مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-02-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

CNN : امریکایان باید هیڅکله کتابونو ته اور وانچوي

ژباړن: نبي حبیبی
 : الیسن سټرنجر، سي این این
ژباړن: نبي حبیبی
ریئس جمهور اوباما د افغان ریئس جمهور څخه د امریکایی فوځونو لخوا د ناتو په مرګز باګرام کی د اسلامی کتابونو او قرآن د سوزیدلو په اړه خپله خواشینی او د امریکی د خلکو لخوا افغانانو نه بښنه وغوښته. مګر ریاست جمهوری ته کاندید نیوت ګینریچ د اوباما معذرت خواهی دده لپاره بی معنی او د غصی ډکه بللۍ ده.
د اوباما د ریاست لاندی افغانستان کی د امریکی فوځ د امریکی د خلکو د سلوکو مخالف عمل باندی په ملیونو کسان په غصه کړی.  ریئس جمهور اوباما په داسی حال کی بښنه غواړی چی د امریکی د ریاست جمهوری انتخاباتو ته تقریبا یو کال پاتی. مګر مناظره او نقاش پدی کی دۍ چۍ آیا د قرانکریم سوزول  غلط کار وو او کنه؟ او آیا د خلکو عکس العمل،  مظاهری، مرګ ژوبله مناسب کار وو او که نه؟  د ټولونه غټ سوال دی. ولی امرکایی فوځیانو په افغانستان کی  کتابونوته اور اچوي- هر قسم کتاب چی وي- دا خو لا پریږده  چی د اسلام سپیڅلي کتاب ته اور ته واچول شي. ؟
کتابونه سوځول په امریکی کې د بیان د ازادی خوښونکو د اصولو  پرمبنی یوقبیح کار ګڼل کیږی. هغه هم په داسی ملک کی کتابونو ته اور اچول کیږی چی هرقسم کتاب ته پکی اړتیا او اشد ضرورت دی. نو کله چی په یو ملک کی ۴۳٪ سړی او ۱۲٪ ښځینه باسواد او نور ټول بی سواد  دي نو داهم د انسان ذهن ته سوال پیداکوي.؟
دناټو مقامات او ریئس جمهور اوباما دا کار یو غیر عمدی بللۍ. امریکایی فوجی ته چی څه  قسم امر شوی وو هماغه یی تطبیق کړی وو. د باګرام په بند کی به  داکتابونه د بندیانو لخوا د یوبل ته شفر او پیغام لپاره استعمال شوی وي او کنه. مګر دا کتابونه د باګرام د کتابخاني څخه را خیستل شوی وو او په سوزولو یی افغان کارمندان چی دا خبر یی بیرون ته افشاکړ غوصه کړی وو.
فرض کړی ما  باور وکړ چی د قرآن دا سوځول عمدآ نه وو. امریکا افغانستان ته لس کاله کیږی چی پکی اوسیږی  دافغانستان د مسلمانو خلکو عنعناتو، کلتور او عقایدو سره اشنا یی نه ده پیداکړی؟ په یو مسلمان ملک کی د هغوی کتاب [قران] ته په بده سترګه کتل  التهابی او تهاجمی اکټ ګنل کیږی.
دافغانانو په وړاندی د پاک قرآن سوځول ددوی د روانو ناامیدیو اوغصو زیاتیدل په افغانستان کی د امریکی پوزیشن او یا موقیعت چی د امریکی سریع زوال  او د ناتو او افغانانوپه مینځ کی بی اعتمادی لاهم زیاته کړه.
د امریکی فوځ دا عمل هغو ځلورو نورو امریکایانو چی د طالبانو په مړو یی جواب چای کړی وو مشابه ګڼل کیږي. ښکاره خبره ده کله امریکایی سړی یا ښځه د امریکی فوجی کالیو کی داسی بی ځایه حرکات کوي نو معلومه ده  چی د زړونو او ذهنونو ګټلو شعار به خود په سرچپه روان وي.
داسی ښکاري چی د ریئس جمهور اوباما بښنی دومره خاص تآثیرندی کړۍ. ځکه چی مظاهره چیان د کرزي ترماڼۍ ورسیدل، دوه امریکایی مشاورینو وزارت داخله کی سرونه وخوړل. او همدا راز ناټو خپل ټولو مشاورینو ته دافغانستانه د وتلو امر وکړ. مګر داسی حوادث موږ ته کلک شواهد راکوی چی زموږ فوځ خپل هدف دلاسه ورکړی او نه پوهیږی موږ افغانستان ته ولۍ تللی یو.
زمونږ د فوځ ناامیدی قابل د درک ده. مګر دا دامعنی نه ورکوي چی موږ ددو په ورانکاریو چشم پوشی وکړو. کتابونه سوځول آزادی د بیان نده. خو په عین حال کی چاچی له موږ بښنه وغوښته حمله هم ورباندی نه کوو. د هغه څه قیمت چی موږ یی دی جنګ ته اړ کړي یو ډیرلوړ دی او رسیدل ورته اسانه کار ندي. د ریئس جمهور اوباما څخه مننه چی دا حالات درک کوي.  السن سټرنجر – سي ان ان
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery