مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-08-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

المپیک : امريکا په درجه بندی کي ترچین مخته سوه

راحیله جواد- کابل

پرون په بې ساري ډول د المپیک لندن ۲۰۱۲ لوبو د سیالیو په لړ کي  امریکا د چین څخه  په درجه بندیو کي  مخته سوه او دنړۍ لومړي نمبر ځای چي مخکي تر ډيره چین ساتلی و خپل کړ .

امریکا اوس ۴۶ مدالوونه ګټلي دي چي ۲۳ ئې دسرو زرو  لس ئې د سپینو زرو او ۱۳ ئې د میسو دي خو چین بیا ۴۷ مډالونه ګټلي دي چي ۲۱ دسرو زرو ، ۱۶ ئې دسپینو او لس ئې د میسو دي

همدا راز برتانیا د جنوبي کوریا ځای ونیوی او په درجه بندي کي  یو نمبر مخته سوه برتانیا اوس دنړی دریم هیواد سو چي زیات مډالونه ئې ګټلي چي ټول ټال ۲۵ مډالونه ئې ګټلي چي ۱۰ ئې د سرو زرو اووه ئې دسپینو زرو او اته ئې د میسو دي

خو جنوبی کوریا بیا یو نمبر شاته په څلرم نمبر کي پاته سول چي ټول مډالونه ئې ۱۶ دي چي ۹ ئې دسروزرو دوه ئې دسپینو زرو او یو پنځه ئې دمیسو دي

فرانسه په پنځم نمبر کي ،جرمني په ښپږم نمبر کي ، اووم ایټالیا ، اتم شمالي کوریا ، نهم قزاقستان او لسم نمبر کي روسیه  په خپل ځای پاته دي .

تر دبیجنګ د لوبو په پرتله روسیه داځل ډيره شاته پاته سوي ده  روسیه دالمپیک په هرو لوبو کي دریم دوهم او څلوم مقام کي پاته سوې ده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery