مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-02-12   مخپرونکئ : 091 - دبېنوالیکوال -جرمني

دالمان له تدڅ ویبياڼه :افغانستان کې سوله

ژباړن : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
سرچینه : دالمان له تدڅ ویبپاڼه

دالمان   له تدڅ  ویبياڼه :
لیکوال     : توماس روتیګ
ژباړن        : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ


طالبانو سره  له چلونو  او زور ازمیلو ډکه لوبه
قطر یا سعودي عربستان  باید د اسلامي بڼسټپالو سره د خبرو اترو منځګړتوب وکړي ؟  د شخړو او زور ازمیلو تر شا د واک پر سر ستره  پټه سیالي روانه  ده . موخه دا ده،چې څوک دافغانستان  راتلونکې برخلیک  ټاکې .


 پخوانې طالب  جنګیالې د پولیسو سره  پخلاینه  کوي

برلین  : له  کلنه چې طالبانو د جنوري په  میاشت کې تایید کړه، چې دوی د قطر په هیوادکې یو دفتر پرانیزي .    د افغانستان ولسمشر  ذکامي غبرګونونه  ښیي .  ورسته تر دې چې ولسمشر  په دغه خبره تینګ ودریدلو، د وسله والو پاڅونکوونکو سره  ټولي خبرې اترې او اړیکې چې موخه یې د سیاسي  کړکیچ سولیز حل  وي،  په هیواد کې د ده لخوا  او د ده په مشري  باید ترسره شي . متحده ایالاتو ده ته هم تل  دا ډاډ ورکاوه  چې همداسي به  وشي او د سولې کړکیچني خبرې  به ،،د افغان  حکومت په سرمشري ،، تر سره کیږي . 
د ولسمشر د انتظار خلاف ،  دی  یوار بیا د ورځپانې له لارې  خبر شو، ده  په ډیر غوسه او تلوار  سره خپل سفیر  دخلیچ  له اماراتو څخه  کابل ته وروغوښت 
ولسمشر له بي بي سي سره په یوه مرکه کې وویل ، چې دی به ،،د یوي بلي لاري هڅه ،، وکړي ، تر څو دی  په خپله د سعودي عربستان په مرسته  دطالبانو سره خبرو اترو ته کینې . دی وايي ،دا هڅې باید په څو اوونیو کې مخکې له دې چې د طالبانو له خوا په قطر کې دفتر  پرانستل  شي،تر سره شي . په بله وینا دا بهیر به لږ څه وخت ونیسي .
تر اوسه نه د سعودي او نه د طالبانو له خوا په دې برخه کې څه ویل شوي دي .
ژباړڼ : (دهمدي  لیکنې د ژباړني په مهال اوس خبر خپرو شو، چې په سعودي کې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې د طالبانو له خوا رد شوي  دي او سعودي دافغانستان د سولې په احتمالي خبرو کې له احتیاطه کار اخلي ) .
 ولي دا به یو ستر زیري وي،چې طالبان د خپل پخواني سیاسي  دریځ  خلاف  ،، کابل کې  ګوډاګي رژیم سره  خبرو ته نه کیني ،، په شا شي .
 کرزي هڅه کوي د سعودي  له لاري ،چې د غه  هیواد له خپل کوشني ګاونډي هیواد  قطر سره  ترینګلي اړیکې لري ګټه پورته کړي . سعودي عربستان  د ۲۰۰۵ کال څخه له کلنه د ټولواک عبدالله  د واک  تر ولکې لاندي راغلي، یو زوړ دود  پال اود لودیدیځ  ضد سیاست پلي کوي . د سعودي په پرتله  دقطر  هیواد بیا نسبتآ لبیراله  او د لویدیځ ملګري هیواد په څیر را څرګندیږي . د بیلګې په ډول  قطر د لیبیا هیواد په  پوڅې عملیاتو کې برخه واخیستله . د متحده ایالاتو امریکایان  ویده نه دي .
 د طالبانو یو پخواني وزیر نن د کرزی د سولې عالي شورا غړي  او د طالبانو یو ویاند تایید کړي ، چې د طالبانو یو مخکښ هیات قطر ته رسیدلي دی . په دغه استازي ډله  کې د ملا محمد عمر د پخواني کابیني مشر سکرتر طیب اغا  ګدون لري . طیب ا غا د ۲۰۱۰ کال له پیل څخه د المان  ـ قطر لخوا په یوه پټه لیدنه او ناسته کې ګدون درلود. دغي ناستي دمتحده ایالاتو کانال  طالبانو ته پرانیستلو .

د بندیانو  په اړه به څه ډول  پریکړه کیږي  ؟
 اوس مهال بیا نوي خبري د بندیانو د تبادلې په  اړه رواني دي . د پخوانيوطالبانو  له خولې ویل کیږي ، دغي خبرو اترو  ډ یر پرمختګ هم کړي دی . طالبانود خپلو پنځو ملګرو چې  دوی اوس  دګوانتانامو په زندان کې ناست دي د خلاصون غوښتنه کړي ده او امریکایان د طالبانو څخه د خپلو دریو وګړوخلاصون غوښتنه کړي ده . یو امریکايي سرتیري او دوه په پاکستان کې یرغمل نیول شوي امریکايي  ملکي مرستندویان دي . درې واړه امریکایان  په شمالي وزیرستان کې ساتل کیږي او دغه سیمه د حقاني د شبکې  له  خوا کنټرول کیږي . دغي  شبکي تل د طالبان په منځ کې خپلواکه عمل کړي  دی . له همدي لاري  واشګنټن  غواړي  وپوهیږي، چې ملا عمر خپله اغیزه په دغه ډله باندې  غزولي شي کنه  .
د طالب بندیانو په اړه ډول ډول فکرونه شته دي .ځیني  وايې ، دغه پنځ طالب بندیان باید خوشي  نشي، دوی باید په قطر کې نظربندوساتل شي . تر دې ستره پوښتنه دا ده ،چې په واشګنټن  کې د امریکا په مشرانوجرګه کې د جمهوري غوښتونکو د لوی  اکثریت  له خوا به  دغه پریکړه تصویب شي  کنه .
مخکې له دې چې خوشبینه ووسو ، باید د قطر یانو ــ  افغان حکومت    ترینګلتیا او  د متحده ایالاتو ــــ پاکستان تر منځ د کړکیچ جړي ویستل شي . اسلام اباد څوموده مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره  د متحده ایالاتو ځانګړي استازي مارک ګروسمن  ته د سفر اجازه ور نه کړه .
واشګنټن د طالبانو څخه رسمآ غواړي چې دالقاعدي څخه ځان  بیل کړي او رسمآ ومني په قطر کې د فتر د دوی  دسفارت  په مانا نه دی ،دوی به دلته مالي مرستي نه راټولوي او د خپلو سیاسي ګټو  لاسته راولړلو لپاره به د دفتر څخه ناوړه ګټه نه اخلي .
دا ورستي خبره بې مانا ده ،په  څرګنده  توګه کله چې دطالبانو له خوا په قطر کې دفتر پرانیستل  شي ،دوی به  رسمآ دسیاسي کړکېچ یوه غاړه او  یا  د یو سیاسي ګوندپه څیر  وپیژندل ښي . د همدي ،،ویبپانې  تدڅ ،، د مالوماتو پر بنسټ طالبانو پر ګورسمن ومنل،چې د دوی  د دفتر  په دروازه به دافغانستان اسلامي امارت  لوحه ځوړنده  وي  .

   پای        

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery