مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-03-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دافغانستان کرکټ لوبډلې هالنډ ته ماتې ورکړه

راحیله جوواد - کابل
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ په يوه نړيواله سيالۍ کې هالنډ ته ماتې ورکړه. دا لوبه نن د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښار په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه. د افغانستان ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل پچه وګټله اولومړى يې د هالنډ لوبډلې ته د لوبې بلنه ورکړه. د هالنډ لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د نهولوبغاړو په سوځېدو ٢٥٧ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ۲۵۷ منډو هدف کېښود. د افغانستان له لوري عزت الله دولتزي څلور، محمد نبي دوه، سميع الله شينواري او جاوېد احمدي يو يو لوبغاړي وسوځول. د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړو نن ډېره ښه مسلکي لوبه وکړه او ياد شوى هدف يې په ډېرې اسانۍ سره په ٤٧ اوور کې د پنځو لوبغاړوپه سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله. هغه وايي چې د نننۍ لوبې ځانګړتيا داوه، چې ملي لوبغاړو کريم خان صادق ډېره ښه لوبه وکړه او سليزه يې ووهله، دده په سليزه کې څلور شپږيزې او ١٢څلورمې هم شاملې وې. دغه راز په دې لوبه کې جاوېد احمدي ٤٣ ، محمد شهزاد ٣٧ او نوروز خان منګل ٤٥ منډې جوړې کړې. کريم خان صادق د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو. د يادونې وړ ده چې وړمه ورځ د هالنډ لوبډلې افغانستان ته ماتې ورکړې وه. د ٢٠١٥ کال د نړيوالو يو ورځنيو اتلوليو د غوراوي لوبې د اتو هغوهيوادونو ترمنځ له تير يوه کاله راهيسې روانې دي، دغه اته هېوادونه چې عبارت له افغانستان، ايرلينډ ، کينيا، کاناډا، سکاټلينډ، هالنډ، متحده عربي امارات، نميبيا څخه دي،په خپلو کې څلور ورځنۍ لوبې هم کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery