مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-06-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ملي لوبډلې ۱۹ کلنو ځوانانو ته ماتې ورکړه، خو . . .

راحیله جواد- کابل
ملي لوبډلې ۱۹ کلنو ځوانانو ته ماتې ورکړه، خو پیپسي کپ ځوانانو وګټلو
د هیواد د کرکټ ملي لوبډله د پيپسي کپ ددریو سیالیو په وروستۍ لوبه کې د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه، خو د ۱۹ کلنو ځوانانو دوو لوبو ګټلو سره دغه کب خپل کړ.
دافغانستان کرکټ بورډ په نوښت ددواړو لوبډلو ترمنځ دغه دوستانه سیالۍ د پيپسي او الکوزي کمپنیو به مرسته دکابل په نړیوال لوبغالي کې په لاره اچول شوې ده. 
ددې سیالیو دلړۍ لومړۍ دوه لوبې د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې ګټلې وې او د کرکټ مینه وال یې حیران کړي وو، خو نن په دریېمه لوبه کې ملي لوبډلې وکولی شول، چې د ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړي.
نن ددریې لوبې پچه یا ټاس د ۱۹ کلنو لوبډلې وګټلو او لومړی یې پخپله د لوبې یابیټنګ کولو پریکړه وکړه، د۱۹ کلنو لوبډلې په ۴۹ اوورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدو ۲۳۴ منډې جوړې کړې او  سیالې ډلې ته یې د ۲۳۵ منډو هدف کیښود.
د ۱۹ کلنو لخوا ناصر جمال ټولو زیاتې ۶۹ منډې ، محب خان ۵۸ او شبیر نوري ۳۶ منډې جوړې کړې، د ملي لوبدلې لخوا عزت الله دولتزي  او کریم صادق ۳، ۳، همزه هوتک دوه او ناصر جمال یوه لوبغاړي وسوځول.
د ملی لوبډلې لوبغاړو وکولی شول، په ډیرې اسانۍ سره په ۳۸ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو یادشوف هدف ترلاسه او لوبه وګټی. ددوی له لوری شهزاد محمدي یو ځل بیا ښه لوبه وکړه، هغه د ۱۱۵ منډو په جوړولو سره  سلیزه ووهله.
دغه راز اصغر ستانکزي ۷۱، کریم صادق ۲۲ منډې جوړې کړ.
د ۱۹ کلنو له لوري ، یمین احمدزي څلور لوبغاړي وسوځول.
د لوبې په پای کې د کرکټ بورډ د مرستیال او سلاکار وزیر شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ اجرايیوی رییس ډاکټر حامد شینواری، د کرکټ بورډ د نورو چارواکیو، او په افغانستان کې د پيپسي او الکوزي ګروپ مسوول کاوون کاکړ لخوا پر لوبغاړو او لوبډلو انعامونه او جایزې وویشل شوی.
شهزاد محمدي ته ددې لوبې دغوره لوبغاړي په توګه ۲۵ زره افغانۍ، د زیاتو شپږیزو په وهلو ۲۵ زره افغانۍ او په دې کپ د زیاتو ۲۹۵ منډو په جوړولو ۵۰ زره افغانۍ انعام ورکړل شول.
دغه زار د ۱۹ کلنو لوبغاړي یمین احمدزي ته دغوره بالر چې ۱۰ ویکټې یې اخیستي دي، ۲۵ زره افغانۍ انعام ورکړل شو.
دغه راز ددې کپ ګټونکې د۱۹ کلنو لوبډلې ته پنځه لکه افغانۍ او ملي لوبډلې ته چې دویم مقام یې خپل کړ دوه نیم لکه افغانۍ د انعام په توګه ورکړل شوې.
دپروګرام په پای کې دیادو چارواکیو لخوا د ۱۹ کلنو لوبډلې کپتان جاوید احمدي ددې سیالیو ګټونکی کپ ورکړل شو.
هغه ددواړو ملي لوبډلو دښې لوبې ستاینه وکړه او هیله یې وکړه، چې په نړیوالو سیالیو کې به هم ښه وځلیږي.
د ملي لوبډلې کپتان کریم خان صادق وویل چې که څه هم په لومړیو دوو لوبو کې یې لوبډله ښه لوبه ونه کړه، خو زیاته یې کړه چې په دریمه لوبه کې لوبغاړو خپله وړتیاوښولده.
نوموړي د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې دلوبې ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دوی دهیواد راتلونکي اتلان دی.
د ۱۹ کلنو ځوانانو دلوبډلې کپتان جاوید احمدي د خپلو بریاوو په اړه وویل چې دوی له څو میاشتو راهیسې په تمریناتو بوخت وو، او همدا تمرینات ددوی د بریالیتوب راز و، هغه زیاته کړه چې دوی دیوه پلان سره سم میدان ته ورتلل ، هغه زیاته کړه چې لوبغاړو یې د کرکټ په هره برخه کې خپله وړتیا وښوده.
احمدي هیله څرګنده کړه چې په اسیایي او نړیوال جام کې هم خپله وړتیا وښیي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery