مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-06-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دخوست ولایت دمتون کرکټ سیالی پای ته ورسیدی

حسیب افغان

د خوست ولايت په متون كې د كركټ هغه سيالۍ چې له شپيتولوبډلو ډېرو پكې برخه اخيستې وه پاى ته ورسيدې، د سياليوپاى لوبې ته د صحراكلي او هارون لوبډلې بريالۍ ووتې او د دوى ترمنځ لوبه د هارون لوبډلې په ګټه پاى ته ورسيده.

په پاى كې برياليولوبډلوته هغه جايزې وركړل شوې چې د سياليوجوړونكولخوا ورته برابرې شوې وې.

د كركټ داسيالۍيوه نيمه مياشت وړاندې د خوست ښار د متون په سيمه كې پيل شوې وې، د سمسور پسرلي په نوم د كركټ داسيالۍ د ويښ افغان اوسيمه والوپه هڅو جوړې شوې وې، د لوبوسمبالونكى سيدشاه ګل وياړ وايي چې دې سياليوكې د خوست له بېلابېلوسيمو شپيتولوبډلوبرخه اخيستې وه او هره ورځ د دوو لوبډلوترمنځ لوبه كيده او تماشې ته يې په سلګونو مينه والو راټوليدل، ده زياته كړه چې د ټورنمنټ ياسياليوپاى لوبه د متون د  صحرا كلي او هارون لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې په سركې د هارون لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته په لسو اورونو كې يوسلوپنځه اويامنډې  هدف وركړ، خو پروړاندې لوبډلې يې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو دا هدف پوره نه كړى شو اود هارون لوبډلې د دې سياليواتلوالي خپله كړه، د دې سياليو جوړونكى سيدشاه ګل وياړ وايي چې اصلي موخه د كركټ په برخه كې د استعدادونو روزل او د مينه والو ساعتيري وه ځكه په همدې سياليوكې د رحمت الله په نوم يوځوان د دې سياليو غوره لوبغاړى پيژندل شوى  دى.   په پاى كې برياليولوبډلواو غوره لوبغاړو ته هغه جايزې وركړل شوى چې د سيمه والو لخوا برابرې شوې وې.

د ياده ولوده چې له هغه وروسته په خوست د كركټ مينه وال اولوبغاړي ورځې تربلې د ډېريدو په حال كې دي چې د كركټ افغان لوبډلې له هيواده  بره برياوې خپلې او د ولس لخوايي ډېره ستاينه وشوه.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery