مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-06-09   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

آیا روسیه او چین به دختیځ ناټو وی ؟

نثار احمد صمد
سرچینه : الجزیره تلویزون
انسایډ سټوری
الجزیره خبري شبکه
نېټه : ۲۰۱۲/۶/۷
ژباړن : نثار احمد صمد
دا چی د دواړو هیوادو مشران سره ګوری ، نو د یو ګډ محاذ د جوړښت لپاره هغوی باید پر خپلو تیرو اختلافونو بریمن سی .
چین او روسیه د ټینګو مرستو د یو نوي عصر د پیلامې له درکه ډیره خوښي څرګندوی . آیا دا صرف یوه علامه او اشاره ده ؟ د شانګهای د ګډ مرستیزه جوړښتون سرمشریزه غونډه په بیجنګ کی جوړه سوه .
د سړې جګړې د وخت دغو سیالانو ژمنه وکړه چی د بهرنۍ تګلارې په اړه به ګډه مرسته سره کوی ، او د نړیوالو بحرانونو حل لارو ته به یوه بېله لاس رسي مومی .
دوی اکثرأ د امریکا د نړیوال تسلط پر خلاف د یووالي ږغ پورته کړی دی ، او هم یې د بهرنۍ تګلاری د مسایلو په سر خپل دریځونه تر ډیره حده منسجم کړي دي .
هغوی د ملګرو ملتو د امنیت شورا د تلپاته غړو په توګه مشترکأ د سوریې لپاره د امنیت شورا د پریکړه لیکونو مخه نیولې ده ، او د هر ډول هغسی بهرني پوځي ننوتوب پر خلاف استدلال کوی چی وروستی هدف یې هلته د رژیم بدلول دی .
هغوی همدا راز ، د ایران د اټومی پروګرام په تور د امریکا په مشرۍ د ملګرو ملتو لخوا د ایران پر خلاف د بندیزونو مخه هم نیولې ده .
خو د بیجنګ په دغه سرمشریزه غونډه کی د هغوی اصلی لومړیتوب د افغانستان په هکله د یو ګډ دریځ لرنه ده ، ځکه نو د افغانستان ولسمشر حامد کرزی هم وربلل سوی و .
د شانګهای ګډ مرستیزه جوړښتون په ۲۰۰۱ کی د چین لخوا رامنځته سو تر څو آزاد تجارت زیات کړی او هم د خپلو سرحدونو پر شا وخوا امنیتی مسایلو ته لاس رسي ولری . د دې جوړښتون غړي چین ، روسیه ، قزاقستان ، قرغیزستان ، تاجکستان او ازبکستان دي . هند او پاکستان دواړو د مغولستان ، او ایران په شمول چی فعلأ کتونکي غړي دي ، د بشپړ غړیتوب لپاره مینه ښودلې ده .
دغه بلاک جمعأ یو نیم ( ۱٫۵ ) بلیونه وګړی لری  ، او اړونده سیمه یې د نړۍ د تیلو ۱۱٪ زخیرې په ځان کی لری .
روسیې او چین په ۱۹۹۴ کی موافقه کړې ده چی یو پر بل به د اټومی وسلو حملې نه کوی . او هغوی دواړو د ۲۰۰۵ په اګسټ کی خپل لومړني ګډ پوځي تمرینات هم وکړل .
دا چی د نړیوالو ستونزو په سر دواړه ښه سره نږدې کیږی ، خو خپل  تر منځو د طبیعی ګاز پراخه معامله هم د څو څو واره سختو مذاکراتو د لرلو سره سره باید حل کړی . روسیه غواړی چی د ګاز بیې هم د تیلو د بیو سره وتړی لکه په اروپا کی چی یې کوی ، خو چین ورته وایی چی هغه ډیر ګران دی .
روسیه په دې هم خوابدې ده چی چین د روسیې د جنګی الوتکو او نورو درنو پوځی وسایلو کاپی ورڅخه کوی . د روسیې حکومت په دې وروستیو کی د یو چینایی شخص د نیولو اعلان وکړ چی په دې یې تورن کړی دی چی غوښتل یې د هغوی پوځی مخفیات او زموزونه رانیسی .
په ۲۰۰۸ کی د هغوی د سرحدي ژمنلیک سره سره د روسیې او چین تر منځ څو څو واره سرحدی ستونزي راښکاره سوي دي .
نو آیا روسیه او چین غواړی چی د ختیځ ناټو جوړه کړی ؟ آیا هغوی به خپل تیر اختلافات حل کړای سی ، تر څو یو داسی متحد محاذ ایجاد کړی چی له مخی یې د امریکا نفوذ دب او تم کړی ؟ او دغسی کار به د نړیوال امنیت لپاره څه معنا ورکړی ؟ پای
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery