مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-07-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د مس عينک د احمدشاه ابدالي اتصالاتو کپ وګټلو

راحیله جواد - کابل

 

 د هېواد د پنځو زونونو د لوبډلو  ترمنځ د کرکټ درې ورځنۍ سيالۍ د چنګاښ په ١٣مه، د مس عينک په اتلولۍ پاى ته ورسېده.
دا سيالۍ لس ورځې مخکې د کابل او ننګرهار ولايتونو د کرکټ په نړيوالو لوبغالو کې پيل شوې وې  ، په دې سياليو کې د مس عينک، سپين غر، آمو، بند امير او بست زونونو لوبډلو برخه اخيستې وه.
د کرکټ ددې درې ورځنيو سياليو پاى لوبې ته د مس عينک او سپين غر زونونو لوبډلو لاره پيدا کړې وه، چې د کابل په نړيوال لوبغالي کې يې ترمنځ سيالي ترسره شوه.
د پاى لوبې پچه  سپين غر ګټلې وه، خو لومړى يې مس عينک ته دلوبې بلنه ورکړې وه.  د مس عينک لوبډلې پخپل لومړي وار کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو په ٧٥ اورونو کې ٣٣٠ منډې جوړې کړې، رحيم منګل ١٠١ ، فضل نيازي ١٠٠ او رشيد ځدران ٧٣ منډې جوړې کړې.
د سپين غر زون لوبډلې پخپل وار کې  د لسو لوبغاړو په سوځېدو په ٤١ اورونو کې ١٦٣ منډې جوړې کړې، ددوى له لوري عدنان ٤٠ او شفيق الله شفق ٤٢ منډې جوړې کړې.
د مس عينک له لوري رحمت شاه ډېره ښه لوبه وکړه او د سپين غر زون نهه لوبغاړي يې وسوځول.
دغه ډول د مس عينک لوبډلې ددې درې ورځنۍ لوبې په لومړي وار کې پر سپين غر ١٦٧ منډې زياتې کړې.
د مس عينک لوبډلې پخپل دويم وار کې په پنځوسو اورونو کې دلسو لوبغاړو په سوځېدو ١٨٢ منډې جوړې کړې او د لومړي وار زياتو منډو سره يې په ټوليزه توګه سپين غر زون ته يې د ٣٤٩ منډو هدف کېښود.
د سپين غر لوبډلې پخپل دويم وارکې هم ښه ونه ځليد او يواځې په ١٠١ منډو وسوځېدله.  او دغه راز دمس عينک زون لوبډلې دغه لوبه د ٢٤٨ منډو په توپير سره وګټله
د مس عينک له لوري رحمت شاه يو ځل بيا ښه لوبه وکړه او څلور لوبغاړي يې وسوځول
رحمت شاه چې په دې لوبه کې يې په ټوليزه توګه ١٣ لوبغاړي وسوځول ددې پاى لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
دغه راز د سپين غر لوبډلې کپتان شفيق الله شفق چې په دې سياليو کې تر ټولو زياتې ٢٦٠ منډې جوړوې کړې، د دې سياليو غوره لوبغاړى اعلان شو او د بست لوبډلې توپ اچوونکى نسيم بړيڅ چې ١٦ لوبغاړي يې سوځولي ددې سياليو غوره توپ اچوونکى اعلان شو.

ددې پاى لوبې په مراسمو کې د ولسمشر سلاکار او د کرکټ بورډ مرستيال ښاغلي شهزاده مسعود، د ولسي جرګې غړي شريف الله کامه وال، د کرکټ بورډ د کورني کرکټ مسوول نظيم جار عبدالرحيمزي ، د اتصالاتو مخابراتي شرکت مسوولينو او د کرکټ بورډ نورو  مسوولينو برخه اخيستې وه.
د ا سيالۍ چې د احمدشاه ابدالي اتصالاتو کپ په نوم نومولى شو، د پاى په مراسمو کې د اتصالاتو کمپنۍ لخوا پر غوره لوبغاړو نغدي انعامونه او د کرکټ بورډ لخوا کپونه ووېشل شول.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery