مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-06-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کريم صادق به د ملي لوبډلې نوی کپتان وي

راحیله جواد -کابل

 

دافغانستان کرکټ بورډ وروسته له هغه چې د ملي لوبډلې کپتان نوروز خان منګل دلوبې پر مهال ټپي شو، کريم خان صادق د نوي کپتان په توګه د ټاکلو پرېکړه وکړه.

د ملي لوبډلې کپتان نوروز خان منګل دوه ورځې مخکې د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې سره ددويمې يوې ورځنۍ لوبې پر مهال منځنۍ ګوته يې ماته او سخت ټپي شو او تېره ورځ يې په روغتون کې جراحي عمليات ترسره شول.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ښاغلى ډاکتر حامد شينوارى وايي چې نوروز خان منګل به د انټرکانټنينټال کپ سياليو په لړ کې چې ټاکل شوې ده، راتلونکې مياشت په ايرلنډ کې ترسره شي، ګډون نه کوي.
هغه زياتوي چې د نوروز منګل پر ځاى د ملي لوبډلې بل پياوړى او تجربه لرونکى  لوبغاړى کريم خان صادق به د ملي لوبډلې د کپتان او د ١٩ کلنو ځوانانو کپتان جاوېد احمدي به يې د مرستيال په توګه دنده ترسره کوي.
ښاغلي ډاکټر حامد شينواري وويل چې نوروز منګل ته ډاکټرانو تر پنځو اوونيو ارام مشوره ورکړې او تر هغې وروسته به هغه خپلې لوبې او تمرينات پيلوي.
دغه راز هغه د ملي لوبډلې د بل پياوړي لوبغاړي حميد حسن په اړه وويل چې هغه هم په انګلستان کې خپل تمرينات پيل کړي او د ورځې په اوږدو کې بالنګ هم کوي.
ډاکټر حامد شينواري هيله څرګنده کړه، چې دهېواد دواړه پياوړي لوبغاړي نوروز منګل او حميد حسن به په سريلانکا کې د شل اووريز نړيوال جام څخه مخکې روغ او په لوبډله کې به شامل کړى شي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery