مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-07-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

المپیک : افغان سوک وهونکي اجمل هم ماته وخوړله

راحیله جواد - کابل

دالمپیک لندن ۲۰۱۲ لوبو د سیالیو په لړ کي نن په دریم ورځ افغان سوک وهونکي اجمل فیصل د خپل فرانسوي سیال څخه ماته وخوړل .

دا په المپیک لوبو کي دوهم افغان لوبغاړي دی چي په پرلپسې ډول ډیر ژر مات سول .

اجمل فیصل د خپل فرانسوي سیال اوبالي څخه د نهه د ۲۲ په وړاندي ماته وخوړل .

اوبالي په اول پړاو کي ۷ نمرې په دوهم پړاو کي ۸ نمرې او په دریم پړاو کي هم ۷ نمرې واخستلې ، خو افغان اجمل فیصل  په لومړي او دوهم پړاو کي دوې دوې نمرې او په دریم پړاو کي یوازي پنځه نمرې ترلاسه کړ چي بخت ورسره یاري ونه کړه او دلوبو څخه ووتل .

تر اوسه لا ددغه سالیو ورستی پړاو ندی اعلان سوي چي په سوک وهنه کي به څوک مډالونه خپل کړي سږ کال ترکیه په سوک وهنه کي ښه ځلیدلې ده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery