مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-05-05   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

ريانوستي : ولادمير پوتين دروسيې لمړی وزير دکابينې ....

حبيب الله غمخور

ژباړن :حبيب الله غمخور

له ريانوستي  ((РИА Новости))نه  ژباړه

د۲۰۱۲    ز کال د می ۲

ولادمير پوتين دروسيې لمړی وزير دکابينې په وروستۍ غونډه کښي له وزيرانونه مننه وکړه .

 

مسکو، دريانوستي دخبرله مخې دروان ز کال دمی پردوهمه ښا غلي ولاديميرپوتين دروسيې لمړی وزيراومنتخب ولسمشر دداوسنۍ کابينې دټولوغړونه ددوي سره دگډکارله امله دمننې په څرگندولوسره وويل چي دوي په خپلو ورسپارل سو دندوکښي دمسلکي مهارت ،کاري وړتيا، تجربې اومسولانه کړنونه په استفادې سره ورسپارل سوی دندي سرته رسولې .

ښاغلي پوتين کابينې ته دلمړی وزيرپه توگه په خپلو ورستنيو خبروکي وويل : زموږ هيواد ډيري ډراماتيکي اوله ستونزوډکي شېبې اوآزموينه شاته پرېښودل.ماليدل چي تاسو هريوه څنگه خپله دنده سرته رسول اوتاسوهريوه پدې ستونزموشرايطوکښي دخپل مسلکي اوسياسي استعداد له مخې دخپل مسوليت په چاپيريال کښي دولتي دنده پرغاړه واخيستل. لمړی وزير زياته کړه پدې موده کښي چي تاسو کاری مسوليت درلود ټولو وزيرانوخپل کارونه په بري سرته ورسول اوهيڅ ډول لانجه اوخرابي پېښه نسول.هغه وويل ټول دولتي کارمنظمه بڼه پر مخ درومي .

ديادولووړده چي ښاغلی ولاديميرپوتين ددوهم ځل لپاره دمی دمياشتي پر اومه دولسمشرپه توگه په رسمی بڼه کارشروع کوي .

 

ريانوستي

د۲۰۱۲ ز کال دمی ۵ مه

ژباړونکی : حبيب الله غمخور

دروسيې جمهوررئيس ښاغلي دمتري ميدوېدف دخپل حکومت په دوره کښي ۶۸ ځله دروسې له مختلفوسيمواو۵۲ هيوادوته سفر کړی .

دروسيې جمهوررئيس ښاغلي دمتري ميدوېدف دجمهوري رياست په څلوروکلونوکښي ۲۱۲ کورني اوبهرني سفرونه کړي، چي دهغې جملې نه ئي ۶۸سفره دروسيې په داخل کښي او ۱۱۵ سفره له روسيې نه بيرون بهرنيو هيوادوته  کړي،چې پدې سفرونوکښي ئې دنړۍ له ۵۲ هيوادونه کتنه کړې ده .

ښاغلي دمتري ميدوېدف ټول ټال ۱۶۹۳ ساعته په هيواکښي سفرکړی چي پدې سفرسره ئي تريومېليون  کيلومتر زيات لاروهلې .

ښاغلي دمتري ميدوېدف دخپل حکومت په دوره کښي ۹ دولتي کتنې ،۳۶ رسمې او۴۲ کاري ليدنې له بهرنيو هيوادونه کړيدي .ديادولووړده چي پدې سفرونوکښي ۱۲ ځله قزاقستان ۷ ځله المان فدرالي جمهوريت ،شپږ ځله فرانسي اوايټاليا ته سفرونه کړي .

دښاغلي دمتري ميدوېدف دحاکميت دوره مخ پر ختمېدوده اودمی دمياشتي پر اومه دولتي واک ښاغلي ولادمير پوتين ته چي دجمهوري رياست په ورستيو ټاکنوکښې ئي ترټولوزياتي رايي خپلې کړې سپارل کيږي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery