مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-03-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په مراکو کي د جنسي تجاوز د قانون پر خلاف لاريونونه

محمد سميع صادق

د ګلوبل پوسټ څخه ژباړه
ژباړونکی: محمد سميع صادق

د موروکو د قانون اساسي ۴۷۵ ماده جنسي تيری جاېيزه ګڼي که تېری کوونکي د نابالغو قرباني کېدونکو سره واده وکړي. ددغي قانوني سوړي د منسوخ کولو دپاره احتجاجونه او د ټولنيز رسنيو پاروني بې وخته خبري دي چي د هغي نا بالغي نجلۍ ژوند وږغوري چاچي ځان وژنه وکړه ، مګر په نتيجه کي شايد د نورو ځوانو ښځو په ږغورلو کي مرسته وکړي.
پر آمينې ال فيلالي باندي د جنسي تيري وروسته محکمې هغې ته امر وکړ چي ددغه جرم د مرتکب سره واده وکړي. پنځه مياشتي وروسته هغې د موږکانو د زهر تېرولو په ذريعه خپل ژوند ته د پای ټکی کښېشود تر څو د خپل متجاوز  چي دا به يې په وار وار وهله ټکوله هم  سره د ژوند تېرولو څخه ډډه وکړي.
 ددې شپاړس کلني نجلۍ مړېنه کابو پنځوس زره کسان پارولي چي پر داسي يو عرض باندي لاسليکونه وکړي کوم چي ددغه قانون تبديلي غواړي او ددې عرض د ملاتړ دپاره ددغه هيواد په پلازمېنه کي احتجاجونه سوي دي.
 دولت د کال ۲۰۰۲ راهيسي ژمنه کړې ده چي په دغه قانون کي به بدلون راولي او د ښځو پر وړاندي پر تاو تريخوالي سره سره به خپله پاملرنه د هيواد په کورني مقرراتو کي چي د واده کولو عمر د ۱۵ څخه و ۱۸ ته را پورته کول او د کم سنو په زوره ودول شامل دي متمرکزه کړي. خو په اساسي قانون کي بيا هم  داسي زړې سوړي سته چي دا ذکر سوي قوانين بې مانا ثابت کړي له کومو څخه چي يوه يې ۴۷۵ ماده ده.
 د يوه محصل په توسط سره جوړي سوي يوه ويډيو کي يوې ځواني نجلۍ وويل: (( موږ فکر کاوه چي دغه نوي کورني مقررات به موږ سره متحد کړي ، زموږ حقوق به بيرته راکړي  او زموږ دفاع به وکړي مګر هيڅ څوک نسته چي دغه مقررات ټينګ او تطبيق کړي. ))
 له  اې جې سټريم ويب پاڼي ( الجزيره سټريم)  له مخي: (( د موروکو د قانونِ جزايي ۴۷۵ ماده په فرانسوي ژبه داسي وايي چي د کم سنه پر تښتونکي (هغه اصطلاح چي متجاوز يا حمله کوونکي ته اشاره کوي)  باندي قانوني دعوی نه سي کېدلای که هغه د خپل د هوس ښکار سوي سره و واده کولو ته حاضر وي. د جزايي قانون په عربي عبارت کي  تېری کوونکي هغه څوک بلل سوی دی چي کم سنه تښتوي يا يې هم خطا باسي. په دواړو فرانسوي او عربي ژبو کي دغه ماده د تيري کوونکو سره د کم سنو د واده او د تيري کوونکو د برا‌ْت توجيه کوي (پر حق بلي).))
 په سلهاوو ښځو او د ښځو د حقوقو کمپاين کوونکو تېره شنبه (مارچ ۱۷) په ربات کي په قانون جزايي کي د بدلون راوستلو په موخه لاريون وکړ او د پارلمان و مخ ته يي احتجاجي ناسته وکړه. د ښځو د حقوقو ديموکراتيک اتحاديې ( ايل ډي ډي ايف ) رئيسي اغلي فوزيې اصولي بي بي سي ته وويل : (( په موروکو کي قانون  عمومي اخلاق خوندی کوي فردي نه.))
 ټويټر او فېس بوک هم د آمنې د ملاتړ په خوځښت کي يو ډېر مهم رول لوبولی دی او د داسي نظام غندنه يې کړې ده چي د آمنې و ستونزو ته يې کاملاً قانوني بڼه ورکړه. په فېس بوک کي آمنې ته يو ګروپ جوړ سوی او په ټويټر کي #RIPAminaد
هېش ټېګونه چي په فرانسوي،عربي او انګليسي ګډو ژبو دي په يوه دقيقه کي تر شلو پوري پورته کيږي.
 په شُمالي افريقا کي د نورو محافظه کارو ( زوړ پالو ) اسلامي هیوادو په څېرد موروکو ټولنه هم داسي انګېرني لري چي د جنسي تيري قرباني سوي هم ځان ته او هم و خپلي کورني ته د شرم راوړلو باعث ګرځي. د يوې نا ود سوي پيغلي دپاره داسي بې حُرمتي يو جِدي سپکاوی دی نو د جنسي تيري کوونکي سره واده د کورنۍ کُلتوري ستونزي هواري کوي. مګر ددې هيواد ځواني ښځي ددغه فکر د بدلولو مرام لري.

د موروکو د مواصلاتو وزير مصطفی ال خلفي و الجزيره ته وويل : (( څه چي پېښ سوي دي موږ پر هغه سترګي نه سو پټولای ، يو د هغو شيانوڅخه چي زموږ تر فکر لاندي دي د جنسي تيري په جزا کي نوره سختي راوستل دي. يو بل شی چي موږ به پام کي لرو هغه پر کلتوري او ټولنيز اړخو باندي د مباحثو برابرول دي چي په ترڅ کي يې يوه جامع اصلاح را منځ ته سي.))

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery