مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-03-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

شنکر: هيله لرم چي طالبانوته دصلحي لارښوونه وکړم

ژباړونکی: محمد سميع صادق

هندی روحاني استاد هيله لري چي طالبانو ته د صلحي لارښوونه وکړي
د ډېلي بيسټ څخه ژباړه
ژباړونکی: محمد سميع صادق

تېره اوونۍ کله چي طالبانو د امريکا سره د صلحي مذاکرې وځنډولې په عيني وخت کي يو هندي روحاني معلم د يو غير عادي سفر د پلان اعلان وکړ. دغه سفر به د صلحي يو پلاوی وي چي په پاکستان کي د طالبانو سره خبري وکړي.
 د ژمنه وکړه چي دی به د طالب جنګېاليانو سره د روحاني سکون په لټولو کي مرسته وکړي. ښاغلی شري روي شنکر چي فوربز د هند پنځم تر ټولو ځواکمن سړی بللی دی د جمعې په ورځ د ډېلي بيسټ ورځپاڼي سره په ېوې مرکه کي وويل: (( ټوله هغه کسان چي جنګ کوي تشويش او وېره لري ، دوي غواړي چي ځانونه ارزښتناکه احساس کړي .))
(( زمو‌ږ تخنيکونه دوي ته  د ښه والی احساس او ارامي ورکوي ، او چي روحاني سکون پيدا سي ، د جنګ غوښتني او غچ اخیستني ټينګار ورک سي. ))
 

ښاغلی شنکر د بېنګلور مېشتي يو خوځښت مؤسس دئ چي د ساه اخيستلو او ايستلو د تخنيکونو ، تفکر ، او د يوګا په پلې کولو سره د توندو مېلانو مخنيوی کوي او دا خوځښت ادعا کوي چي په ميلينونو جهاني لارويان او کابو پنځه زره په پاکستان کي لري . څرنګه چي د شاغلي شنکر پلانونه په مقدماتي پړاو کي دي ، دی هيله لري چي د آرټ آو ليونګ لارويان په پاکستان کي و پښتني سيمو ته واستوي چي د طالب جنګياليانو سره وويني.
(( موږ غواړو چي په پاکستان کي د طالبانو سره خبري وکړو ،)) شنکر وويل. (( موږ په خلاص ذهنيت ورځو ، چي پوه سو دوی څوک دي ، د دوی ستونزي او مقاصد څه دي ، دغه د تل څخه زما روش وو.))

تېره اوونئ د پاکستان د سفر په دوران کي شنکر خپل دغه ارمان څرګند کړ چي طالبانو ته خپل لاسونه ور وړاندی کړي . استاد په لاهور کي و يوې اجتماع ته خپله وينا واوروله چي په هغه کي د پاکستان د مسلم ليګ ګوند رهبر او اقتصاد پوه سرتاج عزيز چي د پاکستان پخوانی وزير خارجه او د ماليې وزير هم پاته سوی دی شامل وو . په لاهور کي د پاکستان د لمړني آرټ آو ليونګ د مرکز د پرانستلو وروسته شنکر بيا و اسلام اباد او کراچي ته سفرونه وکړل چی  هلته نوي مرکزونه پرانيزي. دا په تيرو اتو کلونو کي و پاکستان ته د ده اول سفر وو.
 په واشينګتن ډي.سي. کي ميشت د بين المللي اخ و ډب شنونکی ډيويډ .ايچ ينګ په وينا د شمالي آيرلنډ د پادريانو څخه د اسرايل تر مذهبي پېشوايانو او د بوزنيا د رومن کاتوليکانو پوري دغه مذهبي مشزانو د تاريخ په اوږدو کي په ظاهره کلکو حالتونو باندي د پام وړ تاثير درلودلی دئ . مګر د خبرداری ورکړ چي اکثره امن راوستونکي وطني خلک وه ، او دغه حقيقت ته په کتو سره چي شنکر يو افغان نه دی او نه هم يو پښتون دی ښايي په سيمه کي د ده هڅي د ناکامي سره مخامخ کړي.
 ښاغلی ينګ وايي:(( د پاکستان يا افغانستان يو ريښتينی طالب قوماندان به د شنکر سره د ليدلو هم دومره ليواله وي څومره چي به پېټ پيټرسن ته وي،))

((د طالبانو دپاره دا دواړه يو شان دي.))
شنکر په دې باوري دی چي په داسي يو وخت کي چی ډيري نوري رسمي سياسي هڅي پاته راغلي دي ښايي يو انساني او شخصي برخورد ګټور ثابت سي.
 
دی وايي:(( تصادم په انفرادي ککرۍ کي راپورته کيږي ـ و ټولني ته خپرول کیږي،)) ده زياته کړه چي د ده دغه بې طرفه دريځ چي نه د يهود-عیسوي نمايندګي کوي او نه هم د مسلمانانو طرفداري کوي ښايي يو بېل  فکروړاندي کړي.
 ده دپاکستان د نومبر ۲۰۱۱ د هغه دريځ يادونه وکړه په کوم کي چي پاکستان هند ته د کامله الوداد (هغه هيوادچې په راكړه وركړه كې دتعرُفې،ګمركي محصول اونورومسلو له پلوه ښه شرايط اوامتيازات مني ) د مقام ورکولو فېصله کړې وه. ده دا د سيمي دپاره يوه مثبت اشاره وبلل.

(( په پاکستان کي به تل خنډونه وه مګر دا ځل ما داسي محسوس کړل چي يو څه خنډونه ليري کړل سوي دي. دلته زما يو ريښتينی او ډير صميمي پزيرايی وسو.))
په دې خاطر ينګ تلقين کوي چي د خپل هيواد د پولو دننه په منځګړتوب شروع کولو سره شنکر يو ډير مؤثر رول لوبولای سي. د د اثر نور هم ستر کېدلای سي که د اشغال سوي کشمير پر ستونځي باندي د پاکستان سره د خبرو پر مېزدی دهلي پر امتيازاتو ورکولو قانع کړي. دغه کار هم د مذهبي او هم د غېر مذهبي کړيو دپاره سخت دی. او په کافي اندازه خلک هم نسته چي دا کار کوي.
 
دغه خوځښت چي اوس به لمړي سر کي شنکر د طالبانو د عصبي فشار د کچي کمولو دپاره تر غور لاندي ساتلی دی بالاخره ښايي يو جغرافيايي سياسي ډومينو اغېزه ولري. ((که د هند او پاکستان تر منځ شخړي کمي سي ، پاکستان ته به لږ علت پاته سي چي د اسلامي جګړه غوښتونکو ډلو لکه طالبانو ملاتړ وکړي او هغوی ته روزنه ورکړي،)) ينګ وويل. په نتيحه کي به هند د يو سوله ييز افغانستان لامل وګرځي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery