مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-06-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کندهار دکرکیټ د ګريډ ون سيالۍ وګټلې

راحیله جواد


د کندهار ولايت لوبډلې د ١٢ ولايتونو ترمنځ د لومړۍ درجې يا ګريډ ون سياليو په پاى لوبه کې کابل ته په ماتې ورکولو سره ددې سياليو اتلولي خپله کړه.
دغه پاى لوبه پرون د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه، چې د کندهار په بريا پاى ته ورسېده.
دپاى لوبې پچه د کابل لوبډلې وګټله او لومړى يې پخپله د لوبې يا بيټنګ کولو پرېکړه وکړه، د کابل لوبډلې په ٤٩ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢١٥ منډې جوړې کړې، د کابل له لوري عمران جنت ٤٣، کريم ٢٩، مجيد تره خېل ٣٣ منډې جوړې کړې. د کندهار له لوري نسيم بړيڅ څلور، سميع اغا درې او خليل د کابل لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.
د کندهار لوبډله ياد شوى هدف له يوې په زړه پورې سيالۍ وروسته په ٤٩ اورونو کې د اوه لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه ، لوبه يې وګټله او ددې سياليو اتلولي يې خپله کړه.
د کندهار له لوري نسيم اغا ٦٢، دلاور محمد ٤١، احمد جان ٣٧  او نسيم بړيڅ ٣٣ منډې جوړې کړې.
نسيم اغا چې په دې لوبه کې يې ٦٢ منډې جوړې کړې او درې لوبغاړي يې وسوځول د پاى لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
دغه راز نوموړى په دې ټولو سياليو کې د ٢٥٧ منډو جوړولو او اوه لوبغاړو سوځولو سره ددې سياليو غوره لوبغاړى هم اعلان شو.
د پکتيا ولايت پياوړى لوبغاړى فضل نيازى  د ٢٩٦ منډو په جوړولو سره د غوره توپ وهونکي او کندهار بالر نسيم بړيڅ په دې سياليو کې د ١٦ لوبغاړو په سوځولو سره د غوره توپ اچوونکي په توګه اعلان شول.
د پاى په مراسمو کې د کرکټ بورډ  اجرائيوي رييس ډاکټر حامد شينواري، د کورني کرکټ مسوول نظيم جار عبدالرحيمزي، د ملي لوبدلې نړيوال روزونکى کبير خان، د کرکټ بورډ نور چارواکي او د AID موسسې مسوول حاجي جلال الدين ګډون وکړل او پر ګټونکې لوبډلې، لوبغاړو او مسوولينو يې جايزې او تقديرنامې ووېشلې.
د حاجي جلال الدين لخوا پر يو شمېر وړو لوبغاړو نغدي انعامونه هم ووېشل شول.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر حامد شينواري دواړو لوبډلو ته مبارکي ورکړه او ويې ويل چې دواړو ډېره ښه لوبه ترسره کړه.
هغه زياته کړه چې کورني کرکټ د يوه هېواد د کرکټ په پرمختګ کې مهم رول لوبوي، ځکه چې ملي لوبډلې له همدې پروسې له لارې جوړېږي.
نوموړى وايي چې پخوا هم له ولايتي سياليو څخه کرکټ بورډ غوره او پياوړي لوبغاړي ترسره کړي او له دې وروسته به يې هم کوي.
ډاکتر حامد شينواري د ملي سوداګر محمود کرزي څخه مننه وکړه، چې په کندهار کې يې کرکټ لوبغالي لپاره ځمکه ورکړې او ژمنه يې وکړه، چې کرکټ بورډ به ډير ژر ددې لوبغالي په جوړولو کې کار پيل کړي.
د ډاکټر حامد شینواري په وینا ، ولایتي سیالۍ ترسره کول، که له يوې خوا د لوبغاړو هڅونه ده، نو له بلې خوا له دې لارې به د افغانستان د الف لوبډلې ترڅنګ ملي او نولس کلنې ملې لوبډلې ته ملاتړې لوبغاړي تر لاسه شي .
نوموړي زياته کړه چې ډېر ژر به په هېواد کې د پنځو زونونو ترمنځ درې ورځنۍ (ټسټ) سيالۍ هم پيل شي.

د لومړۍ درجې يا ګريډ ون سيالۍ د جوزا (غبرګولي) میاشتې په شلمه نیټه، په کابل او ننګرهار ولایتونو کې پیل شوې وې ، چې دولس لومړۍ درجه (Grade one) منتخبو ولایتي لوبډلو برخه اخیستې وه.
د دغو سیالیو لپاره لوبډلې په دوو ډلو وېشل شوې وې، چې شپږ يې په کابل او شپږ نور يې په ننګرهار کې لوبې ترسره کړې.

په دې سياليو کې د کابل، لوګر میدان وردګ ، پنجشیر، کندهار خوست پکتیا، بغلان، لغمان کونړ،  کندز او غزني ولايتو لوبډلو برخه اخيستې وه.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery