي تر څو د قضيي په اړه نور د ثبوت توکي هم پيدا کړي،
 
دا په داسي حال کې ده چې څو ورځي وړاندي هم څلور امريکايي سمندري سرتېري پدې تور تورن شوه چې دافغانانو پر درو جسدونو متيازي(رڼۍ)بولي) کولې.
دپرتانيا د شاهي نظامي پوليسو د ځانګړو څېړنو څانګي ډېر جدي څېړني پيل کړي تر څو دا روښانه کړي چې رښتيا دا ډول ناوړه کړه څه ډول پېښ شوي دي.
دا ناوړه کړه په داسي حال کې تر سره کېږي چې ټولو سرتېرو ته يوه دنده ورپه ګوته سوې چې په هلمند او دفغانستان په نورو سيمو کې د خلکو زړونه لاس ته راوړي، که څه هم داسي ګنګوسې سته چې په خليجي جګړه کې هم برتانيايي سر تېرو پر عراقي خلکو ظلم او سپکاوی کړی، خو په ريښتينې توګه دا لومړی ځل دی چې په فغانستان کې د برتانيايي سرتېرو لخوا داسي ناوړه
کړني تر سره کېږي.
يو سرتېری (کارپورل ډونالډ پين) په ۲۰۰۳ زېږدېز کال کي له دې کبله زندان لېږل سوی وو چې په بصره کې يې( بها موسی نومی) کس دهوټل کارکوونکى وهلی او وروسته وژلی وو، دا تر دې پيښې وړاندي يوازځينی برتانوى سرتېری وو چې د جرم په کولو زندان ته لېږل سوی وو.
دا داسي پيښې چې دوهمه يې لکه مخکي چي يادونه وشوه دهغه امريکايي سمندري ځواکونو( ۴۰ ثانيې) ويډيويي کليپ دی چې پکښي د څلورو امريکايي سرتېرو انځورونه ښکاري او د جگړې په ډگر کې پر درې افغاني مړو باندي متيازي کوي...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery