مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-06-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د كرزي د كورنۍ داخلي اختلافات

سرچینه : نیویارک ټایمز

سرچینه : نیویارک ټایمز
لیکوال : جیمز رایزن
لینک : http://www.nytimes.com/2012/06/04/world/asia/karzai-family-moves-to-protect-its-privilege.html


په داسي حال كي چي په رياست جمهوري كي د افغان ولسمشر حامد كرزي د واك شېبې ورځ تر بلي را لنډېږي، د نوموړي د كورنۍ هر كليدي غړى نه يوازي د خپل موقيف ساتلو او واك ته د رسېدو په هڅه كي دى، بلكي خپله د ننه په كورنۍ كي په پټه د هغو غنيمتونو پر سر سره جنګېږي چي په تېرو لسو كلونو كي يې لاس ته راوړي دي.
د ولسمشر كرزي يو ورور، قيوم كرزي ولسمشرۍ ته زور وهي، په داسي حال كي چي د كرزي د واك كمبله په (۲۰۱۴) كي ټوليږي، او نور ورونه يې د سرو زرو د هغې چركي پر سر سره جنګېږي چي 'عينو مينه' نومېږي. هغه عينو مينه چي د افغانستان تر ټولو لوي خصوصي ښارګوټى دى.
د دغې لويي پروژې څخه د غلا او غضب بوى مخكي لا را ولاړيدى، خو په دې وروستيو كي حتا د وژنو د دسيسو راپورنه لا هم وركړل سول، چي قيوم كرزى يې په اړه وايي: (( د اكورنۍ ستونزې دي.د كورنۍ غړي يو له بل څخه خوابدي كېږي او بيرته سره پخلا كېږي. هيله لرم چي دوى (كرزي ورورنه) به هم په خپل منځ كي سره جوړ سي.))
د كرزي كورنۍ ته نژدې د ځينو داخلي سرچينو په قول، د ولسمشر يو ورور د خپل كورنۍ يو تن هغه نژدې كس په زندان كي اچولى چي د يادې كورنۍ د خپلوان په باور د احمد ولي كرزي هغه پټي شتمنۍ او جايدادونه ورته معلوم دي چي احمد ولي په خپل ژوندون پټ كړي وه. احمد ولي كرزى د كندهار د ولايتي شورا مشر او د سوېلي افغانستان يو له قدرت لرونكو كسانو څخه و چي تير كال ووژل سو.
پر نوموړي دا تور و چي خپل زيات عايدات په افغانستان كي د تارياكو د كاروبار او ګڼ شمېر نورو غيري قانوني معاملو څخه لاس ته راوړي، حال دا چي ده همېش دغه تورونه ردول.

په (۲۰۱۴) كال كي د افغانستان څخه د امريكايي او ناټويي سرتيرو وتل، په داسي حال كي چي جګړه لا هم ناحله پاته ده، او ور پسې د ولسمشر كرزي د واك ختمېدل، د دغې كورنۍ لپاره ګڼ شمېر اندېښنې را ولاړي كړي دي. د ولسمشر كرزي كورنۍ د هيواد يو له هغو كورنيو څخه ده چي ډېر څه يې د جګړې څخه لاس ته راوړي دي. د امريكا پوځي كراردادونه، د بهرني كمپنيو سره داخلي معاملې، دولتي فساد او د نشې توكو قاچاق هغه څه دي چي دوى يې په ګټو په تېرو لسو كلونو كي ځانونه پړسولي.

په امريكا كي د (RAND) په نوم يو (پالسي) جوړونكى او څيړنيز انجمن يو تن كارپوه، سيت جونز وايي: (( كه چيري څوك د افغان دولت يو له هغو لوړ روطبه دولتي چارواكو څخه وي، نو د ده پيسو او د اوسېدو ځاى ته ټولو سترګي نيولي وي ځكه نو دغه ډول كسان د خپل پيسو د انتقال او ځاى د بدلون لپاره هتمن پلان (بې) لري.))
د ولسمشر كرزي د كورنۍ غړي، چي زياتره يې د امريكا تابعت لري، په (۲۰۰۱) كال كي د طالبانو د ريژيم د ختمېدو سره سم هيواد ته را ستانه شول، حال دا چي ولسمشر كرزي په خپله د هيواد واك په لاس كي واخيست.  په افغان دولت كي د دننۍ او نورو سرچينو په حواله، دا كورنۍ يو له هغو كورنيو څخه ده چي په تيرو لسو كلونو كي تر ټولو ډېره نيكمرغه شوې ده.
په كابل كي د ډېرو سياسي شننونكو په باور، ولسشمرۍ ته د قيوم كرزي، چي د پارلمان پخوانى غړى هم تېر سوى دى،  ځان نوماندول او د هغه د بريالي كېدو چانس ځكه لږ دى چي د ولسمشر كرزي څخه د خلكو كركه او په دولت كي د اداري فساد چي د نوموړي ټول تولت په لړلى دى، خلك تر پزوي را ورستلي دي او د قيوم نومانديدل به نور هم خلك په غوسه كړي.
نه يوازي دا بلكي، د دغه كورنۍ ځيني كاروباري شريكان لا هم پر دوي نيوكې كوي.
 په امريكا كي ميشت افغان، عبدالله نادي، چي د عينو مينه په پروژه كي د محمود كرزي سره شريك دى ، او غواړي له دغې پروژې څخه خپل سهم و باسي، وايي: (( د كرزي دولت په خپله د ده د ورورنو له لاسه د په يو نامشروع، بې كفايته او ككړ نظام بدل سوى دى.))
د دغه شتمنيو د لاس ته را وړلو لپاره په دغه كورنۍ كي بدۍ، تنګ نظرۍ، كاروباري سيالۍ، شخړو او حتا د قتل تر درسيسو پوري خبره رسېدلي ده. 
د دغه ډول يوې كورنۍ له منځه د واقعيت رايستل ښايي ستونزمن وي. خو له دې سره ټوله قانع دي چي د عينو ميني د كنترول پر سر جنجال، په (۲۰۱۱) كال د احمد ولي كرزي د مرګ سره يو ځاى را ولاړه سوى دى. احمد ولي كرزى هغه كس دى چي د د امريكا د شيكاګو د ښار د يو خوړنځاى د پيشخدمت (كاركوونكي) څخه د افغانستان يو له پياوړو كسانو  او په رسمي توګه د كندهار د ولايتي شورا مشر سو.
د نوموړي وژنه، چي ويل كېږي د ده د يو نژدې كس له خوا تر سره سوه، په كندهار او د ولسمشر كرزي په كورنۍ كي يوه لويه تشه رامنځ ته كړل. د احمد ولي د مرګ څخه وروسته ولسمشر كرزي خپل يو بل ورور، شاه ولي كرزى د خپل وژل شوي ورور پر ځاى، د پوپلزو او د خپلې كورنۍ د مشر په توګه و ټاكى.
د احمد ولي د ژوند پر مهال د شاه ولي كرزي رول تر ډېره خونسا و او د زيات څه توقع نه ور څخه كېدل. ځكه نوموړي تر ډېره له سهنې څخه ايستل سوى و، او د احمد ولي په حضور كي د ده رول ډېر كم  و چي حتا نوموړي د احمد ولي په كور كي اوسيدى. خو په تېر يو كال كي د نوموړي بڼې تغير كړى دى. د قومي مشر تر څنګ شاولي د عينو ميني د پروژې مدير اداري په توګه هم دنده پر مخ بيايي.
دغه پروژه د (AFCO) شركت له خوا تمويلېږي چي مشري يې د ولسمشر بل ورور، محمود كرزى او د هغه څلور نور شريكان كوي.
دوي تر اوسه درې زره كورونه (۳۰۰۰) جوړ كړي دي، او په پلان كي لري چي څورلس زره او اوه سوه نور (۱۴۷۰۰) كورونه جوړ كړي. دا كورونه پر شل زره جريبه (لس زره هكتاره) مځكه جوړېږي چي افغان چارواكي ادعا كوي چي په غير قانوني توګه د دفاع وزارت څخه اخيستل شوې ده.
د احمد ولي د مرګ وروسته شاه ولي كرزى هم په دې نه  و رازي چي په عينو مينه كي د يو ساده كاركونكي په توګه كار وكړي. ځكه يې نو څو مياشتي وړاندي په كندهار كي خپل ځاني شركت پرانيستى او په پټه يې د عينو ميني د كور جوړوني او بازسازى ټولي نغدي پيسې د عينو ميني د پروژې د حساب څخه خپل د نوي شركت حساب ته انتقال كړې. د (AFCO) كمپنۍ د ګڼ شمېر شريكانو په باور، شاه ولي كرزي د (۵۵) ميليونو ډالرو په شاوخوا كي پيسې انتقال كړي دي.
محمود كرزي په خپله يوه مركه په دې اړه داسي ويلي: (( ده خپل كمپنۍ پرانيستل او ټولې پيسې يې هغې ته انتقال كړې.))
د عينو ميني د پروژې يو تن شريك، ښاغلى نادي، پر شاه ولي كرزى تور لګولى چي ګواكي د ده جعلي لاسليك يې كړى او په چم يې خپل كمپنۍ د عينو ميني په پروژه كي شريكه كړې ده. نادي په دي اړه په يو مركه كي ويلي: (( زه هيڅ نه پوهيدم چي هلته څه روان دي.))
كله چي محمود كرزى د شاه ولي د دغه كار څخه خبر سو، نو يې غوښتنه ځني وكړه چي دغه پيسې بېرته واپس كړي. خو شاه ولي ور سره و نه منل، او په دي يې ټنګار وكړ چي دى هم د عينو ميني په پروژه كي شريك و نيسي. محمود كرزى په خپله او د هغه نورو ملګرو دغه غوښتنه و نه منل، او د دغو  دواړو خواوو تر منځ د بې باورى او كركي فضاه را منځ ته سول.

شاه ولي كرزى د پيسو انتقال و خپلي كمپنۍ ته نه ردوي. خو نوموړي خپل دغه كړني په داسي توګه بيان كړي چي ده دا كار د كندهار د خلكو د پيسو د ساتلو لپاره كړى دى. شاه ولي كرزى وايي چي كه چيري د دا كار نه واى كړى، محمود كرزي به په پټه دغه پيسې په دوبي كي خپلو بانكي حسابونو ته انتقال كړي واى. او د عينو ميني برخليك به هم د كابل بانك هغې ته ورته وايي چي په (۲۰۱۰) كال كي رسوا شو او له ډيولي كېدو سره مخ سو. د يادوني وړ ده چي د كابل بانك د لانجې يو تن كليدي لوبغاړى په خپله محمود كرزى و. دغه بانك دخپلو داخلي معاملو له امله (۹۰۰) ميليونه ډالره تاوان وكړ چي د دغو پيسو زياته برخه د دوبۍ په پانكونو كي پرته وه. تېره كال د نيويارك يوې فدرالي څيرړنيزي موسسې په افغانستان كي د محمود كرزي، چي د امريكا تابعت لرونكى دى، د كاروباري كړونو او په هغه كي د جرمونو، غلا، غضب او نورو غيري قانوني عمالو په اړه پلټنې پيل كړې، خو تر اوسه په رسمي توګه په كوم تور نه دى نيول سوى.

شاه ولي كرزي په خپله يوه بيانيه كي د پيسو د انتقال په اړه داسي ويلي وه: (( دا پيسې د كندهار د خلكو دي.دا پيسي دوى په عينو ميني كي د باز سازى لپاره وركړي دي.)) نوموړي په دغه بيانيه كي همدا راز زياته كړې: (( كله چي زه د دغې پروژې ادارې مدير سوم، پر دوى باندي د بانك او سميزو كاراردا ديانو پيسې باندي وې، خو كله چي زه په دنده و ګمارل سوم پسې مي ټولي ادا كړې او دغه كمپنۍ مي د ډيولي كېدو څخه و ژغورل.))
محمود كرزي ويلي چي ده او د ده ملګرو په لويه څارنولي كي پر شاه ولي كرزي دا عرض كړى چي شاه ولي د دوي پيسې غلا كړي او د غضب له لاري د عينو ميني په پروژه كي په چم سره ځان شريك كړى دى. لوى څارنوال هم له دې امله په دغه معامله كي د شاولي په وړاندي د ګام اخيستلو څخه ډډه كړې چي د نوموړي په باور دا يو كورنۍ مسله ده او خپل ځان ته په دې مسله كي د مداخلې كولو حق نه وركوي.
قيوم كرزي ويلي چي ده د دغې مسلې د حلولو لپاره هڅې وكړې، خو وروسته بيرته پر شاه سو. قيوم كرزى په خپله يوه مركه كي داسي ويلي وه: (( د دوى تر منځ جنجال زياتېدى. ما غوښتل چي د دوى تر منځ منځګړىتوب وكړم، خو و نه توانيدم.))
كه څه هم ولسمشر كرزي په دغه كورنۍ مسله كي د يوې لوري طرفداري نه ده كړې، خو د نوموړي دولت مداخله كړې. هغه داسي چي د افغانستان مركزي بانك د شاه ولي كرزي د كمپنۍ بانكي پيسې له دې امله ګنګل كړي تر څو د عينو ميني پيسې ضايع نه سي. سره له دې چي محمود كرزي د دغې مسلې د حلېدو خبرې كوي، خو نور كاروباري شريكان يې وايي چي لا هم ناحله پاته ده.
د دغه كشمكش تر منځ، افغان امنيتي ځواكونه وايي چي د محمود كرزي د وژلو دسيسه يې كشف او شنډه كړې ده. نژدې دوې مياشتې وړاندي، د افغانستان ملي امنيت ادارې درې تنه، چي له هغو څخه يې د هغو دوو تنو هويت څرګند كړ چي د عينو ميني پخواني كاركونكي وه. د هغو څخه يو تن و نيول سو چي بيرته خوشي كړل سو، او هغه دوه تنه نور د محمود كرزي له هغو د دندې ګوښه كړل سول.
كه څه هم افغان امنيتي چارواكو شاه ولي كرزى په دغه دسيسه كي په لاس درلودلو نه دى تورن كړى، خو نوموړى په دغه دسيسه كي د لاس درلودلو هر ډول تور ردوي، چي محمود كرزي په خپله هم په يوه مركه كي دا سي ويلي وه: (( زه دا نه منم چي زما ورور دي په دغه دسيسه كي لاس و لري.))
د شاولي كرزي د كورنۍ د غړو په باور، نوموړي هڅه كوي چي د خپل وژل شوي ورور، احمد ولي كرزي د پټو شتمنيو راز افشا كړي. كله چي احمد ولي كرزى ووژل شو، د نوموړي تر ټولو نژدې او اعتباري كس، چي زمرى نومېږي دوبى ته ولاړى. په دوبۍ كي د زمري حوسا او مجلل ژوند د احمد ولي كرزي د كورنۍ غړو ته شك پيدا كړ چي ګواكي نوموړي ته د احمد ولي كرزي هغه پيسې، پټي شتمنيۍ او ملكيتونو دي چي د زمري په نامه ثبت شوي وه.

كله چي زمرى كندهار ته راستون سو، چي د ځينو خپلوانو په په باور د عزيز كرزي په واسطه په چم را وستل سو، د شاولي كرزي د امنيتي ساتونكو له خوا و نيول سو. د يادوني وړ ده چي عزيز كرزي چي په روسيه كي د افغانستان استازى دى او د ولسمشر اكا دى، دغه تور ردوي. خو عزيز كرزي چي په روسيه كي د افغانستان استازى دى او د ولسمشر كرزي اكا دى، دغه تور ردوي. او د خپلوانو په قول دى د شاه ولي كرزي د اميتي ساتونكو له خوا و نيول سو.
پر زمرى د محمود كرزي له خوا تور لګول كېږي چي د احمد ولي كرزي په سلګونه ډالر ورته معلوم دي.
محمود كرزى وايي چي زمرى د احمد ولي كرزي د "د يو او دوو ميليونو ډالرو" په ادرس خبر دى چي چيري يې پټ كړي دي. نور هغه كسان چي په دغه مسله خبر دي وايي چي شاه ولي زمرى په دي تورن كړى چي هغه سلګونه ميليونه ډالره ورته معلوم دي چي په دوبۍ او نورو هيوادونو كي د احمد ولي په واسطه پټ شوي وه، چي په هغه كي دننه د افغانستان او نورو بهرنيو هيوادونو ملكيتونه او نوري شتمنۍ هم شاملي دي.
د هغو كسانو په باور چي په دغه مسله خبر دي، او نه غواړي نوم يې څرګند شي، زمرى اوس د كندهار د سرفوزي په زندان كي بندى دى او د دولتي ځواكونو پر ځاى د شاولي كرزي امنيتي ساتونكي له خوا پيره پر كېږي.
پر نوموړي هيڅ ډول جرم نه دى اسباط سوى. كله چي د كرزي د كورنۍ د مدافع وكيل  جيرالډ پاسنرپه وسيله د شاولي كرزي څخه د زمري په اړه و پوښتل شول چي دى چيري دى، نوموړي په دغه اړه د خبرو كولو څخه ډډه وكړه.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery