مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-07-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کراټې په نړيوالو لوبو کې يو افغان ته هم برخه ورکړل شوه

محمدالله صابري

په پام کې ده چې د راتلونکې پنجشنبه د افغانستان کراټې لوبډله د پلازمېنې کابل نړیوال هوایی ډګر نه د جاپان په لور د نړیوالو سیالو برخې اخېستنې په موخه سفر وکړی  د غه نړیواولې سیالۍ د چنګاښ په اتلسمه نېټه  ترسره شي چې په دې کې به د نړی  د بېلابېلو هیوادونو نه لوبغاړي خپل هنر او زور وازمويي.
په دې سياليو کې د افغانستان  نه هم د یو تن تکړه لوبغاړی برخه اخلی دي چې د افغانستان کیوکوشین کان کراټې سازمان ریس انجنیر محمد سیر ازادنی  له خوا يې روزنه او رهبري کېږي.
جاپان د یادو د نړيوالو سياليو کوربه توب لري حجت الله سمیع زاده وایی (موږ د لوبو په ډګر کې هیوادوالو ته ډاډ ورکوو چې په نړیوالو سیالیو کې به انشاالله د نړی په کچه د پاموړ مقام ترلاسه کړم او هڅه کوم تر څو ګران هیواد ته د نړی اتلوالی وياړ خپل کړي، او د هیوا هر وګړی نه هیله کووم چې په دعاګانو کې مو له پامه و نه باسی، ستاسو دعاګانې د الله په مرسته زمونږ لپاره د بریاوو ښه وسیله ده).
World Weight Category Karate Tournament (face punch)
د کیوکوشین کان کراټې چې په بېلابېلو هيوادونو کې يې نړيوالې لوبې جوړيږي او ترسره کيږي او د راتلونکو چنګاښ په اتلسمه نېټه په جاپان کې نړيوالې لوبې پيليږي د افغانستان له لوري هم پکې يو لوبغاړي ته د ګډون بلنه ورکړل شوه.
د افغانستان کراټې لوبډله راتلونکی پنجشنبه د پلازمېنې کابل نړیوال هوایی ډګر نه د جاپان په لور سفر کوی
دغه لوبغاړی د افغانستان د کیوکوشین کان کراټې سازمان ریس انجينر محمدسير ازداني په مشری او دده  تر ځارنې لاندې جاپان هیواد ته سفر کوی.
 
حجت الله سميع زاده چې ۶۵ کيلوګرامه وزن لري په څو نږدې ورځو کې ښايي د لوبو په خاطر جاپان ته سفر وکړي، د افغانستان کراټې فدراسیون او د کيوکوشین کان کراټې نړیوال سازمان مسولين وايي چې ښايي د نړی په کچه  یادو سیالیو په هر وزن کې یواځې اته تنه برخه واخلی ، د منفی پنځه شپیته کیلو ګرامه  وزن کې د جاپان نړیوال سازمان لخوا افغانستان ته یواځې د یو تن بلنه ورکړ
حجت الله سمیعزاده په خپل وزن کې له پخوا نه د اسیا نايب قهرمان پاتې شوی او په ماليزيا هيواد کې يې دويم مقام ترلاسه کړی و او په اوتیرو ملی سیالیو کې هم په پخپل وزن کې ملی اتل شو نو په دې اساس نړیوالو لوبو کې د ګډون وړ وبلل شو

دغه سيالۍ چې په اتم د جولای په جاپان کې پيليږي د څو بېلابېلو هيوادونو لوبغاړي پکې ګډون کوي چې يو له هغو هيوادنو څخه افغانستان هم دی،  د یادونو وړ ده چې د منځنۍ اسیا هیوادونو نه یواځې افغانستان او جاپان نوموړی سیالۍ ته لار ومونده.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery