مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-07-10   مخپرونکئ : 041 - دبېنوا خبریال - کابل

پاکستان: جهادیان د مرستو او افرادو ازاد جلب و جذب کوی

benawa afghanistan
علیزی
سرچینه : ټرایبیون


لینک: http://tribune.com.pk/story/405671/jihadists-recruit-and-raise-funds-openly-in-rawalpindi/



نیټه: ۹ جولای ۲۰۱۲

د ټرایبیون د ویبپاڼی په سر خبرونو کی می سترګی پر دغه خبر ولګیدلی چی ډير یی حیران کړم او داده کټ مټ ژباړه یی ستاسی مخ ته ایږدم.

اسلام اباد: هغه جنګیالی چی د هند تر ولکی لاندی کشمیر او د امریکا تر مشری لاندی خارجی فوځونو سره په افغانستان کی جنګیږی، په ازاده توګه د پاکستان په ښارونو او ښارګوټو کښی مرستی جلبوی او تکړه افراد په خپل لیکو کی شاملوی.

د البدر په نوم د حزب مجاهدینو یوی ډلی، د "شهدا کنفرانس" تر عنوان لاندی د راولپنډی د سوان هډی په سیمه کی یو دوه ورځنی کنفرانس دایر کړی و تر څو په خپلو لیکو کی نور افراد شامل کړی او د جنګ لپاره بسپنه ټوله کړی.


ددی ګروپ مشر بخت زمین خان و خلکو او خپلو پلویانو ته چی تعداد یی تر ۱۰۰۰ اوښتی، وویل چی دده قوماندان په کشمیر او افغانستان کی د جنګ د جاری ساتلو لپاره سرچینی لټوی. هغه وویل چی "زموږ قوماندانان به ډیری لویی حملی ترسره کړی که چیری هغوی ته منابع اماده سی" هغه زیاته کړل چی دوی مورال او روحیه لری لیکن دوی د منابعو د کموالی سره مخامخ دی.

ددی ګروپ ملاتړو د پنجاب، خیبر پښتونخوا او ازاد جامو او کشمیر څخه په دی کنفرانس کی ګډون کړی و. دا هغه سیمی دی چی د افغانستان د ګلبدین حکمتیار د اسلامی حزب او د البدر د مجاهدینو ډلی پکښی د جهاد په اړه د تبلیغ او ادبیاتو کسیټونه او ويډیوی فلمونو پلورنځایونه لری.

د ژورنالستانو لپاره د ننوتلو اجازه نه وه. په کنفرانس کی حزب المجاهدینو، حزب اسلامی، جماعت الدعوه او نوور نظامی ګروپونو نیمه لوړپوړو چارواکو خبری وکړی.

بخت زمین د ناټو پر مخ د ترانزیټی لاری خلاصول محکوم کړل او ویی ویل چی موږ خوشحاله و چی کله اکمالاتی لاری بندی سولی لیکن دولتی کسانو د امریکا د فشار له امله بیرته لار ورکړل. هغه همدارنګه زیاته کړل چی حکومت باید د کافرانو سره پر څنګ و نه دریږی ځکه چی دا په هیواد کی ګډوډی او هرج و مرج رامنځته کولای سی.

هغه رد کړل چی داسی احساس او انګیرنه موجوده ده چی ګواکی جهادی ډلی د پاکستان د امنیت د ثبات لپاره کار کوی او و یی ویل چی "موږ باید دا ډول پروپاګند له منځه یوسو. د دوی د ازار او اذیت څخه وروسته اوس زموږ تمویل کوونکو ددوی له حمایت څخه لاس اخیستی دی، لیکن موږ اوس هم خپل همدردان لرو."


تروریست نومونه

د حزب المجاهدین ډلی مشر سید صلاح الدین و کنفرانس ته وویل چی پاکستان د متحده ایالتونو او د ناټو د متحدینو پواسطه راچاپیر او محاصره دی. هغه وویل چی " پاکستان د امریکایی اسرایلو د سلسلی دپاره یو هدف دی او زموږ جنګیالی به په هر هغه صورت کی د پاکستان څخه دفاع کوی چی کله د پاکستان جغرافیایی سرحدات، د پاکستان امنیت او اسلامی هویت په خطر کی وی"

صلاح الدین همدرانگه په تروریستی بریدونو کی د بی ګناه ملکی وکړیو وژل و غندل او و یی ویل چی موږ په کشمیر کی جګړه کوو دا هیڅ مهمه نده که چیری موږ تروریستان و نومول سو او زیاته یی کړل چی دا ددوی دپاره ویاړ او افتخار ځای دی چی د تروریستانو ټاپی ورباندی وهل کیږی په دی خاطر چی د امریکایانو او د هغوی د ملګرو سره په افغانستان کی جګړه کوی.


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery