مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-08-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

المپیک : دباسیکل ځغاستي په لوبه کي جرمني مخته سو

راحیله جواد

دالمپیک لندن ۲۰۱۲ لوبو په روانو سیالیو کي پر تړک یا ځغاست کړښه دباسیکل ځغلولو په لوبه کي جرمني یو دسرو زروبل دمیسو مدالونه خپل کړي په دغه لوبه کي برتانیا هم د سرو زرو مډال وګاټه .

خو چین او فرانسې یویو دسپینو زرو مډالونه وګټل  استرلیا دمیسو مډال خپل کړ
د پر تړک یا ځغاست کړښه دباسیکل ځغلولو  په دغه په زړه پوري سیالي کي جرمني په خپل بري سره خپله درجه بندي تر ایټالیا او شمالي کوریا مخته سو او داتم نمبر څخه په شپږم نمبر کي اوس د ۱۷ مډالونو په لرلو سره قرار لري چي څلور د سرو زرو اته دسپینو او پنځه د میسو مډالونه دي .

خوبرتانیا د  ۱۵ مډالونه په لرلو سره په پنځم نمبر کي ځکه قرار لري چي تر جرمني ئې د سرو زرو مډالونه ډیر دي برتانیا څلور دسرو زور شپږ د سپینو زرو او څلور د میسو مډالونه لري
دیادولو وړ ده چي نن د اوومي ورځي تر پیله دالمپیک د سرو د۳۰۶ مډالونو څخه ۹۱ تر اوسه ۲۳ هیوادو ترلاسه کړي دي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery