مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-04-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

بلوڅ سرداران دبلوچستان له پرمختګ سره مخالف ندي

ژباړونکی: محمد سميع صادق

دډان ورځپاني څخه ژباړه
۷ اپريل ۲۰۱۲
ژباړونکی: محمد سميع صادق

د وژل سوي بلوڅ مشر نواب اکبر خان بُګټي لمسی براهمدغ بُګټي بيريږي که په اروپا کي جلا وطنۍ ترک کړي او بيرته پاکستان ته ستون سو چارواکي به دی ووژني.
 
په جينيوا، سويټزرلېنډ ، کي په يوه مرکه کي د وويل:« که زه بيرته ولاړ سم ، زه به هم ووژل سم.» د زياته کړه « نواب اکبر بُګټي ووژل سو، بالاچ مری ووژل سو.»

براهمدغ چي اوس په زوريخ کي اوسيږي اکثره په يوه شانداره هوټل کي د رسنیو سره ويني. د وويل چي د ده د جلا وطنۍ سبب دا دی چي د پاکستان څخه دباندي دی خپل د موخي لپاره بهتره کار کولای سي. ده وويل:« د دې ځايه څخه زه د بلوڅانو لپاره کار کولای سم.»

دی لا ۲۵ کلن وو چي به ۲۰۰۶ کي د اګست پر ۲۶ اکبر بُګټي ووژل سو. په دغه وخت کي دی افغانستان ته وتښتېدی او هلته يې د څو کلونو تېرولو وروسته تېر کال په سويټزرلېنډ کي پناه وغوښتل. ده خپله بلوڅۍ ږيره خريېلې ده ، خپلي توري پر شا اړولي څوڼي يې پرې کړي دي او  خپله بلوڅي لنګوټه يې په بيري خولۍ  بدله کړې ده. يو قوي او ظاهراً بې سلاح ځوان بلوڅ ساتونکی لکه سايه د براهدغ سره هر ځای وي.

د ده پاکستاني مقاماتو سره د مذاکرو احتمال رد کړ او توصيه يې وکړل چي د بلوچستان د مسلې د هوارولو واحده لاره دا ده چي د دې ولايت په ټولو ولسوالیو کي دي تر بين المللي څارني لاندي ريفرينډم تر سره سي. «د ملل متحد تر نظارت لاندی دی ريفرينډم وسي... که خلک ووايي چي غواړي د پاکستان سره پو ځای سي، زه به هيڅ اعتزاض و نه لرم؛ زه به يې قبول کړم. زه به د خپلواک بلوچستان غوښتنه پرېږدم. مګر که اکثريت د خپلواکۍ ملاتړ وکړي بيا نو په کار ده چي بين المللي حکومتونه او ملګري ملتونه ددې تضمين وکړي چي د خپلواکۍ ملاتړ به کوي.»

براهمدغ، پر چا چي د پاکستاني مقاماتو له خوا په بلوچستان کي د ترهګري د فعاليتو د سرپرستۍ، مالي ملاتړ او اداره کولو بېلابېل تورونه دي، دغه نظريه رد کړه چي بلوڅ سرداران ددوی په سيمو کي له پرمختګ سره مخالف دي. د وويل چي بلوڅان د هغو سړکانو د رغوني د پروژو سره مخالف دي چي په استعمال سره يې ددغه ولايت د طبيعي منابعو په ناوړه ګتو کي زياتوالی راولي.
 
کله چي د ده څخه په بلوچستان کي مېشت د پنجابیانو د وژنو په اړه پوښتنه وسوه براهدغ پوځ وترټی. ده وويل: «کله چي پوځ خلک وژني ، د هغو د کورنيو و غړو ته پرته له انتقامه بله لاره نه پاتيږي.»

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery