مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-03-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

NBC : امریکاپه افغانستان کي خپل دسرتیرو امنیت ټنګوي

ژباړونکی: محمد سميع صادق

د اين بي سي نيوز څخه ژباړه
مارچ ۲۹
ژباړونکی: محمد سميع صادق
د چهار شنبې په ورځ د امريکا جګپوړي قوماندان جان اېلن وويل په افغانستان کي پر امريکايي پوځ پيره ډېره دقيق سوې او نور به هم داسي ګامونه اوچت کړي چي د دوی د سرتېرو د خونديتوب ضامن وګرځي.
اېلن ددغه اقدامو امر په داسي وخت کي کوي چي په دې ورستیو اونيوو کي د افغان سرتيرو له خوا ۱۶ داسي بريدونه سوي په کوم کي چي امريکايي او ايتلافي ځواکونه وژل سوي دي. باور کيږي چي بعضي وژني د قرآن او نورو مذهبي شيانو دسوځولو له پاروني څخه سوي دي.
په دې نوي وسيلو کي د «ساتونکو پرښتو» په نامه د سرتېرو استعمال هم شامل دی چي د خوب پر وخت به پر  نورو سرتېرو پيره کوي.
امريکايان اوس په بعضو وزارتو کي د وسلو سره ګرځېدلای سي او په دفترو کي خپل مېزونه داسي ايږدي چي پر دروازه پام وساتلای سي.
په کابل کي دوه امريکايي چارواکي د کورنيو چارو په وزارت کي خپل پر مېزو باندي وژل سوي وه.
اېلن د دغو اقدامو پر جزياتو و نه ږغېدی خو ده تاييد کړه چي بدلونونه راوستل سوي دي.
«موږ په حقيقت کي د خوب د ترتيباتو او د هغو کوچني پوځي اډو له کومو څخه چي موږ خوځښتونه کوو د داخلي دفاع دپاره له خپلي خوا اړين ګامونه پورته کړي دي تر څو ځانونه خوندي وساتو»
اېلن دستور صادر کړی چي د جنګ د ميدان په هر يوه سرتيري بايد دغه ولوستل سي او فکر په وکول سي او د کار کولو په وخت کي سرتیري بايد خپل د شا و خوا څخه خبر وسي. اېلن امر کړی چي حد اقل يوسلا داره عسکر د نورو د تمرين، خوب او کار پر وخت بايد پيره وکړي.

«دا يو ډېر عاقلانه فکر دی» د دفاع يو عالي رتبه چارواکي و اين بي سي نيوز ته وويل. سرچينې زياته کړه چي د ناټو ايساف قوماندان ددغو اقدامونو امر کړی او هر منطقوي قوماندان داسي حکمونه پلې کولای سي چي دوی ته مناسب وبريښي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery