مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-03-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

رویټرز: طالبان ستاسي پرلیکه سوي پوښتنو ته جواب وائې

ژباړونکی: محمد سميع صادق

طالبان جواب ورکوي: جګړه غوښتونکي ستاسو  پرليکه سوي پوښتونو ته جوابونه وايي
سرچينه:روټرز خبري اژانس
خبريال:سنجيو ميګلاني
ژباړونکی: محمد سميع صادق

ايا غواړی خبر سئ چي افغان طالبانو ولي د امريکا سره مذاکري پېل کړې که څه هم دوی د دنيا تر ټولو پر مخ تللی پوځ په صحيح مانا له خنډونو سره مخا مخ کړی دی او يا هم غواړی پوه سئ  که دوی بيا قدرت تر لاسه کړ نو د انجونو د تعليم حال به څه وي؟
طالبانو په خپل ويب پاڼه کي يوه پر ليکه سوې لړۍ د «ستاسي سوالونه او د زبيح الله مجاهد جوابونه» په نامه پېل کړې ده چيري چي لوستونکي د خپلو سوالو جوابونه د طالبانو د وياند څخه تر لاسه کولای سي.

د انلاين مرجعې دپاره پر لانديني لينک کليک وکړئ.
http://www.alemara1.com/index.php?option=com_phocaguestbook&view=phocaguestbook&id=3&Itemid=67

په اوسني وختو کي تر ټولو تود بحث د امريکا سره د طالبانو پټي مذاکرې دي چي ددوی تر ټولو لوی دُښمن دی او چي دوی د افغانستان څخه ددغه دښمن د ځواکونو د ايستلو عهد کړی دی.

سوال کوونکي احمد احسن ليکلي چي د طالبانو ملاتړ کوونکو د طالبانو پر مشرتابه تل باور کړی وو مګر په قطر کي د صلحي د مذاکرو  دپاره د دفتر د پرانيستلو وړانديز انديښنه را منځ ته کړې ده.
احسن په پښتو ژبه ليکلي:« موږ تل خپل پر مشرانو او رهبرانو باور کړی دی.خو اوس زموږ فکرونه ارام نه دي.»

مجاهد د دې پريکړي په دفاع کي ويلي چي د افغانستان اسلامي امارت ( هغه نوم چي طالبان يې خپل د خوځښت دپاره استعمالوي) مشري ملا عمر کوي، هغه انسان چي نړۍ ته يې ځان ثابت کړی دی، او بس دغه خبره کفايت کوي.

ده وويل چي طالبان خپل پر موخو کلک ولاړ دي او ليکلي يې دي:« نور نو د خدای کار دی»
يوي ښځينې سوال کوونکي مديحه خالد د جرمني څخه پوښتنه کړې وه چي د طالبانو تر راتګ وروسته به د انجونو ښونځېاني څنګه سي. طالبانو خپل د سخت سري واک پر مهال د  انجونو پر مکتبونو بنديز لګولی وو.

مګر مجاهد د دې علت د داسي بوديجې کمښت وباله په کوم چي د انجونو مکتبونه د اسلامي عقايدو سره سم وچليږي.
ده وويل:«موږ غواړو زموږ ميندي او خوندي په اسلامي چوکاټ کي تعليم وکړي.»
 طالبانو د خپل پيغام د خپرولو دپاره د اينټرنيټ پراخه استعمال شروع کړی دی. و يو بل سوال کوونکي ته په جواب کي مجاهد ليکلي چي د دوی ډله فېس بوک او يوټيوب په ځېر سره څاري او په رسنيو کي په دوی پوري اړوندو راپورو پسې ګرځي.
«موږ هڅه کوو چي هر هغه څه ووينو چي خپريږي او بيا خپل دريځ څرګندکړو»

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery