مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-06-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ١٩ کلنو ملي لوبډله ماليزيا ته روانه شوه

راحیله جواد


د هېواد د ١٩ کلنو ځوانانو ملي لوبډله د کرکټ په اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه د غبرګولي په ٣١مه، د کابل د نړيوال هوايي ډګر څخه د ماليزيا په لوري روانه شوه.

په ماليزيا کې د ١٩ کلنو لوبډلو اسيايي پنځوس اووريزې سيالۍ چې پکې داتو هېوادونو لوبـډلو برخه اخلي، د چنګاښ يا سرطان د مياشتې په  درېيمه نېټه د شنبې په ورځ پيليږي.
دا لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي دي، په الف ګروپ کې ماليزيا، هندوستان، نيپال، پاکستان او (ب )ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش، قطر، سريلانکا
هره لوبه به ٥٠ اووره وي، لوبې به په ځايي وخت  د سهار په لسو بجو (د افغانستان په وخت د سهارشپږ نيمو بجو) پيليږي.
د افغانستان د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډله خپله لومړۍ لوبه د شنبې په ورځ د چنګاښ په درېيمه له سريلانکا ، دويمه د چنګاښ په څلورمه، له قطر سره،  او درېيمه د چنګاښ په شپږمه له بنګله دېش سره ترسره کوي.
د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې روزونکي حاجي ولي امين وويل چې دوى اسيايي سياليو لپاره بشپړ چمتوالى لري او له تېرو څو مياشتو راهيسې يې تمرينات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه، که چېرته دوى پخپل ګروپ کې دوه لوبې وګټي، نو ددې سياليو نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کوي.
د ځوانانو د لوبډلې کپتان جاوېد احمدي له  افغانستان کرکټ بورډ څخه مننه وکړه، چې دوى ته يې د تمريناتو او تياريو لپاره ښه اسانتياوې برابرې کړې وي.
هغه له هېواد والو وغوښتل چې د تل په څېر دا ځل هم دوى له خپلو دعاګانو هېر نه کړي.
د اسيايي سياليو ته د ١٩ کلنو ملي لوبډلې لپاره لاندې لوبغاړي غوره شوي:
جاوېد احمدي (کپتان) افتاب عالم، افسر خان، فريد احمد ملک، محمد يمين، حشمت الله، محب الله، ناصرجمال، سيداحمد شېرزاد، نجيب الله، ضياء الله، شرف الدين، شبير احمد، نور الحق، او فطرت الله.

مهال وېش
  
شنبه ٢٣ د جون (٣ سرطان)
افغانستان له سريلانکا سره
ماليزيا له هندوستان سره
نيپال له پاکستان سره
بنګله دېش له قطر سره

يکشنبه ٢٤ جون ( ٤ سرطان)
افغانستان له قطر سره
پاکستان له هندوستان سره
بنګله دېش له سريلانکا سره
ماليزيا له نيپال سره

سه شنبه د جون٢٦مه ( ٦ سرطان)
افغانستان له بنګله دېش سره
هندوستان، له نيپال سره
قطر له سريلانکا سره
ماليزيا له پاکستان سر

پنجشنبه ٢٨ جون (٨ سرطان)
لومړى نيمه پاى لوبه يا سيمي فاينل : د الف ګروپ لومړۍ د (ب) ګروپ له دويم نمبر سره

جمعه ٢٩ جون ( ٩ سرطان)
دويمه نيمه پاى لوبه يا سيمي فاينل : د الف ګروف دويم نمبر د (ب) له لومړي نمبر سره

شنبه د جولاى لومړۍ ( دسرطان لسمه)
پاى لوبه يا فاينل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery