مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-08-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

المپیک : فلیپ د۱۹ مډالونو په خپلولو ریکارډ جوړ کړ

راحیله جواد- کابل

دامریکا مایکل فلیپ چي مخکي ئې د المپیک ۱۴ مډالونه ګټلي وه د المپیک لندن ۲۰۱۲ لوبو په سیالیو کي ورسته ترهغه په دغه لوبو کي نړیوال ریکارډ جوړ کړ چي دلامبو وهلو په  دوه سوه متریزه لوبه کي چي څلور ځله وهل کیږي دسرو زرو مډال خپل کړ .

27 کلن مایکل فلیپ دغه دسرو زرو ورستی مډال په خپلولو سره دالمپیک په ریکارډ کي د19 مډالونو ګټونکی سو .

ښاغلي فلیپ په دغه اته سوه متریزه تیزه لامبو کي چي په 6 دقیقو او 59 ثانیو کي ئې ووهل دهغي روسي لوبغاړي ریکارډ مات کړ چي 18 مډالونه ئې  ګټلي وه په جمناستک کي دغه لوبغاړې لریسا لتنینا نومیدل

دیادولو وړ ده چي دښاغلي مایکل فلیپ دسرو زرو دمډالونو شمیر چي ده دالمپیک په لوبه کي ګټل دي 15 ته ورسید چي په ټول ټال 19 مډالونو ګټل کیدو ئې نړیوال ریکارډ جوړ کړ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery