مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-06-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کرزی د تیلو قرار داد خپلو خپلوانو ته سپارلی

مومند
سرچینه : بریټانیا تلګراف
د افغانستان جمهور ریس حامد کرزي چې په قوم پوپلزی دی د آمو سیند د نفتي حوزي په وروستي قرار داد کې په خپل  پالنه تر سخت فشار لاندي دی.
دغه قرار داد د چین د نفتو له ملي شرکت سره شوی خو پکې د وطن ګروپ افغان شریکان هم برخه لري.
وطن ګروپ کمپنۍ چې له کلونو راهیسي په افغانستان کې فعالیت کوي دمګړۍ د وطن رسک منجمینت په نامه د یوه خصوصي امنیتي کمپنۍ مشري هم کوي.
د دغې کمپنۍ اصلي مالکان راطب او راشد پوپل دي چې د ولسمشر کرزي د فامیلي خپلوانو له ډلي شمیرل کیږياو دا هم ویل کیږي چي دغه کمپنۍ په اصل کي د ولسمشر د ورور قیوم کرزي ده .
د بریټانیا تلګراف ورځپاڼي ویلي چې دغه قرار داد کرزي دغو چنیانو ته ځکه ورکړی چې د هغه د کاکا زامن هم ورسره ملګري دي او د دې پروژي یوه اندازه پیسي په یوه ډول نه په یوه ډول د کرزي جیب ته ځي.
ورځپاڼه وایي د حامد کرزي یو خپلوان چې نوم یي نه دی اخیستل شوی او دمګړۍ د وطن ګروپ سهم لرونکی دی یو  مهال په امریکا کې د مخدره توکو د قاچاق په تور زنداني وو.
راطب او راشد پوپل په دې هم تورن دي چې امنیتي کمپنۍ یي د ناټو دکتارونو د بدرګي په بدل کې په میدان ښار او غزني کې وسله والو طالبانو ته د خوندي تیریدو په بدل کې پیسي ورکړي او وروسته بیا دا پيسي د امریکايي او افغان ځواکونو پر ضد کارول شوي دي.
ویل کیږي چې دغې پروژي څخه به څه نا څه ۱۶۰ ملیون بیرله نفت د ۲۵ کلونو لپاره را ایستل کیږي.
ویل کیږي چې د څه نا څه دوه زره ملیارده ډالرو په ارزښت تیل اومنرالونه د افغانستان په شمالي حوزه کې موجود دي چې دمګړۍ یي د کابل حکومت د ژر تر ژره استخراج او سپړلو چاري پيل کړي چې د شفافیت په اړه یي سختي اندیښني موجودي دي.
اوس ویل کیږي چې د حامد کرزي د دغه ورارله له لوري چې په ۱۹۹۰ کال کې یې د قاچاق په تور په امریکا کې بند تیر کړی د  آمو دریا د حوزي د تیلو استخراج پروسه د کان د شفافیت په اړه سور زنګ کړنګولی دی .
خو تر اوسه حامد کرزي په خپله د دغو راپورونو په باب غبرګون نه  دی وړاندی کړی.
د امو سیند د نفتي حوزې څخه د تیلو را ایستلو تړون څو میاشتي دمخه د چین د نفتو ملي شرکت چې د وطن ګروپ افغاني شرکت هم ورسره دی له افغان دولت سره لاسلیک کړی وو.
دغه حوزه د فاریابو او سرپل په ولایت کې موقیعت لري.
ویل کیږي چې دغلته ۸۷ ملیونه بوشکې نفت موجود دي او تر ۲۵ کلونو پوري به یي دغه چینايي کمپنۍ د استخراج چاري پر مخ بیایي.
د اوس لپاره به په ورځ کې پینځه زره بوشکې نفت را ایستل کیږي  خو وروسته وروسته به دغه شمیره تر ۴۵ زرو بوشکو پوري ورسیږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery