مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-03-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

GPS- CNN : ایا اسريئل به سږ کال په ایران حمله وکړي؟

ژباړن: نبي حبیبي

GPS- CNN 
فرید زکریا
ژباړن: نبي حبیبي

رونین برګمن: ما پس له ډیرو اسرایئلی لیډرانو، د استخباراتو او جنګي مشرانو سره د خبرو نه پس دا  نتیجه اخیستي چی په غالب ګمان به سږ کال اسرایئل په ایران حمله وکړي. د ایهود باراک له قوله که پر ایران حمله ونښی نو ایران به ډیر زر د ایمونټي ځون یا د آټوم کلب ته داخل شي او که داسی وشو نو بیا به اسرایئل ددوې د مقابلی څخه عاجز پاتۍ شي.
د اسرایئلو د استخباراتي ارزیابیو مطابق ایران به تقریبا نهه میاشی پس د به د آټوم کلب یا په اصطلاح د ایمیونیټي ځون ته داخل شي.
نو پدی خاطر ډیراسرایئل پدی عقیده دي چی اسرایئل باید په ایران دمخه یو ابتدائی تهاجمی حمله وکړي. ځکه اقتصادي تحریمونو پدوۍ کوم خاص داسی اثر ونه کړ کوم چی توقع کیدله.
فرید زکریا: څه فکر کوۍ چی صدر اعظم ناتنیاهو به ریئس جمهور اوباما ته د دوشنبي په ورځ څه  ووايي؟
رونین برګمن: زه داسی ګمان کوم چی ناتین یاهو به د ریئس جمهور اوباما نه د اسرائیلو لپاره یو ضمانت غوښتنه کوي اودا چی دامریکا منظور څه دي چۍ وایی  دوۍ تصمیم نیولي چي ایران به د نیوکلیر د جوړولوڅخه منع کړي.؟
که امریکا غواړي چی اسرائیل په ایران حمله ونکړي نو امریکا باید اسرائیلو ته ددی ضمانت ورکړي چی که کله هم د ایران مذهبي لیډر خپل ساینسدان ته دا امر وکړي چی خپل اولنی بم جوړ کړي نو پدی صورت کی به امریکا په ایران حمله کوي. زه داسی هم ګمان کوم چی پدی مشخصی موضوع به رئیس جمهور اوباما ډیر محطاط وي اوکوم خاص تعهد او ځان به اسرائیلو ته په ایران د نامنظوره نظامی حملو ذمه وار نکړي.
مګر دبلی خوا، دا ګمان هم کوم چی صدراعظم ناتین یاهو به د سختو الفاظو کار واخلي که رئیس جمهور اوبا ورڅخه وغواړي چي په ایران  د حملی ځان و ژغوري. کیدای شي چی داسی وواي چی اسرائیل دځان څخه د دفاع کامل حق لري او دا وعده امریکا ته نشي ورکولاۍ چی په ایران به حمله ونکړي او دحملی په صورت کی به امریکی ته مخکی د حملي کوم خبرهم ورنکړي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery