مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-03-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

واشنګټن پوسټ : دبحر تر ټولو ژوري برخي ته دجیمزتلل

ژباړونکی: محمد سميع صادق

جيمز کېمېرن د نړۍ واحده سپړوونکی سو چي د بحر تر ټولو ژوري برخي ته ورسېدی
د واشنګټن پوسټ څخه ژباړه
ليکوال: براين واستاګ
ژباړونکی: محمد سميع صادق
د «دي ابیس» فلم ډايريکټر د سمندر و تل ته ورسېدی.

د نېشنل جيو ګرافک سوسايټي ( چي ددغه فلم جوړوني او ساينسي سفر د مالي لګښت مسؤليت پر غاړه لري) له يوې بيانيې له مخي د سمندر تر ټولي ژوري نقطې ــ شا و خوا اووه ميله تر اوبو لاندي ــ ته په رسېدو سره فلم جوړوونکی او د سمندر شوقمن جېمز کېمېرن لومړنی يواځنی سياح سو چي دا اوبه يې پای کړې. دده په خوښۍ جوړه سوې يو کسيزه تحت البحري د دوشنبې په ورځ پر سيمييزه وخت ۷:۵۲  په جنوبي بحرِ اوقيانوس کي واقع مريانا ټرينچ(کنده) باندي  ولګېدل.

له بېانيې له رويه په ۳۵،۷۵۶ فټه ژوروالي کي له تل سره د لګېدو وروسته د اکاډمي جايزې ګټونکي په مخابره کي وويل:« ټوله دستګاوي سمي دي.»

د مورنۍ کښتۍ مرمېډ سفاير سره وصل سوي کمزوري ارتباط سره په ګټه اخيستلو سره کېمېرن په ټويټر کي وليکل:« دا اوس د سمندر تر ټولي ژوري برخي ته راورسيدم. د بل هیڅ تل سره لګېدل ه داسي ښه احساس نه دی راکړی.  صبر نه سم کولای چي ستاسو سره هغه څه شريک کړم  کوم چي زه يې وينم.»
د تل څخه د يو راکټ د سفر په څېر د ستنېدو وروسته دی د ګام د جنوب لويديځ څخه ۳۰۰ ميله ليري د اوبو پر سر را څرګند سو.

تر اوو کالو زيار ګاللو وروسته ، د هالي ووډ دغه د هر وخت او تر ټولو کاميابه ډايريکټر کوزېدنه د متلاطم موجو له کبله شا و خوا يوه ورځ وځندول سوه. مګر په دوشنبه تقريباُ د سهار  پر سيمييز وخت  ۵ بجې څپې د املې دپاره په کافي اندازه ارامي سوې چي دا ماشين و اوبو ته ور ايله کي. «خوشي یې کړئ ،   خوشي یې کړئ ، خوشي یې کړئ .» په ويلو سره کېمېرن د ماشين چلول پېل کړل.
په جنوري ۱۹۶۰ کي د سمندري ځواک د دوو بريدمنو د بحر د اخري نقطې ته رسېدلو  بعده د انسان دا اوله هڅه ده چي و چېلينجر ډيپ، د مريانا ټرينچ تر ټولو ژوري نقطې، ته رسيږي . په هغه سفر کي ډان والش او جېکس پيکارډ، يواځني انسانان چي له کېمېرن څخه يې مخکي ددغه ځای ليدنه کړې ده، خپل په تحت البحري «ټريسټي» کي داوبو په بيخ کي فقط ۲۰ دقيقې تيري کړې. دغه تحت البحري دونه لای را پورته کړ چي په حقيقت کي دوی دواړو خپل د بېړۍ تر سوري هيڅ هم و نه ليدل.

توقوع کېدل چي د کېمېرن دغه ماشيني غوټه به اته ساعته دوام وکړي. له پلان له مخي دغه نوښتګر « داوبو نېغ بم» ( زرغون د ليمبو رنګ درلودنکی تحت الباري ډيپ سي چېلنجر چي کېمېرن يې په طرحه کولو کي مرسته کړې ده) به فقط په ۹۰ دقيقو کي سيخ لاندي ۳۶،۰۰۰ فُټه شاکول (نېغ لاندي پر سر کښته کېدل) کړی وای چي د يو انسان پيلوټ دپاره تېز ترينه غوټه ده. د غوټې په پای کي کېمېرن بايد  ۱،۱۰۰ پاونډه
د فلز وزنه لاندي خوشي کړې وای چي دده ماشين يې د اوبو و سر ته را ارتاو کړې وای .

د لوړي ټيکنالوژي «ترکيبي زګ» چي د ماشين مرکز تشکيلوي داسي ځای پر ځای سوی وو چي د ډېر فشار پر وخت سره تخته کېدی، او ددې څخه تر څلورو فټو کمي فاصله کي  د فلز په يوې کره کي د کېمېرن خوندي ساتنه کېدل.

په يو بې چلوونکي ازمايښي غوتې کي تر بچ کېدو وروسته دا ثابته سول چي دغه تحت البحري پر هر مربع انچ د اتو ټنو ويجاړ کوونکي فشار پر وړاندي مقاومت کولای سي ــ د دا مانه لري لکه يو فيل چي ستاسو د پښې پر بټه ګوته ولاړ وي.
خورا ډېر د ډا‌ډوړ سيسټمونه طرح سوي وه په دغه تحت البحري کي چي د ستونزو پېښېدو پر مهال يي کروي جسم د ماشين څخه  جلا کوی او لوړ د اوبو سر ته يې ليږی. په ماشين کي د ۵۶ ساعتو دپاره په کافي اندازه آکسيجن شتون درلود. او که تحت البحري د تل په تورو خاورو کي بند سوی وای، د سمندر مالګينو اوبو به هغه بندونه شوړولي وای کومو چي د دغه نېغ ماشين په منځ کي کُره ټينګه نيولې ده په دې توګه به کره ازاده سوې وای.
څلورو لوړ پېژاندو کامرو د يوې تلويزوني شبکې و ځانګړي پروګرام او و ۳ ډي سينمايي فلم ته ددې سفر عکاسي وکړل او ورسره اته فټه اوږده د لوړ شدت لرونکو څراغونو ډلګۍ د کندي دغه ژوري روښانه کړي وې چي د لمر د پلوښو د رسېدو تر حده خورا ډيري تېري دي.
د فلم جوړولو پرته کېمېرن د تحت البحري سره نښلول سوو بازوګانو په ذريعه د کاڼو، خاورو او د ژور سمندر د ژوو را ټولولو هدف هم درلود. د سکريپس اِنسټيټيوشن او اوشنوګرافي اود ناسا بيالوژي پوهاندان او مځکه پېژندونکي به د دغو نا اشنا ميکروبونو اود نښو د نمونو ځېر کتنه وکړي چي څنګه د دوو غټو ټکټوني تختو له ښويېدو څخه زلزله او يا هم سونامي راتلای سي.
کېمېرن له اوږدي مودې راهيسي بحري سپړونکی دی. د فلمونو جوړولو سربېره په کال ۲۰۰۳ کي د ټايټېنک پر ړنګوالي باندی يې يوه ډاکومينټري «ګاسټس او ابيس» جوړه کړې او په کال ۲۰۰۵ کي يې «اېلينز او دي ډيپ» و تماشاچيانو ته وړاندي کړل. د ټايټېنک د بېړۍ د ۳۳ غوټو په شمول دا په تحت البحري کي و بحر ته دده ۷۳ سفر وو.
د ۲۰۱۰ په ټي اي ډي مرکه کي کېمېرن د ساینسي خيالي کيسو او  د سپړني د نقلو سره خپله مينه څرګنده کړې وه. ده وويل: «د جېکس کوسټيو د پروګرامو لړې زه و دې ته ډېر را پارولی وم چي دلته پر مځکي يوه بېګانه نړې سته». «زه به يوه ورځ و يوې پردۍ دنيا ته په خلايي بيړۍ کي ځم، دا تر ډېره حده بې احتماله برېښېدل. مګر  بحر  هغه دنيا وه چي زه پر دې مځکه په حقيقت کي ورتلای سوای.»

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery