مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-07-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

المپیک : اوبو ته دغورځيدو په لوبه کي چین مخته سو

راحیله جواد

د المپک لندن ۲۰۱۲ په لوبو کي نن په دوهم ورځ دپاس نه  اوبو ته د ډیف یا غورځیدو په لوبه کي چین  دزرو سرو مډال خپل کړ  چي  پر لپسې ډول امریکا دسپینو زرو او او کاناډا دمیسو مډال خپل کړ

دیادولو وړ ده چي په دغه لوبو کي چین په درجه بندي کي لومړي مقام کي دي او ورپسې دامریکا نوم راځي په دریم قدم کي ایټالیا قرار لري .

دالمپیک په دوهمه ورځ چین شپږ دسروزرو مډالونه امریکا او ایټالیا دوه دوه دسرو زرو مډالونه خپل کړي دي .

همدا راز په څلورم کتار کي جنوبي کوریا په پنځم نمبر کي برازیل په شپږم نمبر کي هالنډ ، اووم شمالي کوریا او روسیه خو قزاقستان او استرلیا په نهم نمبر کي قرار لري .

چین ټول ټال ۹ مډالونه لري ، امریکا ۷ او ایټالیا ۶ مډالونه لري

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery