مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-12-16   مخپرونکئ : سهار ګل

د ژوکوند موسکا او په اړه يې کمپيوټري څيړنې

سهار ګل

د ايټاليې د وتلي انځورګر، ليوناردو داوينچي په لاس پنځول شوی انځور، د ژوکوند موسکا يا Mona Lisa ، تر کمپوټري څيړنو لاندې هم ونيول شو. ددې څيړنو په پايله کې جوته شوه چې دا انځور له اره خوشحالتيا ښيي او په ډاډ سره ويل کيدای شي چې په انځور کې کښل شوې پيغله موسکنه ده. دا څيړنې د امستردام پوهنتون د کمپيوټري څانګې لخوا د مزاج پيژندنې پوستکالي څخه په ګټې اخيستنې سره ترسره شوي دي. ددې څيړنو پايلې ښيي چې د دې انځور منځپانګه په سلو کې دري اتيا خوښي، په سلو کې نهه کرکه، په سلو کې شپږ ډار او په سلو کې دوه قهر څرګندوي. ويل کيږي دا کمپيوټري پوستکالی د امريکايي څيړونکو لخوا جوړ شوی او کاري بهير يې داسې دی چې د انځور يا عکس له اخيستو وروسته، د څيرې د ليکو له مخې کولای شي د انځور شوي کس دننه حالت ښکاره کړي. د ژوکوند د موسکا انځور له پنځه پيړيو راهيسي د هنرمينه وال هک پک کړي دي او په دوه زره و دريېم کال کې له هاروارډ پوهنتون څخه يو کارپوه دا نظر ورکړ چې کله يو انسان په دې انځور کې د پيغلې خولې ته وګوري نو موسکا نشي ليدای او کله چې خولې ته يې نژدې ځايونه وليدل شي نو داسې مالوميږي چې هغه موسکنه وي. دا انځور د پنځلس سوه و درې او پنځه لس سوه و شپږ کلونو ترمنځ د ليوناردو داوينچي په لاسونو پنځول شوی چې اوس مهال د فرانسې په لوور نندارتون کې نندارې ته ايښوول شوی دی.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery